د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليابادي پرون چهارشنبه، یوه ورځ وروسته له دې کابل ته لاړ چې تر دې مخکې د ایران د سوداګرو او پانګهوالو ۱۸۰ کسیز پلاوی په کابل کې د ابوحنیفه په نوم په نندارتون کې د ګډون لپاره دې ښار ته تللي و.
په دې اوونۍ کې د ایران د پارلمان یو اقتصادي پلاوی هم کابل ته ولاړ.
د دغه پلاوي مشري د ایران پارلمان د تولید د ملاتړ د ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګینه کوي او هدفیې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.
دا سفرونه د ایران او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ترمنځ د اړیکو د تودېدو ښکارندويي کوي.
د ایران د انرژۍ وزارت وايي، عليابادي به چې یو پلاوی ورسره ملګری دی، په کابل کې له طالب چارواکو سره رسمي لیدنې کتنې وکړي او د امام ابوحنیفه په پنځم نړیوال نندارتون کې به هم ګډون وکړي.
د امام ابوحنیفه پنځم نړیوال نندارتون پرون (چهارشنبه) پرانیستل شو.
د افغانستان د صنعت او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو خرابېدل او د لارو بندېدل سبب شوي چې د افغانستان او ایران اقتصادي او تجارتي راکړه ورکړه زیاته شي.
دی وايي چې د افغانستان او ایران ترمنځ په پولو او بندرونو کې ستونزې تر ډېره حل شوي او د سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره اسانتیا زیاته شوه: "موږ چې به پخوا کوم خوراکي مواد له پاکستانه راوړل، اوس هغه ټول له ایرانه راوړو، له دې کبله له ایران سره زموږ تجارت زیات شو او اوس په کال کې تقریباً تر څلور میلیارده ډالرو پورې رسېدلی دی. پر دې علاوه اوس د افغانستان له لوري هم لکه زیره، طبي بوټي او یو شمېر محصولات ایران ته ځي، له ایران سره د افغانستان ترانزیت هم ډېر شوی دی، څه چې به پخوا د کراچۍ بندر له لارې راتلل، اوس ټول د بندرعباس او چابهار له لارې راځي او ځي. د ایران له لارې ترکیې ته هم زموږ صادرات کېږي او ښهوالی پهکې راغلی دی."
ښاغلی الکوزی وايي چې دا مسایل سبب شوي چې ایران هم له افغانستان سره سوداګريزو اړیکو ته زیات لېواله شي.
ټاکل شوې د ایران د سوداګریز پلاوي غړي په کابل کې له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم وویني او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې د ورځې د خبرپاڼې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیال حمید قنبري په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره په کتنه کې د کانونو د استخراج او د برېښنا د تولید په برخو کې له افغانستان سره د ایران همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.
ایران له ډېرو کلونو راهیسې له خپل هېواده تر هرات ښاره پورې د یوې رېللارې پر جوړولو کار کوي او ویلي یې دي چې حاضر دی د هرات او مزار شریف ترمنځ د ریللارې په جوړولو کې برخه واخلي.
ایران د افغانستان په ګډون له خپلو ګاونډیو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې داسې مهال غوړولي چې دغه هېواد د امریکا او د امریکا د متحدانو له کلکو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.