تازه خبر
جمعه ۲۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۰

نړۍ

ټرمپ وايي په ایران یې سخت بریدونه وکړل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو په هرمز تنګي کې په کښتیو باندې د وروستیو حملو په غبرګون په ایران سخت ګوزارونه کړي.

هغه له سي ان ان سره په یوه تلیفوني مرکه کې ویلي چې "موږ پرون شپه دوی سخت ووهل."

هغه دا هم وویل چې متحده ایالات او ایران د شنبې په ورځ "یوې موافقې ته ډېر نږدې وو".

د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې دوی په هرمز تنګي کې په یوې باروړونکې کښتۍ د سپاه پاسداران د شنبې ورځې د برید په غبرګون د ایران لږ تر لږه ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړل.

په ورته وخت کې، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه متضاد راپورونه ورکول کېږي.

د دغه تنګي په اړه د ایران څارونکې ادارې ویلي چې "کښتیو ته اجازه نشته چې دا مهال له لارې تیرې شي،" مګر د امریکا ولسمشر سي ان ان ته وویل چې "زموږ له نظره تنګی خلاص دی."

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) هم اعلان وکړ چې دا مهم تنګی خلاص دی او ایران هیڅ کنټرول نه پرې لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ انټرنېټي خدمات ګډوډ شوي

د مایکروسافټ په انټرنېټي خدماتو کې پراخه تخنیکي ګډوډي رامنځته شوې ده. دغه ګډوډي چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، د نړۍ په څه باندې ۷۰ هېوادونو کې د مایکروسافټ د اوټلوک، ټیمز او کوپایلټ په ګډون ګڼ خدمات اغېزمن کړي دي.

مایکروسافټ ویلي چې د خدماتو د بېرته عادي کېدو لومړنۍ نښې لیدل کېږي، خو ستونزه لا په بشپړه توګه نه ده هواره شوې.

مایکروسافټ د شرکت په سرورونو او د اتصال په سیستم کې یې تخنیکي ستونزه د دغې ګډوډۍ لامل بللی دی.

د امریکا پوځ په بحرین کې پر خپل رادار د ایران د برید ادعا رد کړه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سېنټکام د ایران د سپاه پاسداران هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري رادار په نښه کړی دی.

سېنټکام د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، ویلي چې امریکايي ځواکونو د سپاه پاسداران دوه بې‌ پیلوټه الوتکې ېې د بحرین پر لور د الوتنې په مهال ویشتلې او نسکورې کړې دي.

تر دې مخکې سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي رادار د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې په نښه کړی دی.

اروپا ښايي د اوکراین د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو پوتین د جوړجاړي لپاره چندان لیوال ندی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي وايي، روسیې منلې چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په راتلونکو خبرو کې اروپايي هېوادونه هم ګډون وکړي.

د ټرمپ استازي جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۹پر اېکسپاڼه لیکلي چې له روسي، اوکرایني او اروپايي چارواکو سره له درې ورځنیو خبرو وروسته، دواړو خواوو منلې چې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې به اروپايي استازي هم ګډون وکړي.

دا پرمختګ وروسته له هغه اعلان شو چې د لړم په ۱۷ او ۱۸ د امریکا، روسیې او اوکراین استازو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې دوه ورځنۍ خبرې وکړې.

خو د سولې پر وړاندې لا هم لوی خنډونه شته. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د څلورو سیمو د بشپړ کنټرول غوښتنه کوي او په دغه هېواد کې د بهرنیو سوله‌ ساتو ځواکونو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت لري.

بلخوا، اوکراین د خپلې خاورې له پرېښودو سره مخالفت کوي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د اوربند او د باور وړ امنیتي ضمانتونو غوښتنه لري.

ایران ادعا کوي چې په بحرین کې یې د امریکا یو پوځي رادار په نښه کړی

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د پوځ د مخکېني خبرداري یو رادار په نښه کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، راپور ورکړی چې سپاه پاسداران دغه ادعا شوی برید د ایران د هرمزګان ولایت په سیریک ولسوالۍ کې پر یوه مخابراتي برج د ادعا شوي هوايي برید په غبرګون کې بللی دی.

د رویټرز په وینا، دا د سپټمبر له لومړیو راهیسې لومړی ځل دی چې ایران د خلیج په یوه هېواد کې د امریکا پر پوځي تجهیزاتو د برید ادعا کوي.

تر اوسه د امریکا او بحرین چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او د ایران د سپاه پاسداران دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

په واشنګټن کې ډزې؛ یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

واشنګټن کې د ډزو سیمه
واشنګټن کې د ډزو سیمه

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د پنجشنبې په سهار «د نومبر په ۱۲مه» په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

«اېن‌بي‌سي» ټلوېزیون د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې پېښه د لوګن سرکل په سیمه کې، یوه ورزشي کلب ته نږدې او له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا یو نیم کیلومتره واټن کې شوې ده.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شکمن کس په یوې ودانۍ کې سنګر نیولی و او امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.

خو کله چې له دننه د ‌ډز غږ واورېدل شو پولیس ودانۍ ته ننوتل او هلته‌یې مشکوک کس وموند چې په خپل ډز ټپي شوی دی.

د مشکوک کس وضعیت نه‌دی معلوم، خو «اېن‌بي‌سي» او «فاکس‌نیوز» راپور ورکړی چې مړ شوی دی.

د ډزو انګېزه لا هم نه‌ده روښانه شوې.

د عمران خان دوه خویندې له زندانه خوشې شوې

ارشیف، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې
ارشیف، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان دوه خویندې، عظمی خان او نورین نیازۍ، د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» له څو اوونیو بند وروسته له زندانه خوشې شوې دي، خو درېیمه خور یې، علیمه خان، لا هم په زندان کې ده.

د هغوی وکیل مدثر عمر ویلي چې دغه دوه خویندې په لاهور کې له یوه زندانه وروسته له هغې خوشې شوې چې د هغوی د نیولو حکم وځنډول شو.

د پاکستان حکومت ویلي و چې هغوی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلان شوي لاریون په درشل کې د امنیتي اندېښنو له امله نیول شوې وې.

خو دغه لاریون ترسره نه‌شو.

د عمران خان دا دوه خویندې یوه ورځ وروسته له هغې خوشې شوې چې نوموړی د سترګو د ستونزې او د وینې د لوړ فشار د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.

عمران خان او مېرمن‌یې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دي وايي چې د اداري فساد تورونه چې پرې لګېدلي، سیاسي انګېزه لري، خو د پاکستان حکومت دا ادعا ردوي.

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

د برنټ تېلو د یوې بوشکې بیه ۹۲ ډالرو او ۳۹ سېنټو ته راکمه شوې او د امریکا د خامو تېلو بیه هم یوه بوشکه ۸۶ ډالرو او ۱۶ سېنټو ته راښکته شوه.
د برنټ تېلو د یوې بوشکې بیه ۹۲ ډالرو او ۳۹ سېنټو ته راکمه شوې او د امریکا د خامو تېلو بیه هم یوه بوشکه ۸۶ ډالرو او ۱۶ سېنټو ته راښکته شوه.

په نړیوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» راټیټې شوې.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برنټ تېلو د یوې بوشکې بیه ۹۲ ډالرو او ۳۹ سېنټو ته راکمه شوې او د امریکا د خامو تېلو بیه هم یوه بوشکه ۸۶ ډالرو او ۱۶ سېنټو ته راښکته شوه.

د اوپک‌پلس غړو هېوادونو له‌خوا د تېلو د تولید زیاتوالی او د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو په اړه هیلې د بیو د راټیټېدو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.

خو د تېلو نړیواال بازار لاهم د جګړو د دوام او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د اختلال د اندېښنو تر اغېز لاندې دی.

ترمپ: له ایران سره په جګړه کې د امریکا هدف بشپړه بری دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې وویل، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې سوبې» غوښتونکې ده.

ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي. هغه همداراز وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پر ځای د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو دوام غوره بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه فشارونه اغېزمن بللي دي.

په همدې حال کې، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی شوی او قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «نه جګړې، نه سولې» د وضعیت دوام د کښتۍ چلونې، د انرژۍ د تولید او د سیمې د زیربناوو د بیارغونې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.

د ایران د بندرونو سمندري کلابندي د چنګاښ له ۲۳مې او له اقتصادي پلوه د دغه هېواد د «ځپلو» عملیات د وږي له درېیمې راهیسې روان دي. د دغو اقداماتو هدف د ایران د تېلو د صادراتو او مالي سرچینو محدودول دي.

د عراق پارلمان د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق ادعا څېړي

د عراق پارلمان د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره لنډمهاله کمېټه جوړه کړې چې له مخې یې د کرکوک او کوردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

عرافي رسنیو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پارلمان رئیس هیبت الحلبوسي د امنیتي ادارو او د تېلو وزارت د کړنو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پاتې راتګ اندېښنه ښودلې ده.

عراقي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې څومره تېل قاچاق شوي، څوک په کې ښکېل دي او ایا افغانستان ته رسېدلي دي که نه. په دې تړاو د کوردستان سیمه‌ییز حکومت او کوم ځانګړي چارواکي یا شرکتونه هم په رسمي ډول نه دي تورن شوي.

په کوهاټ کې د پولیسو پر کاروان برید؛ ۱۰ پولیس او ۱۸ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د سرو زرو د ناقانونه ایستلو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو پر کاروان د وسله‌والو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د نښتو په ترڅ کې ۱۸ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د یوه سیمه‌ییز جګپوړي اداري چارواکي له قوله راپور ورکړی چې بریدګرو د پولیسو دوه موټر سوځولي او د پولیسو دوه نور موټرونه یې له یوه شخصي موټر سره تښتولي دي.

د پاکستان پولیسو ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د ګمبت په سیمه کې د پولیسو پر کاروان په ګډون د څو بریدونو مسوولیت منلی دی. پولیسو همداراز ویلي چې په یوه جلا پېښه کې د اورکزو په سیمه کې د دې ډلې ۱۰ غړي وژل شوي دي.

خپلواکو سرچینو د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG