د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

رسنۍ: په کندهار کې عالي شورا د طالبانو پرېکړو کې د پام وړ رول لري


ارشیف: کندهار کې طالبانو څه موده مخکې خپلمنځي غونډه کړې وه.
ارشیف: کندهار کې طالبانو څه موده مخکې خپلمنځي غونډه کړې وه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې د شنبې ورځې پيښې ته پام کړی چې د یوې چاودنې په نتیجه کې څلور کوچنیان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د طالبانو د حکومت د ځايي پولیسو د اعلامیې له مخې په هلمند ولایت کې یوه کوچني دا ناچاودلي توکي موندلي وو او خپل ښوونځي ته یې وړي وو او هلته یې لوبې ورباندې پیل کړې.

د کوچنیانو عمرونه له اوو څخه تر څوارلسو کلونو ښودل شوي.

په مقاله کې راغلي چې افغانستان لسیزې جګړې تېرې کړي او د کوچنیانو لپاره یو له خطره ډک هېواد دی په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې زاړه توکي ټولوي او د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په خاطر یې خرڅوي.

د واشنګټن پوسټ په دې مقاله کې راغلي چې ګڼ کوچنیان د ناچاودلو توکو په پېښو کې یا مړه شوي او یا هم معلول شوي دي.

د شنبې د پېښې درې قربانیان پر همغه ځای ووژل شول او څلورمه یې چې یوه نجلۍ وه د لښکرګاه په روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

یوروایشیاریویو:

یورو ایشیا ریویو بیا د طالبانو تر منځ د احتمالي خپلمنځي اختلافاتو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په لومړيو کې د نجونو ښوونځيو ته په اشاره ویل شوي چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې چې درسي کال پیل شو، خبریالانو تمه درلوده چې ښوونځيو ته د نجونو بېرته تګ په اړه به راپورونه جوړ کړي ځکه په کابل کې طالب مشرانو ویلي وو چې د نجونو د زده کړو حق به ورکوي.

خو د لیکوال په وینا، د خبریالانو کمرو د ناهیلو نجونو عکاسۍ وکړې چې بیرته کور ته ولېږل شوې.

ورځپاڼه کې وروسته راغلي چې یو سخت دریځه ډلې ته په حکومت بدلېدلو ته ډېر وخت پکار وي او په کابل کې د طالبانو حکومت مهم دی، خو په کندهار کې د طالبانو عالي شورا د طالبانو په پرېکړو کې د پام وړ رول لري.

د لیکوال په باور دا د کندهار شورا وه چې په کابل کې يې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه عملي کېدو ته نه پرېښوده.

په دې مقاله کې راغلي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې یوه ستونزه دا ده چې د طالبانو مشران په علني توګه ژمنې وکړي خو د دوی غړي له دغو ژمنو څخه سرغړونې کوي.

وروسته لیکل شوي چې پر خپلو غړیو د طالب مشرانو د نظارت او څار مېکانېزم ښايي ضعیفه وي او د تاوتریخوالي پېښې د یوه بې کنټروله واک ښکارندويي کوي.

XS
SM
MD
LG