د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

نيويارک ټايمز د داعش پر يو پټنځای د طالبانو د عملياتو صحنه انځور کړې


په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالبانو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023
په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالبانو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023

نيويارک ټايمز:

نیویارک ټایمز لیکي، دوې میاشتې مخکې یوه شپه د طالبانو د امنیتي افسرانو یوه ډله د پلازمېنې په څنډه کې د داعش پر یوه پټنځای د برید لپاره چمتو شوې وه.

ورځپاڼه دا صحنه داسې انځوروي، چې د طالبانو د دې ډلې مشر حبیب الرحمان په داسې حال کې چې ځان ته یې ځای لټاوه د خپل ملګري ټليفون واخیست او نورو مشرانو ته یې زنګ وواهه چې د حملې مشخص ځای په وټس‌اپ کې ورولېږي.

ورځپاڼه لیکي، ستونزه دا وه چې د دې سړي وټس‌اپ د امریکا د بندیزونو په حساب بند و.

د نیویارک ټایمز په باور دا کس یوازې نه‌دی په وروستیو میاشتو کې د طالبانو چارواکي دا شکایت لري، چې د دوی د ګڼو پولیسو او پوځیانو وټس‌اپ حسابونه بند شوي او د ځینو وټس‌اپ حسابونه موقتي بندېږي.

ورځپاڼه لیکي، له دې ښکاري، چې څرنګه وټس‌اپ د طالبانو د دې نوي حکومت د ملا په تیر بدل شوی دی.

نیویارک ټایمز په بغلان کې د طالبانو د پولیسو د یوه ویاند شیر احمد برهاني په وینا لیکي، دوی ته وټس‌اپ ډېر مهم دی، که وټس‌اپ نه وي د دوی اداري او غیر اداري کارونه به ګډ وډ شي.

ورځپاڼه دغه راز لیکي، له دې موقتي بندیزونو څخه چې د نړۍ پر یوه تر ټولو منزوي شوي حکومت لګېدلي د نړیوالو د پراخو بندیزونو نتایج روښانه کېدای شي.

کتونکي اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا اویا فیصده خلک موبایل ته لاسرسی لري او اکثر افغانان د افغانستان دننه او بهر د مکالمو لپاره له وټس‌اپ څخه استفاده کوي.

ایرو ایشیا ریویو:

د لوېدیځ بلې خپرونې، ایرو ایشیا ریویو په خپله تازه ګڼه کې د ملګرو ملتونو د نوي راپور مهم ټکي را اخیستي دي.

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو تحلیلي راپور روانه میاشت خپور شو.

دا له ۲۰۱۱م کال را په دې خوا ورته څوارلسم راپور دی چې محتوا یې د خپرونې په باور لوستونکی خوابدی کوي.

په دې نوي اووه وېشت مخه راپور کې هغو تروريستي رامنځته شویو ګواښونو ته اشارې شوې دي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې پیدا شوې دي.

ایروایشیا ریویو لیکي چې د دې راپور د خپرېدو پرمهال دا مهمه ده چې د ۲۰۲۰م کال تړون ته چې د طالبانو او د ولسمشر ټرمپ د ادارې ترمنځ وشو، تم شو.

په هغه تړون کې چې په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې ده چې دوی به د القاعده په ګډون هیڅ ډلې ته یا شخص ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا متحده‌ایالتونو او د هغې متحدانو ته ګواښ متوجه کړي.

د ایرو ایشیا ریویو په خپرې کړې مقاله کې راغلي چې نن سبا په افغانستان کې له اټکل سره سم شاوخوا یو وېشت مختلفې ترهګرې ډلې فعاله دي چې ځیني یې په نړیواله کچه او یو شمېر یې په سیمه‌ییزه کچه خپل اهداف لري.

په دې مطلب کې وړاندې دا خبره شوې ده چې د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته القاعده او داعش په افغانستان کې وده کړې ده.

طالبان دا ردوي او وایي چې، دوی د دوحې له تړون سره سم هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي او هېڅ ډله نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید پېښ کړي.

خپرونه لیکي، په کابل کې پروسږ کال د جولای په یو دېرشمه د امریکایي الوتکې د برید پرمهال د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ووژل شو، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي دي چې القاعده هڅې کوي چې په افغانستان کې یې فعالیت کمرنګه پاتې شي او له افغانستانه د خپل نظریاتي او لوژیستکي مرکز په توګه استفاده وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG