تازه خبر
پنجشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۳

ایران کې د ماشومانو ژوند ته پېښ خطر؛ د جنورۍ اعتراضونو کې ۲۸۱ ماشومان وژل شوي

ایران کې د جنوري میاشتې اعتراضونه
ایران کې د جنوري میاشتې اعتراضونه

د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په اعتراضونو کې د امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸۱ ماشومان وژل شوي دي.

دغه سازمان د نومبر په ۲۴مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ځانګړي راپور کې خبرداری ورکړی چې په ایران کې د ماشومانو د ژوند حق له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی.

د راپور له مخې، په وژل شویو ماشومانو کې ۲۵ تنو تر ۱۴ کلونو کم عمر درلود او څلور یې تر پنځو کلونو کوچني وو.

تر ټولو کم‌عمره قرباني څلور نیمې میاشتنی ماشوم و.

د ماشومانو وژنې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

ایران کې یو اعدام شوی ماشوم
ایران کې یو اعدام شوی ماشوم

د راپور پر اساس، د هغو ماشومانو نږدې ۹۰ سلنه چې د وژل کېدو کره نېټه‌یې معلومه ده، د جنورۍ په اتمه او نهمه د اعتراضونو د ځپلو پر مهال وژل شوي دي.

د اعتراضونو د نورو ۸۴۳ قربانیانو عمرونه لا نه‌دي معلوم شوي او ښايي د وژل شویو ماشومانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

دغه سازمان وايي، په وژل شویو کې یوازې اعتراض کوونکي نه‌و، بلکې لارویان او هغه ماشومان هم و چې په اعتراضونو کې یې هېڅ ونډه نه‌لرله.

د بېلګې په توګه، درې کلنه ملینا اسدي هغه مهال ووژل شوه چې له خپل پلار سره د ماشوم د شیدو د رانیولو لپاره وتلې وه.

راپور همداراز د هغو کسانو د اعدام د حکمونو دوام ته اشاره کړې چې د ادعا شویو جرمونو د ترسره کولو پر مهال تر ۱۸ کلونو کم‌عمره و.

د دې سازمان په وینا، له ۲۰۰۸ کال راهیسې لږ تر لږه ۸۹ داسې کسان اعدام شوي او یوازې په ۲۰۲۶ کال کې څلور کسان په دې تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د ځینو هغو ځوانانو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې په ماشومتوب کې د جرمونو له امله د اعدام په سزا محکوم شوي دي.

۱۴ هغه ایراني ځوانان چې په ۲۰۲۳ کال کې د اعدام له خطر سره مخ و.
۱۴ هغه ایراني ځوانان چې په ۲۰۲۳ کال کې د اعدام له خطر سره مخ و.

د راپور له مخې، ځینې یې د شکنجې، جبري اعترافونو او له عادلانه محاکمې پرته په اعدام محکوم شوي دي.

د دغه سازمان مشر محمود امیري‌مقدم له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو چې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې لري، غوښتي چې د دغو کسانو د اعدامونو د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې د هغو کسانو اعدامونه ودروي چې د ادعايي جرمونو پر مهال تر ۱۸ کلونو کم‌عمره و، د هغوی د اعدام حکمونه لغوه کړي او قوانین داسې بدل کړي چې د ماشومانو اعدام په بشپړ ډول منع کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

اړوند مطالب

​
XS
SM
MD
LG