د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي متحده ایالات د هرمز تنګي «ساتونکی فرښته» شي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۲مه، له فاکس نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، که امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې واخلي، نو د دې مأموریت لګښت باید امریکا ته ورکړل شي.
د سولې په وخت کې له یاد تنګي څخه د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د انرژۍ انتقالات ترسره کېدل، خو اوس د شخړې په اصلي محور بدل شوی دی.
ټرمپ پرته له جزئیاتو وویل: "موږ به دا تنګی خوندي کړو او ښايي ادارهیې هم په خپل لاس کې واخلو. موږ به د تنګي ساتونکي واوسو، ښايي نوم یې د «تنګي ساتونکې فرښته» کېږدو او د دې کار لګښت باید موږ ته راکړل شي."
موږ به دا تنګی خوندي کړو او ښايي ادارهیې هم په خپل لاس کې واخلو.
خو د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د دوشنبې په اعلامیه کې وویل چې د هرمز تنګي د کښتیو د عادي تګ راتګ د بېرته پیل یوازنۍ لار دا ده چې امریکا په دې سمندري لاره کې خپلې پوځي مداخلې پای ته ورسوي.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې واشنګټن هرمز تنګي کې پر بېړیو د تهران د بریدونو په غبرګون کې د ایران په جنوب کې پوځي اهداف وویشتل.
له دې وروسته ایران هم د خلیج سیمه کې پر خپلو ګاونډیو بریدونه وکړل.
د دوشنبې سهار د ایران په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو راپورونه خپاره شول.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوه اعلامیه کې وویل چې امریکايي ځواکونو پر ایران نور بریدونه هم کړي، څو د دې هېواد هغه وړتیا نوره هم کمزورې کړي چې په استفادې سرهیې هرمز تنګي کې سوداګریزو بیړیو باندې بریدونه کوي.
د ایران په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو راپورونه خپاره شول.
سنټکام په دوهمه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې د بریدونو دغه څپه پای ته رسېدلې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکو، د ایران سمندري بېړۍ، بېپیلوټه الوتکې، هوايي دفاعي سیستمونه، ساحلي رادارونه، توغندیزې وړتیاوې او همدارنګه د ایران کوچنۍ پوځي چټکې کښتۍ په نښه کړې دي.
سنټکام ټینګار کړی چې "د هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ لپاره یوه حیاتي سمندري لار ده او ایران پرې هېڅ کنټرول نهلري".
د بېړیو د تګ راتګ د څارنې ادارې د دوشنبې د ورځې د معلوماتو له مخې، د هرمز تنګي له لارې د نفت لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ په تېرو دوو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې، خلیج سیمه کې د امریکا عربي متحدو هېوادونو هم ویلي چې د امریکا د پوځي اقداماتو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې بریدونه شوي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین او کوېټ کې یې د امریکا پوځي تأسیسات، په عمان کې راداري سیستمونه او د اردن د شهزاده حسن هوايي اډې د سونګ زېرمې او د مهماتو ګودامونه په نښه کړي دي.
دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نهدي تأیید شوې.
بلخوا بحرین اعلان کړی چې د ایران څو هوايي بریدونهیې شنډ کړي دي.
بحرین اعلان کړی چې د ایران څو هوايي بریدونهیې شنډ کړي دي.
د دواړو خواوو له لوري د اوونۍ په پای کې د بریدونو تبادله د شخړې د پام وړ زیاتوالی ښيي او د هغې لنډمهالې هوکړې په اړه شکونه زیاتوي چې تېره میاشت د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د سولې د ۶۰ ورځنیو خبرو پر مهال د جګړو د درولو لپاره شوې وه.
ټرمپ تېره اوونۍ ویلي و چې د ده په اند دغه هوکړه نور اعتبار نهلري، خو زیاتهیې کړه چې که مرکچیان د سولې د یوې هوکړې امکان وویني، خبرې اترې کولای شي دوام ومومي.
تهران څو ځله ټینګار کړی چې یوازې هغه سمندري مسیر چې د ایران ساحلونو ته نږدې دی، خوندي لاره ګڼي او مخکې هم تورن شوی و چې د عمان لور ته تېرېدونکې بېړۍ یې په نښه کړې دي.
وروستۍ نښته په داسې حال کې شوې چې سیاسي فضا هم لا پسې ترینګلې شوې ده.
مجتبی خامنهای چې د ایران د اسلامي جمهوریت نوی مشر بلل کېږي، د خپل پلار علي خامنهای د وژل کېدو د غچ اخیستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دا غچ به حتمي واخیستل شي.
له دې څو ساعته مخکې، ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د هغه د ترور هر ډول هڅه وشي، امریکا بهیې پراخ پوځي ځواک ځواب ورکړي.