د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

مېل انلاین: جرمني له افغانستانه هره میاشت له خطر سره مخ ۱۰۰۰ کسان وباسي


ارشیف: له کابل هوايي ډګر څخه د افغانانو د ایستنې یا تخلیې پروګرام یو انځور - د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشت
ارشیف: له کابل هوايي ډګر څخه د افغانانو د ایستنې یا تخلیې پروګرام یو انځور - د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشت

ایکانومېک ټایمز:

ایکانومېک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د بېوزلۍ په تړاو مقاله کې لیکلي، ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب یا بشپړ خواړه نه لري.

ورځپاڼې دا ارقام د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' د هغې سروې پر اساس خپاره کړي چې تېره فبروري او مارچ میاشت کې ترسره شوې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د خوړو نړیوالې ورځې پر مهال چې د یکشنبې په ورځ ونمانځل شوه، یو شمېر کابل ښاریانو بېکاري او اقتصادي ستونزې د خوړو د نه خوندیتوب اصلي لاملونه یاد کړي دي.

په کابل کې د 'ډبلیو ایف پي' ویاند وحیدالله اماني تازه له ازادي راډیو سره په خبرو کې هم د هغو کسانو شمېر ۱۹ میلیونه وښوده چې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اماني زیاته کړه، دوی به د ژمي پر مهال هره میاشت ۱۵ میلیونه بېوزله کسانو ته بشري مرستې ورسولی شي.

د ورځپاڼې په باور د خوړو نړیواله ورځ سږ کال داسې مهال ونمانځل شوه چې نړۍ د کوېډ۱۹ په ګډون د جګړې، د بیو د لوړوالي او نړیوالو لانجو له ننګونو سره مخامخ ده.

لیکوال ویلي، دغو ننګونو د خوړو خوندیتوب اغېزمن کړی دی.

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې بیا د جرمني پر هغې پرېکړې یوه لیکنه خپره کړې چې ویلې یې دي، هره میاشت به نږدې زر تنه هغه افغانان له افغانستانه باسي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

مېل انلاین د اسوشیتیدپریس په حواله لیکلي چې دا پرېکړه د جرمني په حکومت کې د شریکو درې ګوندونو له خوا شوې ده.

په مطلب کې راغلي، دغو افغانانو کې چې جرمني به یې له افغانستانه باسي، د ښځو او بشري حقونو فعالان، خبریالان، ساینسپوهان، سیاسي فعالان، قاضیان او هغه کسان شامل دي چې د جنسیت او مذهب له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي، د دغو کټګوریو افغانانو غوښتنلیکونه به د هغو مدني بنسټونو له خوا وړاندې کېږي چې د جرمني حکومت تایید کړي دي.

مېرمن بیربوک ویلي، د بیا مېشتېدو دغه پلان هدف دا دی چې هغه کسان ازاد، خوندي او د خپلې خوښې ژوند ولري چې د طالبانو له خوا ورسره ناوړه چلند کېږي.

طالبانو لا د جرمني د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې بهر ته د افغانانو په تګ انتقاد کړی او ویلي یې دي، دوی له هیچا سره کار نه لري.

د طالبانو له دې ډاډ سره سره د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې یوازې جرمني شاوخوا ۲۶ زره افغانان له افغانستانه ایستلي او پنا یې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG