د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۰۱

معلومات

د ازادي راډیو اصول

د ازادي راډیو ټول خبریالان یا د دې راډیو همکاران باید دا اصول په پام کې ونیسي:

دقت

د ازادي راډیو ژورنالېستان به تر وسه هڅه کوي چې د انټرنټ له لارې د وړاندې کېدونکو مطالبو په شمول یې ټول راپورونه او خبرونه دقیق او کره وي. که په کوم مشخص مورد کې شک یا اختلاف موجود وي، خبري معلومات باید لږترلږه د دوو خپلواکو سرچینو پر اساس برابر شي. د ازادي راډیو\ازادې اروپا راډیو خبریالان او ژورنالېستان دې داسې مطالب نه خپروي چې د اوازو یا ناتایید شویو معلوماتو پر اساس وي.
که په کوم مطلب کې تېروتنه وشي، نو ژر تر ژره به یې اصلاح کړي.

بې پلوي

معلومات له واقعیتونو سره سم وړاندې کېږي چې د پېښو او مسایلو په هکله د خلکو د پوهېدو سطحه لوړه شي او کوم لور ته له تمایل او تحریفه پرته وضاحت په منځ کې وي.

د ازادي راډیو خبریالان به په دقت سره مخالف یا متفاوت نظرونه په داسې ډول وړاندې کوي چې په ټولو مسئلو کې یې انډول ساتلی وی. که د راپور د اڼدول ساتلو لپاره د یوې ډلې یا شخص نظر مهم وي او هغه له څه ویلو ډډه کوي، مناسبه ده چې په راپور کې یې یادونه وشي.

ازادي راډیو د واکمنې یا مخالفې ډلې، تنظیم، تجارتي یا نورو سازمانونو یا کوم مذهبي شخصیت په شمول، که هغه په داخل کې وي یا خارج کې، د هېڅ سیاسي ګوند ملاتړ نه کوي او نه د کومې سیاسي، قومي یا مذهبي نظریې تبلیغ، تایید یا سپارښتنه کوي.

تحلیل، تبصره او سرمقاله

ټول راپورونه او نور مطالب باید د موضوع د سابقې په باب ضروري معلومات او توضیحات ولري چې له اورېدونکي سره د موضوع په ښه پوهېدو او د وړاندې شویو معلوماتو د نتیجو په رسولو کې مرسته وکړي.

ژورنالېستان باید خپل شخصي قضاوت یا نظر په راپورونو کې شامل نه کړي.

په مجموع کې باید له تبصرو ډډه وشي. ازادي راډیو غوره بولي چې شخصي نظریې وڅېړل شي. د ازادۍ راډیو کارکوونکي یوازې په استثنايي مواردو کې په دې شرط تبصرې لیکلی شي چې مخکې تر مخکې د خپرونو رئيس یا مرستیال ورسره موافقه کړې وي. هغه تبصرې چې له راډیو دباندې یې نور کارپوهان لیکي، باید د ازادي راډیو پر مسلکي معیارونو برابرې وي.

د درناوي اصل، نرمه او معتدله ژبه

د خپرونو وړاندې کوونکي او د مطالبو لیکونکي باید تل له نرمې او معتدلې ژبې کار واخلي چې ټولو انساني حقونو ته د درناوي د اصل د رعایتولو او د منطقي دلایلو پر اساس د متمدن سلوک ښکارندوی وي. په خپرونو او مطالبو کې باید داسې مواد شامل نه وي چې د کوم چا یا ډلې مذهبي، قومي، اجتماعي – اقتصادي یا کلتوري باورونو ته سپکاوی ګڼل کېږي او باید په ټولو مطالبو کې د احترام او ادب معیارونه رعایت شي.

په مطالبو او خپرونو کې باید داسې مواد شامل نه وي چې لمسوونکي وي یا تاوتریخوالو ته د خلکو احساسات وپاروي. د ناکراریو یا د کړکېچن حالت په اړه خپرونې باید انډولې او د حقیقت پر اساس وي.

بې طرفي

ازادي راډیو د ډېموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړ کوي چې په ډېموکراتیکو هېوادونو کې عام دی. خو له دې سره سره ازادي راډیو د کومې ځانګړې پالېسۍ یا قانون ملاتړ نه کوي او نه هم کوم مقام ته د چا د انتخابېدو یا انتصابېدو ملاتړ کوي.

ازادي راډیو لکه څرنګه چې په هېلسنکي کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د کنفرانس په وروستي سند کې ویل شوي د خپل برخلیک په باب د خلکو د حقوقو ملاتړ کوي، خو له دې سره سره د ازادي راډیو خپرونې او مطالب باید د بېلتون غوښتونکو یا تجزیه غوښتونکو تایید او ملاتړ ونه کړي.

ازادي راډیو له نړیوالو منل شویو اصولو او نورمونو سره سم د ټولو خلکو د سفر او مهاجرت د ازادۍ ملاتړکوي، خو له دې سره سره به ازادي راډیو په خپلو خپرونو او مطالبو کې خلک مهاجرت ته ونه هڅوي.

اخلاقي اصول

د ازادي راډیو کارکوونکي او د دې راډیو د پروګرامونو همکاران باید په خپل سلوک او چلند کې لوړ اخلاقي اصول رعایت کړي. دوی باید له افرادو، ډلو، د دې راډیو د خپرونو د ساحې په داخل یا ورڅخه دباندې له سیاسي یا تجارتي موسسو سره په خپلو اړیکو کې د شخصي ګټو له شاملولو څخه په خاص ډول ځان وساتي.

د ازادي راډیو کارکوونکي او همکاران باید په هېڅ صورت د دې راډیو له نوم او اعتباره د شخصي ګټو او شهرت لپاره کار وانخلي.

د نورو معلوماتو لپاره د شخصي او مسلکي ګټو د ټکر پالېسۍ ته مراجعه وکړﺉ.

XS
SM
MD
LG