د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

عرب نیوز: د طالبانو په واکمنېدو سره داعش خپلو بریدونو ته زور ورکړی


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپانو تبصرې

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له خوا په تهران کې د افغانستان د سفارت د چارو د ترلاسه کولو موضوع ته پام اړولی او لیکي، طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل د طالبانو د حکومت لپاره یو بریالیتوب دی چې اوس به د افغانستان د بیرغ پرځای دوی خپل بیرغ پرې پورته کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې دا چې نړیوالې ټولنې له دې کار څخه ډډه کړې بلکې د حکومت پر وړاندې یې جدي اقدامات هم کړي دي.

د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د طالبانو افراطي اقدامات په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او د اقلیتونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې له سخت غبرګون سره مله وو.

د ورځپاڼې په لیکنه نړیوالې مرستې په یوه شپه قطع شوې، د طالبانو پر مشرانو لګول شویو بندیزونو هغوی له دې راوګرځول چې په بهر کې د افغانستان مالي شتمنیو ته لاسرسی ولري او له دې هېواد سره مالي راکړې ورکړې هم بندې شوې.

د دغو اقداماتو نتیجه دا شوې چې د افغانستان اقتصاد راولوېږي او خلک له قحطۍ سره مخامخ شي.

واشنګټن پوسټ همدارنګه پر یوې بلې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر موضوع چې د طالبانو پر وړاندې یو ګواښ ګڼل کېږي، هم تمرکز کړی او لیکي، په کابل کې د یکشنبې په ماښام د طالبانو په عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې دوه غړي ووژل شول.

عرب نیوز:

عرب نیوز ورځپاڼې هم پر همدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې حملو ته زور ورکړی او د طالبانو پوستې او ګزمې او همدارنګه اقلیت شیعه ګان یې په نښه کړي دي.

عرب نیوز د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي چې ویلي یې دي د دغې ډلې پر وړاندې عملیات د کابل په خیرخانه مېنه سیمه کې ترسره شول چې د ده په خبره دوه وسله وال غړي یې ووژل شول اویو یې ژوندی ونیول شو.

د مجاهد په وینا پر دې سربېره د دغو عملیاتو په نتیجه کې یو شمېر وسایل او تجهیزات هم ترلاسه شول.

د عرب نیوز په لیکنه تېره میاشت هم د طالبانو امنیتي کسانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش درې غړي وژلي وو.

XS
SM
MD
LG