ښاغلي ډار پرون یکشنبې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ټولو لورو په دې برخه کې د پاکستان د منځګړتوب پر ونډه ډاډ څرګند کړی او چین هم په بشپړ ډول په اسلام آباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي خبرو د کوربه توب د نوښت ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه"پاکستان ډېر خوشاله دی چې ایران او امریکا دواړو ډاډ څرګند کړی چې د دې مذاکراتو کوربه توب وکړي. پاکستان ویاړي چې په راتلونکو ورځو کې به د روانې جګړې د جامع او دایمي حل لپاره د دواړو اړخونو ترمنځ د معناداره خبرو کوربه او مرستندوی وي."
پاکستان ویاړي چې ایران او امریکا دواړو ډاډ څرګند کړی دی چې ه راتلونکو ورځو کې د دې مذاکراتو کوربه توب وکړي.
د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او ترکیې د بهرنیوچارو وزیرانو پرون په اسلام آباد کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې د منځني ختیځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یو لنډ بیان کې اعلان وکړ چې د څلورواړه هېوادونو د ټاپ ډیپلوماتانو ترمنځ غونډه په سیمه کې د بدلېدونکو پرمختګونو او د علاقې وړ مسایلو په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.
د ترکیې او مصر د بهرنیوچارو وزیران هاکان فیدان او بدر عبدالعاطي د شنبې په ماښام اسلام آباد ته ورسېدل او د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر فیصل بن فرحان پرون ماسپښین د پاکستان پلازمېنې ته ورسېد.
د دوی د غونډې پرمهال په اسلام آباد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د بهرنیوچارو وزارت د ودانۍ مخې ته د څلورواړه هېوادونو بیرغونه رپېدل.
د غونډې له پیلېدو مخکې د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار له خپلو مصري، ترکي او سعودي سیالانو سره په دوه اړخیزو غونډو کې وکتل. ښاغلي ډار د مصر د بهرنیوچارو وزیر ته د هرکلي پرمهال ناڅاپه خپل انډول له لاسه ورکړ او پرځمکه پرېووت.
د ترکیې او مصر د بهرنیوچارو وزیرانو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم په یوه ګډه غونډه کې وکتل.
د ایران په پوځي تاسیساتو کې د بالستیک توغندیو د سونګ توکو د تولید مهم مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
له ایران سره د امریکا او اسراییلو پر جګړې څه باندې یوه میاشت اوښتې ده خو تراوسه د دې جګړې د پای ته رسېدو څرګ نه لګېږي.
امریکایۍ واشنګټن پوست ورځپاڼې پرون د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو او د شنونکو د نظریو په اساس ولیکل چې د جګړې په لومړیو څلورو اونیو کې د امریکا او اسراییلو په حملو کې د ایران د بالستیک توغندیو د تولید څلورو مهمو مرکزونو او د دې توغندیو د توغولو لږترلږ ۲۹ دستګاوو ته زیان اوښتی او د دې هېواد اصلي پوځي ستراتیژي کمزورې شوې ده.
د راپور له مخې د ایران په څلورو پوځي مرکزونو کې هم د بالستیک توغندیو د سونګ توکو د تولید مهم مرکزونه سخت زیانمن شوي دي.
څارونکو د سپوږمکیو له مخې د اخیستل شویو تصویرونو په اساس واشنګټن پوست ته ویلي دي چې دا حملې د ځمکې پرمخ د توغندیو د توغولو د تاسیساتو د له منځه تلو او د توغندیو ترځمکې لاندې زېرمه تونونو ته د لارو د بندېدو سبب شوي او ایران اوس مهال د نویو توغندیو د جوړولو توان له لاسه ورکړی.
خو له دې سره سره څارونکو خبرداری ورکړی چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام تراوسه په بشپړ ډول له منځه تللی نه دی.
واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه بل راپور کې د امریکایي چارواکو له قوله چې د نومونو د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي خبر ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اونیو په مخه د ځمکنیو عملیاتو لپاره پر طرحو کار کوي، که څه هم ولسمشر ډونالډټرمپ تراوسه د دې عملیاتو د ترسره کولو امر نه دی ورکړی.