افغانستان
قطر، پاکستان او دسیمې نور هیوادونه هڅه کوي چې دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ را کم کړي.
راپورونه وايي قطر، پاکستان او دسیمې یوشمیر نور هیوادونه لکه ترکیه ، مصر او سعودي عربستان هڅه کوي چې دامریکا او ایران ترمینځ کړکیچ را کم کړي او د اټومي خبرو اترو د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.
د اکسیوس رسنۍ د راپور له مخې، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۷مه، له ایران سره تفاهملیک او اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ او د هوايي بریدونو امر یې ورکړ، خو د هغه اداره لا هم غواړي چې د هرمز تنګی بېرته د بېړیو پر مخ پرانیستل شي او د شخړې او جګړې د پراخیدو مخه ونیول شي.
یوې سیمه اییزې سرچینې اکسیوس ته ویلي، منځګړي هېوادونه باور لري چې په هرمز تنګي کې پر بېړیو وروستي بریدونه ښايي د ایران د حکومت د هغو ډلو له لوري شوي وي چې له تفاهملیک سره مخالف دي او غواړي د خبرو اترو بهیر کمزوری کړي.
اکسیوس دا هم ویلي چې د منځګړو هېوادونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ له امریکايي او ایراني چارواکو سره څو ځله اړیکې نیولې، څو لومړی د کړکېچ د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي او وروسته د اټومي خبرو اترو د نوې تخنیکي دورې په ترځ کې هوکړې ته ورسېږي.
یو امریکايي چارواکي هم د ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت له ډلې سره تر غونډې وروسته ویلي، واشنګټن لا هم د یوې ډیپلوماټیکې حللارې موندلو ته ژمن دی او د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تخنیکي خبرې روانې دي. خو امریکا په هرمز تنګي کې د ایران له خوا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه «ترهګریز اقدامات» او د تهران له لوري د تفاهملیک د ژمنو ښکاره سرغړونه بولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان: یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلې
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلی ده.
د دغه تعرفي ټاکل کیدل په سوداګرۍ او کمرګي چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي.
روسیه، قزاقستان، بیلاروس، ارمنستان او قرغزستان د یوریشیا اقتصادي ټولنه غړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي،" د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې هڅه کوي په کابل او نورو زونونو کې د صادراتو د پروسس لپاره مرکزونه جوړ کړي".
د عزیزي په ټکو، د دغه مرکزونو په جوړیدو سره به له افغانستانه د صادراتو بهر منظمه او اسانه شي.
د امریکا د ملي ګارډ پر سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی
د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو د ډزو په تور نیول شوی افغان وګړی رحمن الله لکڼوال په زندان کې د خوړو له اعتصاب وروسته روغتون ته انتقال شوی.
واشنګټن پوسټ ورځپانې راپور ورکړی چې دغه افغان وکړی اوسهال د جورج واشنګټن پوهنتون په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
لکڼوال په زندان کې له څه مودې راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی و.
۳۰کلن لکڼوال تیرکال د واشنګټن په فاراګاټ وسټ میټرو سیټشین کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتیرو سارا بکسټروم او اندرو وولف د ډزو په تور ونیول شو.
په هغه برید کې سارا د ژور ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
رحمن الله لکڼوال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د صفري قطعاتو غړی و.
د ځینو امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس رحمن الله چې امریکا کې د کار په لټه کې و له ډېره وخته له رواني پلوه ښه نه و.
لکڼوال د لومړي درجې قتل له تور سره مخ دی.
سپینه ماڼۍ د هغه لپاره د تر ټولو سختې سزا غوښتنه کړې وه.
خلیل زاد: دا تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي،" دا خواشینونکې او لویه تیروتنه ده چې افغان نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي".
هغه د جمعې په ورځ د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل،" د طالبانو حکومت دې افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده کړو ته ستنې شي".
د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویاندې الیزابت استیکني ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل،" طالبان دې د افغانو ښځو د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېدي".
د روان ۱۴۰۵کال د کانکور ازموینې د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان شوې.
دا پنځم پرله پسې کال و چې افغانو نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
نن شنبې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي
د شنبې په ورځ د سرطان ۱۹مه په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین پیلږي.
"له پولیو پاک افغانستان" په نوم بنسټ پر خپلې ایکس ویلي،" دغه کمپاین په کونړ او د نورستان په پنځو ولسوالیو برګ مټال، کامدیش، پارون، واما او وایګل کې پیلږي چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به کې د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي".
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي.
پولیو یوه ساري ناروغي چې درملنه نه لري او د دایمي فلج سبب ګرځي.
یوازې واکسین د دغه ناروغۍ مخه نیولی شي.
د پنجشنبې په ورځ زرګونه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي
افغانستان کې د طالبانوحکومت وايي د پنجشنبې په ورځ تقریبا ۳ زره افغان کډوال دتورخم، سپین بولدک ، بهرامچې او اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته در سیدنې کومیسیون وايي راستنوشویو کسانو ته نقدې مرستې ، سیم کارټونه ، روغتیايي او خوراکي خدمات برابر شوي دي.
دا کډوال په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې پاکستان سرله ننه د هغو افغانانو دنیولو لپاره چې په دغه هیواد کې د پاته کیدو د اعتبار وړاسناد نلري نوې هلې ځلې پیل کړې.
بلخوا ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي چې په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تراوسه ۷۵۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د پولیو ضد واکسین د شنبې په ورځ کونړ او نورستان کې پیلیږي
ټاکل شوې ده چې د پولیو ضد واکسین کمپاین د شنبې په ورځ، (د چنګاښ په ۲۰مه)، د کونړ ولایت په ټولو ولسوالیو او د نورستان ولایت په پنځو ولسوالیو؛ برګمټال، کامدېش، پارون، واما او وایګل کې ترسره شي.
د "له پولیو پاک افغانستان" ادارې د پنجشنبې په ورځ ، په خپلې ایکسپاڼې وویل چې دا ګډ کمپاین د پولیو د پیچکارۍ (تزریقي) او په خوله کې د څاڅکو له لارې ترسره کیږي. د دې کمپاین موخه د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د معافیت سیستم پیاوړی کول او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.
د نړیوال روغتیا سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري او دایمي معلولوونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري، او د هغې د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار د واکسین پر وخت تطبیق دی.
د افغانستان ټیم په دوستانه لوبه کې د ازبکستان ټیم ته د ۱۹۹ منډو په توپیر ماته ورکړه
د افغانستان او ازبکستان د کریکټ تیمونو ترمینځ په خوست کې دوستانه لوبه د افغان ټیم په بریا پای ته ورسیدله.
د افغانستان له خوا په دې لوبه کې (AFG XI) ټیم برخه واخیسته.
د رحمت ولی مسرور په سټوډیوم کې د لوبې پیل کې د ازبکستان ټیم پچه وګټله او بالینګ یې غوره کړ.
د افغانستان ټیم چې شلو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي وسوځیدل سیال ټیم ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه.
د ازبکستان ټیم په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په مټ ۱۲۴ منډې وکړې.
دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان کریکټ بورډ هیواد کې دننه د یو بهرني ټیم سره دلوبې کوربتوب کوي.
د افغانستان کریکټ بورډ دتیرکال دیسمبر میاشت کې د ازبکستان د کریکټ فدراسیون سره دتخنیکي همکاریو تفاهم لیک امضا کړ.
خوست کې دافغانستان او ازبکستان د کریکټ ټیمونو ترمینځ دوستانه لوبه روانه ده
د افغانستان او ازبکستان د کریکټ تیمونو ترمینځ په خوست کې دوستانه لوبه روانه ده.
د رحمت ولی مسرور په سټوډیوم کې د لوبې پیل کې د ازبکستان ټیم پچه وګټله او بالینګ یې غوره کړ.
د افغانستان ټیم چې شلو اورونو کې یې ۷ لوبغاړي وسوځیدل سیال ټیم ته یې د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه .
دا لومړۍ ځل دی چې د افغانستان کریکټ بورډ هیواد کې دننه د یو بهرني ټیم سره دلوبې کوربتوب کوي.
د افغانستان کریکټ بورډ دتیرکال دیسمبر میاشت کې د ازبکستان د کریکټ فدراسیون سره دتخنیکي همکاریو تفاهم لیک امضا کړ.
جبل السراج کې د سمنټو د دوهمې فابریکې د جوړولو کار پرانیستل شو
افغانستان کې د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د جبل السراج د سمنټو د تولید د دویمې فابریکې د جوړولو کار افتتاح کړ.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه لویه پروژه د صنعتي سکتور د پیاوړتیا ، اقتصادي بسیاینې او دکورنیو تولیداتو د پراختیا په لور یومهم ګام وګاڼه.
د چارواکو په وینا ټاکل شوې دغه فابریکه چې د ملي پراختیا د شرکت لخوا دتقریبا ۹۰ملیونو ډالرو په لګښت په درېیو کلونو کې جوړیږي په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره ټنه سمنت تولید کړي.
تمه ده چې دغه فابریکه به وکولای شي چې د هیواد د ودانیزو اړتیاوو یوه لویه برخه پوره کړي.
د جبل السراج د سمنټو د دویمې فابریکې د جوړولو کار په داسې حال کې پیلیږي چې افغانستان د سمنټو د اړتیاوو پوره کولو لپاره په ګاوڼدیو هیوادونو تکیه دی او بیه یې پاکستان سره د سوداګرۍ له بندیدو وروسته ډیره لوړه شوې ده.
د یادونې وړده چې د جبل السراج د سمنټو لومړۍ فابریکه چې په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال تاسیس شوې ،په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي.