په کوهاټ کې د مرګوني چاودنې عیني شاهد
هایلایټ: لنډ او مهم خبرونه
د خیبر پښتونخوا په کواټ کې له مرګوني چاودنې وروسته لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي. د خیبرپښتونخوا د روغتیايي چارو یوه ویاند بلال احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۷ تنه وزل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی
د چمن د 7 کلنې ملالې سترګه د تل لپاره ړنده شوه. دغه ماشومه د مدرسې د ملا له خوا په څپېړه وهل شوې چې دې پیښې پراخ غبرګونونه له ځان سره لرل. نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال حفیظ الله ستوري شیراني په دې راپور کې وګورئ:
په پاکستان کې په طبي څانګو کې د افغان محصلینو پر زده کړو د بندیزخبر، د طب د ۲۳ کلنې محصلې شقایق دانش او لسګونو نورو محصلینو راتلونکې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې ده.
هغه کپ چې برخلیک به یې په میدان کې ټاکل کېږي افغانستان او هند نن په نوي ډیلي کې د درې شل اوریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه پیلوي. لوبه د کابل پر وخت ماښام په ۶:۳۰ بجو پیلېږي. افغانستان به له دې لړۍ وروسته د خپلو راتلونکو سیالیو په لړ کې له بنګله دېش او زیمبابوې سره هم لوبې وکړي.
نور راوښيه