د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ګلوبل نیوز: د کابل د یکشنبې ورځې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې


د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه
د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه

انټرسيپټ:

انټرسيپټ خپرونې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو پرېکړو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو پرېکړه د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو وروستۍ قهرجنه پرېکړه ده او داسې اقدام دی چې افغان ټولنه بېرته د ۱۹۹۰یمې لسیزې، د لیکوال په وینا، تورې دورۍ ته بیایي.

د لیکوال په باور، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانانو د کړاونو د کمولو لپاره یو کار په اسانۍ سره کېدای شي او هغه دا چې افغان کډوالو ته په امریکا کې ځای ورکړل شي.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې اوسنی ناخوښه وضعیت د وړاندوینې وړ و ځکه د لیکوال په باور، طالبان په خپلو کې اختلافات سره لري. په ځانګړې توګه د مقالې په وینا د هغو طالب مشرانو تر منځ اختلاف شته چې د جګړې کلونه یې په بهر کې تېر کړي او د هغو چې په هېواد کې دننه یې د سخت دریځې جګړه توده ساتلې وه.

وروسته راغلي، په داسې حال کې چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم د دوی د لومړۍ واکمنۍ پرتله د تغیر نښې ښودلې وې، اوس دا څرګنده شوه چې د دوی مشري د افراطیانو په واک کې ده چې د خپلې مفکورې لپاره د افغانانو ښېګړه او د نړیوالې ټولنې ښه نیت قرباني کولو ته چمتو دي.

په مقاله کې یادونه شوې چې تېره اونۍ، د امریکا کانګرس د افغانانو اړوند د قانون په تصویبولو کې پاتې راغی، دا یو داسې اقدام دی چې د کابل له سقوط وروسته به په لسګونو زره هغه افغانان چې امریکا ته یې پناه وړې، د دایمي قانوني استوګنې لپاره لاره هواره کړې وای.

ورځپاڼه کې راغلي، دا قانون نه یوازې د هغو افغانانو لپاره مهم دی چې له افغان جمهوري دولت سره کار کاوه یا یې له امریکايي ماموریتونو سره کار کړی وو او د طالبانو له وېرې یې امریکا ته پناه وړې، بلکې د هغو لپاره هم چې په افغانستان کې بند پاتې دي او امنیت یې له خطر سره مخامخ دی.

ګلوبل نیوز:

کاناډايي ګلوبل نیوز ورځپاڼې لیکلي، د یکشنبې په سهار د کابل په پوځي هوايي ډګر کې یوې پوستې ته څېرمه یوه بمي چاودنه وشوه چې ګڼ کسانو ته په کې مرګژوبله واوښته.

خو طالبانو د مړو او ټپيانو مشخص شمېر نه دی ویلی.

په مقاله کې راغلي چې دا په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال لومړۍ خونړۍ چاودنه ده.

د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی، خو په مقاله کې یادونه شوې چې داعش ډلې وروسته له هغه په افغانستان کې خپلې حملې زیاتې کړي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ.

په پای کې یادونه شوې چې په کابل کې پوځي هوايي ډګر له ملکي هوايي ډګر څخه شاوخوا ۲۰۰ متره لرې دی او د کورنیو چارو وزارت ته نږدې دی، هغه ځای چې په تېر اکتوبر میاشت کې په یوه ځانمرګي بیرد کې څلور کسان په کې ووژل شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG