د چهارشنبې په ورځ د تلې ۱۵ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې د پیلیدو ۲۵ کاله پوره کیږي. دغه جګړه چې څه باندې پنځه کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو سره پای ته ورسیده، قربانیان یې تراوسه د عدالت په تمه دي.
په ننګرهار کې یو شمېر کتابپلورونکي او خپرندویه بنسټونه وايي، په افغانستان کې د بېروزګارۍ زیاتېدو او د کتابونو پر خپراوي د طالبانو حکومت کلکه څارنه لامل شوي دي، چې د دوی کار روزګار سخت اغېزمن شي. دوی زیاتوي، دغه راز د نجونو پر زدهکړو بندیز بله هغه مسله ده، چې د کتاب د پلور بازار یې زیانمن کړی دی.
له زندان څخه د (PTI) ګوند د بنسټګر عمران خان د راخلاصي لپاره پلان شوي ستر لاریونونه پیلېږي. پاکستان څو ځله د هغه له پلویانو سره خبرې وکړې، چې له لاریونونو لاس واخلي، خو کومه پایله یې ورنهکړه. د پاکستان د اپوزیسیون مشرتابه ویلي، تر څو یې چې له عمران خان سره نه وي لیدلي، لاریونونه نهشي ځنډولی.
زدهکوونکي وايي، ژوبڼ ته یې په علمي سفر کې د بېلابېلو ژویو په اړه ځینې معلومات تر لاسه کړي، چې په زدهکړو کې یې مرسته ورسره کړې. د کابل ژوبڼ مسوولان وايي، اوسمهال په دغه ژوبڼ کې سل ډوله ژوي، مرغان، خزندې او کبان شته، چې شمېر یې ۶۰۰ ته رسېږي. د ماشومانو د برخې فعالان د ښوونځیو د ادارو دغه ګام ستايي.
دا ښځې، چې په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې اعتراضونو کې برخه اخیستې او یا یې کار کړی دی، له بېلابېلو امنیتي اندېښنو سره مخ دي. ځینې هغوی یې چې په افغانستان دننه او ځینې پاکستان کې بریتانیا ته د تګ په تمه دي، غواړي چې ژر تر ژره یې د کډوالۍ دوسیې ومنل شي او دوی دغه هېواد ته ولېږدول شي.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د هوا ککړتیا او په ځینو سیمو کې د ګرد او دوړو زیاتېدو اندېښمن کړي او وایي، دغه وضعیت یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی. دوی وايي، په ځینو سیمو کې د سړکونو د جوړولو او بیارغونې چارې، پر خامو سړکونو د موټرو تګ راتګ او نورو لاملونو په هوا کې ګرد او دوړې زیاتې کړې دي.
د یو شمېر عامو افغانانو په خبره، د همدې بیو د ګرانۍ له امله خپل شخصي وسایط نه کاروي او له زیان سره مخ دي. ځینې سوداګر وايي، که څه هم د تېرو درېیو میاشتو په پرتله په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي، خو د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د ټرانسپورټي لګښتونو د کمښت له امله یې بیې ټیټې دي.
نور راوښيه