د پاکستان او ایران ترمنځ د بلوچستان ایالت د تفتان او ګبد ـ رېمدان پر سرحدي لارو د سوداګرۍ د ځنډ له امله زرګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي او سوداګر وايي، د میلیاردونو روپیو په ارزښت توکو او پانګې ته یې لاسرسی اغېزمن شوی دی.
په افغانستان کې د تریاکو تولید چې له ډېرې مودې راهیسې په نړۍ کې په لوړه کچه وه، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا پر نشه یي توکو د بندیزونو له لګولو وروسته په چټکۍ سره کم شوی دی. خو طالبان ونه توانیدل چې د کوکنارو کرکېله په بشپړه توګه له منځه یوسي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس وايي، امریکا د ایران د اتومي پروګرام په له منځه وړلو سره «پرېکنده بری» ترلاسه کړې، خو جګړه باید روانه وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران خپل اتومي ظرفیت بېرته نه شي رغولی او نړۍ هم د انرژۍ له کړکېچ سره نه مخ کېږي.
نور راوښيه