د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۸

د احمد شرع په لاس د بشار اسد د رژیم د نسکوریدو لومړنۍ کلیزه؛ شرع د خلکو په یووالي ټینګار وکړ


دمشق کې د اسد د رژیم د پرځېدو د لومړۍ کلیزې مراسم
دمشق کې د اسد د رژیم د پرځېدو د لومړۍ کلیزې مراسم

په سوریه کې د احمد شرع په مشرۍ د بشار اسد د رژیم د پرځولو یو کال پوره شو.

د سوریې ولسمشر احمد شرع د دې ورځې په مناسبت په دمشق کې د اموي تاریخي جومات ته ولاړ او خلکو ته یې وینا وکړه.

احمد شرع اموي جومات کې
احمد شرع اموي جومات کې

«په اوسني پړاو کې د ټولو خلکو د هڅو یووالي ته اړتیا ده ترڅو یوه پیاوړې سوریه جوړه، ثبات یې ټینګ، حاکمیت یې خوندي شي، او یوه داسې راتلونکې ترلاسه شي چې د خلکو د قربانیو وړ وي.»
شرع کال مخکې هم دا ورځ د اسد د رژیم تر سقوط وروسته د لومړي وار لپاره په اموي جومات کې ښکاره او وینا یې وکړه.

نن زرګونه کسان په دمشق کې سړکونو ته وتلي وو او له سهار وختي یې د بشار اسد د رژیم د پرځېدو د یو کلنۍ په مناسبت جشنونه نیولي.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په اتمه د هییت تحریر شام ځواکونو تر څو اوونیو سختو نښتو وروسته په سوریه کنټرول ترلاسه او د اسد د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني یې نسکوره کړه.

دوی په تدریجي توګه څو ښارونو کې د اسد د رژیم ځواکونه مات او بالاخره پلازمینې ته ورسېدل چې ورسره بشار اسد هم له سوریې وتښتید او مسکو کې یې پناه واخیسته چېرته چې تر اوسه له خپلې کورنۍ سره اوسي.

بشار اسد تر خپل پلار حافظ اسد وروسته د ۲۰۰۰ کال په جولای کې واک ته ورسېد او د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې یې په سوریې واک وچلاوه.

روسی عسکر - سوریه کې یوې پوځي اډې سره
روسی عسکر - سوریه کې یوې پوځي اډې سره

د هغه په دوره کې سوریې وروستي ۱۴ کاله سخته کورنۍ جګړه تجربه کړه.

د سوریې د بشري حقونو د څار بیلابیلو ډلو په دغو څوارلسو کلونو کې د لږ تر لږه شپږ نیم لکو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی. دا شمیرې د ۲۰۱۱ کال له مارچ د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې مړینې ښيي. ملګرو ملتونو بیا د ۲۰۱۱ کال له مارچه د ۲۰۲۱ کال تر مارچ پورې د څه باندې ۳۵۰ زره کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی.

د سوریې اوسنی ولسمشر احمد شرع چې کلونه د امریکا د ترهګرۍ په لیسټ کې وو واک ته له رسېدو وروسته له امریکا او لویدیځې نړۍ سره اړیکې جوړې کړې.

هغه د امریکا د ترهګرۍ له لیسټه وایستل شو او سږ کال یې دوه وار امریکا ته سفر وکړ. په لومړي وار یې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې ګډون وکړ او بیا یې واشنګتن په سفر سره سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

امریکا ژمنه کړې چې له سوریې سره به په بیارغونې او ګڼو نورو برخو کې خپله مرسته نه دریغوي.

اروپايي ټولنې هم د سوریې په ملاتړ ټینګار کړی دی.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG