دې پلان په غزه کې جګړه تر ډېره درولې ده خو ښکېل اړخونه لاهم په دې نه دي سره جوړ شوي چې د سولې د موافقې دا لومړی ګام څنګه عملي کړي.
مصر او قطر د اسراییلي ځواکونو وتل په سیمه کې د نازک اوربند د پوره تطبیق لپاره ضروري ګام بللی دی.
د غزې د سولې د پلان تضمینوونکو هېوادونو قطر او مصر غوښتنه کړې چې د دې پلان د پوره تطبیق لپاره باید اسراییلي ځواکونه له غزې ووځي او په سیمه کې د ثبات ساتونکی نړیوال ځواک ځای پرځای شي.
د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني پرون د دوحې فورم په غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، وخت حساس دی او که ټول اسراییلي ځواکونه له غزې ونه وځي، نو د اوربند پلان په بشپړ ډول نه شي عملي کېدای او په غزه کې به سوله ټینګه نه شي.
د مصر د بهرنیوچارو وزیر بدر عبدالعاطي د دوحې فورم ته وویل، هلته د ثبات ساتونکی ځواک باید ژرترژره ځای پرځای شي ځکه یو لوری چې اسراییل دی، هره ورځ له اوربند څخه سرغړونې کوي.
قطر او مصر له متحدوایالتونو سره په ګډه د غزې د اوربند له موافقې سره مرسته وکړه. د دې موافقې په لومړي ګام کې اسراییل ومنله چې خپل ځواکونه له پلان سره سم د ژېړې کرښې په نوم له بېلوونکې سیمې څخه شاته کړي او فلسطینۍ حماس ډلې ژوندي پاتې یرغمل چې لاهم ورسره وو او همداراز له یوه پرته د ټولو مړو یرغملو مړي اسراییلو ته وسپارل.
حماس د اسراییلي اشغال د ختمولو په شرط د خپلو وسلو له سپارلو سره موافقه کړې ده.
د دې شل فقره یي موافقې چې طرح یې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وړاندې کړه د تطبیق په دوهم پړاو کې چې تراوسه نه دی پیل شوی یولړ مهمې پوښتنې له هغې ډلې دا چې حماس ډله به څنګه بې وسلې کېږي رابرسېره شوې دي.
حماس وايي چمتو ده چې خپلې وسلې د غزې د تړانګې راتلونکې فلسطینۍ ادارې ته وسپاري خو په دې شرط چې د اسراییل اشغال به پای ته رسېږي.
د حماس د مرکچي پلاوي مشر غړي خلیل الحیا د شنبې په ورځ فرانسپرس خبري آژانس ته وویل، اشغال چې پای ته ورسېږي موږ به خپلې وسلې د فلسطین د خپلواک دولت چارواکو ته وسپارو.
د هغې موافقې له مخې چې ملګروملتونو په تېره نوامبر میاشت کې تایید کړه اسراییل به په غزه کې له ټاکلو سیمو ووځي، ځای به یې د سولې د بورډ په نوم اداره نیسي او ورسره به نړیوال ثبات ساتونکی ځواک هلته ځای پرځای کېږي.