د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۶

ایران یو ځل بیا د هرمز تنګی وتړه؛ سنټکام او سپاه بر یو بل ځوابي بریدونه کړي

د هرمز تنګی
د هرمز تنګی

د ایران د پارلمان او له امریکا سره د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف وايي،"د یو اړخیزو تړونونو دوره پایته رسیدلې ده".

هغه پر قطر او عمان د ایران له بریدونو وروسته پر خپلې ایکس پاڼې په یوه پیغام ویلي،"تاسې ته مو ویلي وو چې یا په خپلو ژمنو عمل وکړئ یا يې بیه پرې کړئ".

نن سهار د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې پر یوې کښتۍ ډزې وکړې.

سپاه په یوه اعلامیه کې وویل،"هرمز تنګی یې تړلی او دا چې کښتۍ تر بلې خبرتیا او د امریکا د مداخلو تر پای ته رسېدو پورې له دې لارې د تېرېدو اجازه نه لري".

وړاندې په اعلامیه کې راغلي،"څو کښتو"د پردیو په لمسون" هڅه وکړه چې هرمز تنګي کې له هغه لارې تېرې شي چې دوی یې غیر قانوني ګڼي".

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) پر دغه کښتۍ د سپاه د ډزو په ځواب کې پر ایران بریدونه وکړل.

سنټکام د یوې اعلامیې په خپرولو سره نن سهار وویل،" پر ایران یې د بریدونو تازه لرۍ درولې ده".

د اعلامیې په ټکو،" امریکايي ځواکونو د روانې اوونۍ په تیرو دریو ورځو کې په ایران کې ۱۴۰ هدفونه ویشتي دي".

د سنټکام په خبره، دغه بریدونه په وچه او اوبو کې د ځای پر ځای شویو جنګي الوتکو، ډرونونو او کښتیو په مټ ترسره او د ایران د توغندیو او ډرونونو سایټونه، سمندري وړتیاوې، د مهماتو زېرمې او د ساحلي سیمو د څار او اړیکو شبکې پکې په نښه شوي دي.

سپاه پاسدارنو د امریکا د بریدونو په ځواب کې په عمان، قطر، کویټ، بحرین او اردن کې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه کړي دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغو بریدونو مرګژوبله او زیان هم اړولی که نه.

د قطر له پلازمېنې دوحې هم د چاودنو غږونه اوریدلی شوي دي.

هممهاله په بحرین کې هم د هوايي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG