نړۍ
ترکیه وايي، په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک په اړه بحثونه دوام لري
ترکیه وايي، د غزې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت په اړه خبرې روانې دي.
د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر هاکان فیدان نن (د ډسمبر ۶مه) وویل چې په غزه کې د ثبات ساتونکي ځواک د ماموریت او د عملیاتو د اصولو په ګډون بحثونه دوام لري. ښاغلي فیدان د دوحې د کلنې ناستې پرمهال په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د دې خبرو اصلي هدف باید دا وي چې اسراییليان او فلسطینیان د سرحد په اوږدو کې سره جلا وساتي.
په عین حال کې د قطر صدراعظم ویلي دي چې په غزه کې نژدې دوه میاشتنی اوربند به تر هغه مهال په بشپړ ډول عملي نه شي اسراییلي ځواکونه د واشنګټن په ملاتړ د سولې د پلان په اساس د فلسطینیانو له قلمرو څخه ونه وځي.
شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني زیاته کړه چې اوس وخت خورا حساس دی او کله چې اسراییلي ځواکونه د فلسطینیانو له قلمرو څخه ووځي نو روانو هڅو ته هغه مهال اوربند ویل کېدای شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د ګاز د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه شوي
پاکستان کې د ډبرو سکرو کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي.
پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اسد ۸مه) ، کوټې ښار ته نږدې، د یوه کان شاوخوا ۱۲۰۰ متره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې پر مهال په کان کې ۳۶ معدنچیان وو.
د ۲ معدنچیانو د موندلو او ژغورلو لپاره عملیات لا هم روان دي چې تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې دي.
په سیمه کې د کانونو د چارو یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي، عبدالغني بلوچ، ویلي دي: «د میتان ګاز د زورورې چاودنې له امله یوبل ته نږدې دوه کانونه ، سخت زیانمن شوي دي.»
زرګونه کډوال د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شوي
تیره شپه زرګونه کډوال د مراکش له لارې د افریقا په شمال کې دهسپانیې ترواک لاندې سبته ښارګوتي ته داخل شول.
د هسپانیې د پولیسو یوې سرچینې د جمعې په سهار فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې په وروستیو ورځو کې شاوخوا ۴۰ زره کډوال له مراکش څخه دغې سیمې ته په داسې حال کې ننوتي دي چې ټاکل شوې وه د هسپانیې صدراعظم پیدرو سانشیز هلته ورسیږي.
د سرچینې په وینا، «د ټولې شپې په اوږدو کې د کډوالو د ورتګ بهیر په دوامداره توګه روان و.»
د هسپانیې پولیس سبته ښارګوتي ته د کډوالو د ورتګ دغه څپه د ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه ښارګوتي ته د کډوالو ترټولو لویه څپه ګڼي.
اکثر دغه کډوال ځوانان او تنکي ځوانان دي چې سبتې ته د ورتګ په لار ددوی د ۱۸ کسانو مړینه تراوسه رپورټ شوې ده.
هسپانیه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې دافریقا کډوال هلته په ورتګ سره هڅه کوي د اروپايي اتحادیې ځمکو ته داخل شي.
د ایران پوځ وايي نن سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه برید کړی
د ایران پوځ وايي د جمعې په سهار یې په کویټ کې د احمد الجابر پر اډه د بې پیلوټو الوتکو برید کړی دی.
د ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا ،د رپوټ په اساس دایران د پوځ اعلامیه وايی چې په برید کې" دامریکا جنګي الوتکې،د ارتباط سیستمونه، او دامریکا د پوځ دتجهیزاتو زیرمتونونه په نښه شوي دي."
د ایران پوځ وايي چې دغه برید یې په ایران باندې دامریکا د چهارشنبې د شپې د بریدونو په ځواب کې کړی دی.
سیمه کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنتکام ) او د کویټ حکومت د ایران ددغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ټرمپ : د سولې پلاوی د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بېوسلې کولو هوکړې ته رسېدلی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د «سولې پلاوی» د غزې په تړانګه کې د حماس او نورو وسلوالو ډلو د بېوسلې کولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلی دی.
حماس د اروپايي ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې ده.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام (د اسد ۸مه) په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې: «دا هوکړه یو مهم ګام دی، څو غزه بالاخره د یوې نوې فلسطینۍ ادارې تر واک لاندې راشي؛ داسې اداره چې د فلسطیني خلکو د مرستې لپاره به د سولې له پلاوي سره نږدې همکاري وکړي.»
د امریکا ولسمشر دغه هوکړه تاریخي او«د تلپاتې سولې او امنیت پر لور یو ستر ګام» بللی ده.
د سولې د پلاوي په نوم میکانیزم داسرائیل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته، چې د ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو، د اوربند د څارنې او د غزې د ادارې لپاره جوړ شوی دی.
یاد پلاوي هم په خپله اېکسپاڼه کې تایید کړې چې حماس «په غزه کې د اوربند د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو لپاره یوه مفصله تګلاره منلې ده.»
د مسمومیت له امله په کینیا کې د ۱۵ پیلانو مړینه
د کینیا چارواکي وايي، په تېره یوه میاشت کې د تانزانیا پولې ته نږدې د امبوسیلي په ملي پارک کې ۱۵ پیلان ښايي د سیانایډ د مسمومیت له امله مړه شوي وي.
سیانایډ یو ډول کیمیاوي مواد دي چې په کروندو کې د نباتي آفتونو د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.
د کینیا د وحشي ژوو ادارې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې امکان لري دغو پیلانو د شاوخوا کروندو هغه بانجان خوړلي وي چې په قوي افتوژونکو درملو ککړ شوي وو.
چارواکي وايي، څېړنې روانې دي څو معلومه کړي چې دا مسمومیت په تصادفي ډول رامنځته شوی که قصدي.
د امبوسیلي ملي پارک په افریقا کې د پیلانو د اوسېدو تر ټولو مشهورو سیمو څخه شمېرل کېږي.
بریتانیا ته د وړو کښتیو له لارې د کډوالو د رسېدو نوی ریکارډ؛ په یوه ورځ ۷۵۲ کسان ورسېدل
د بریتانیا حکومت وايي چې د چهارشنبې په ورځ ۷۵۲ کډوال د مانش کانال له لارې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي، چې دا په ۲۰۲۶ کال کې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، سره له دې چې د یوې ورځې شمېر لوړ شوی، خو د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له همدې لارې د اوښتونکو کډوالو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۴۱ سلنه کم شوی دی.
د بریتانیا حکومت وايي د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.
بلخوا، فرانسوي چارواکو ویلي چې د مانش کانال څخه د اوښتو په هڅه کې په دوو بېلابېلو پېښو کې څلور کډوال مړه شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا په هنګو کې تېره شپه ناوخته لږ تر لږه لس پاکستاني پولیس په یوه برید کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
بریدګرو لومړی په هنګو کې د پولیسو یو مرکز په یوه ډرون شکله الوتونکې وسیلې هدف ګرځولی او بیا یې ډزې پیل کړي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته تایید کړې چې د پولیسو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
د هغه په خبره په نښتو کې لس پولیس او ۱۵ وسله وال بریدګر وژل شوي.
د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې وسله وال بریدګر له افغان خاورې پر پاکستان داسې بریدونه پلان او ترسره کوي.
هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی.
ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې تورنې کړي چې دا بریدونه
دا روانه اوونۍ د پاکستان په امنیتي ځواکونو دویم وسله وال برید دی.
د جولای په ۲۵مه هم د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۲ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.
د هغه برید مسوولیت ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.
د ایران د راکټونو له شنډولو وروسته؛ ټرمپ تهران ته د «سخت ځواب» ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به ایران ته «سخت ځواب» ورکړي.
دا وروسته له هغې چې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د ایران لهخوا منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو په لور توغول شوي څو بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.
ټرمپ فاکس نیوز شبکې ته وویل چې پر ایران به ډېر دروند ګوزار وشي.
تر دې مخکې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران په وخت د چهارشنبې سهار ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هڅه کړې وه په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو ناڅاپي برید وکړي او له ایرانهیې څو بالستیک توغندي توغولي وو، خو ټول توغندي شنډ شوي دي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ایران سره د خبرو اترو د دوام امکان شته که نه، وویل: "موږ به اجازه ورکړو چې خبرې اترې دوام ومومي."
د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د ۳۲ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان پولې ته څیرمه ایالتونو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي په وړاندې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ وسله وال وژلي دي.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره ۳۲ تنه چې هغه یې د هند د نیابتي ډلو ترهګربللي، وژلي دي. د پوځ په وینا، ۲۴ وسله وال په خیبر پښتونخوا او اته نور په بلوچستان ایالتونو کې وژل شوي دي.
پوځ خپل لورته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويلي.
دواړه ایالتونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کې پکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او همدارنګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) اړوند بېلتون پالو وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي: "موږ به د هند تر ملاتړ لاندې د فعالو ترهګرو عناصرو ناوړه پلانونه په هره بیه چې وي، شنډ کړو."
پاکستان پر ګاونډي افغانستان تورلګوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي خو کابل دا تورونه تل رد کړي دي.
د راپورله مخې تېر کال د پاکستان لپاره په وروستیو لسیزو کې یو له تر ټولو خونړیو کلونو څخه و. په دغه هېواد کې له ۵ زرو څخه زیات وسله وال بریدونه شوي چې ۲۷ یې ځانمرګي بریدونه وو.
په عراق کې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو بریدونو کې د حشد الشعبي ډلې د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد
د ایران له ملاتړه برخمنې د عراق حشد الشعبي وسله والې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې پراډو د امریکا او سعودي عربستان په ګډو هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.
حشد الشعبي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او لږ تر لږه ۳۲ نور کسان هم په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.
د امریکا او سعودي عربستان ګډ هوايي بریدونه د بغداد، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک، کربلا او دیالې په ولایتونو کې د حشد الشعبي پر مرکزونو ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د دغو ځواکونو پوځي تأسیساتو او تجهیزاتو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په اعلامیه کې وویل چې دغو ایران پلوه وسله والو په وروستیو ورځو کې څه باندې ۲۴ ډرون بریدونه ترسره کړي دي.
د سینټکام په وینا پرحشد الشعبي د دغو بریدونو هدف "له ایران سره همغږي ترهګر" وو، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب هغوی ته د امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تأسیساتو د بریدونو لپاره لارښوونه کړې وه.