د بشري حقونو سازمان «حالوش» د ایران په سیستان او بلوچستان کې د فاطمیون ډلې د ځینو خوځښتونو او ګزمو راپور ورکړی دی. د فاطمیون اړوند وسلهوال کسان د زاهدان په ځینو غرنیو سیمو کې لیدل شوي او په یوه بله ویډیو کې د دې ډلې کسان د سراوان په یوه ښوونځي کې د روزنې او نښې ویشتلو په تمریناتو بوخت ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې تر خپلې وینا وروسته، چې ډېره برخه یې ایران ته ځانګړې شوې وه، وویل چې امریکايي او ایراني چارواکو د سېشنبې پر ورځ، د وږي پر ۳۱مه تر څو میاشتو وروسته لومړی ځل له یوه بل سره خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار وايي چې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیوچارو له وزیرانو سره یې د ایران پرضد د اسراییلو او امریکا د جګړې د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.
فرانسپرس خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د سوریې حکومت او کرد ځواکونو موافقه کړې چې د دوی ترمنځ شوی اوربند د یوې بلې میاشتې په مخه وغځوي. دې سرچینو په دې شرط خبرې کړي چې هویت به یې نه افشا کېږي.
د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو وتل او هلته د ثبات ساتونکو ځواکونو ځای پرځای کېدل هغه اقدام دی چې د متحدوایالاتو او ملګروملتونو په ملاتړ د سولې په پلان کې یې یادونه شوې ده.
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي چې په پام کې ده د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.
نور راوښيه