رویټرز خبري اژانس د پنځو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې امریکايي چارواکو د تېرې اوونۍ په پای کې په عمان کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو له استازو سره لیدلي دي.
تر هغې وروسته چې په پاکستان کې د طب او غاښونو د طب شورا په دغه هېواد کې د طب برخې افغان محصلانو د سمدستي ویستلو پرېکړه وکړه، گڼ غبرگونونه راوپارېدل او دا پرېکړه یې له افغان محصلانو سره زیاتی وباله. په محکمو کې عریضې وشوې. په بلوچستان کې دغه ډول یوه عریضه د محکمې له لوري رد شوې ده.
د افغانستان او پاکستان د لارو بندوالي په پاکستان کې د شاتو صنعت پیکه کړی. د دغه صنعت ډېر افغان مسلکيان بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي، چې هلته ورسره د یاد صنعت د مسلکیانو شمېر کم شوی. د مچیو پالونکي وایي، د سفر خنډونو او د کډوالو د ستنولو بهیر د دوی د کاروبار پر وړاندې خنډونه زیات کړي.
د پاکستان له طبي پوهنتونونو او تحصیلي مرکزونو څخه د افغان محصلانو د سمدستي ویستلو تر پرېکړې وروسته په هېواد دننه او بهر د افغان محصلانو پر ملاتړ غبرگونونه راپورته شول، چې د پاکستان د طب او غاښونو د طب شورا یې پر خپلې یادې پرېکړې بیاځلي غور ته اړه کړه. په دغو ملاتړکوونکو کې پاکستاني فعالان هم شته دي.
افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، د پنجاب په چکوال کې د پاکستان حکومت د دوی د شاوخوا ۱۰ کروړه پاکستاني روپیو مالونه لیلام کړي دي. دوی وايي، چې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ډاډ ورکړی و، چې د لیلام شویو مالونو پیسې به ورکړل شي، خو تر اوسه یې هېڅ درک نهشته دی.
له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو کاګرانو معاشونه له ځنډ سره مخ دي. هلته پر کارونو بوختو یو شمېر افغانانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې له میاشتو راهیسې له بېبرخلیکه حالت سره مخ دي؛ په افغانستان کې یې کورنۍ پیسو ته په تمه دي، خو د دوی تنخواوې ځنډېدلې دي.
د افغانستان په ګاونډ کې یو شمېر داسې سیمې شته دي، چې اوسېدونکي یې په خټه افغانان دي او هڅه کوي چې خپل افغاني کلتور ژوندی وساتي. د کلتورساتنې په دغه ډول هڅو کې یوه هم پر خپلو ماشومانو د هغو نومونو اېښودل دي، چې د افغانستان له تاریخ او یا هم پېژندل شویو سیمو سره تړاو لري
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا (پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل) د دغه هېواد په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو نوملیکنه لغو کړې او له پاکستانه یې د هغوی د سملاسي ویستلو پرېکړه کړې ده.
په بلوچستان کې د لویو لارو ناامنۍ د مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ټرانسپورټي اتحادیو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې د موټرو د سوځولو، تښتولو، غلا او باج اخیستنې شاوخوا ۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې مالي زیان یې نږدې ۱۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.
نور راوښيه