د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۶

ټرمپ: له ایران سره د هوکړې لپاره «رغنده خبرې» شوې؛ تهران خپل شرطونه وړاندې کړي

انځور له ارشیف څخه ـ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کې
انځور له ارشیف څخه ـ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې تر خپلې وینا وروسته، چې ډېره برخه یې ایران ته ځانګړې شوې وه، وویل چې امریکايي او ایراني چارواکو د سې‌شنبې پر ورځ، د وږي پر ۳۱مه تر څو میاشتو وروسته لومړی ځل له یوه بل سره خبرې کړې دي.

ټرمپ دا څرګندونې سې‌شنبې ناوخته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د یوې غونډې پر مهال وکړې. نوموړي د منځګړو له لارې له ایران سره تر سره شویو اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هغه ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او زوم جېرډ کوشنر له هغو منځګړو سره، چې له ایران سره په خبرو کې ښکېل دي، «ډېرې رغنده خبرې» کړې دي.

تر دې غونډې څو ساعته وروسته، سټیو ویتکاف د ټولنیزې شبکې «اېکس» په یوه پیغام کې د سې‌شنبې د ورځې د اړیکو په اړه نور جزیات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو لورو خبرې د منځګړو له لارې تر سره شوې دي.

هغه لیکلي: «نن مو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د منځګړو له لارې له ایراني پلاوي سره اوږدې خبرې وکړې. منځګړي ټوله ورځ د دواړو لورو تر منځ په تګ راتګ بوخت وو.»

ویتکاف زیاته کړې: «دوی په بریالیتوب سره د خبرو یو پړاو پای ته ورساوه، چې هیله لرو رغنده او هیله‌بښونکې به وي. منځګړي به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم د چهارشنبې پر سهار، د تلې پر لومړۍ نېټه وویل، چې دا اړیکه د «قطري منځګړي» له لارې تر سره شوې ده.

هغه ادعا وکړه، چې د دې اړیکو موخه «د ایران د شرطونو رسول» وو. د نوموړي په وینا، په دغو شرطونو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، د امریکا د بریدونو درول، د سمندري محاصرې او اقتصادي جګړې پای ته رسول او د ایران د شتمنیو ازادول شامل دي.

هغه په خپلو عمومي څرګندونو کې د سټیو ویتکاف او جېرډ کوشنر له ایراني پلاوي سره د لیدنې خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو، چې دا «درې ساعته» غونډه «ډېره رغنده» وه.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې د ایران په اړه وویل: «زه باید یوه ستره پرېکړه وکړم؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې هغوی ته اجازه ورکړي خپل هېواد بیا ورغوي او یو ډېر پیاوړی هېواد جوړ کړي؟»

ټرمپ وویل، باور لري چې ایران به د نومبر تر منځ‌مهالو ټاکنو سمدستي وروسته له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي.

له بل اړخه، ټاکل شوې ده، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وینا وکړي.

ټرمپ وروسته په ملګرو ملتونو کې د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره د لیدنې پر مهال وویل: «زما په اند، هوکړې ته د دوی د رسېدو لپاره ډېر خوځښت او چټکتیا موجوده ده؛ موږ له ټولو څخه همدا خبره اورو.»

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، ویتکاف ته د مهمې سوداګري لارې، هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د تهران شرطونه وړاندې کړي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس «ایرنا» د راپور له مخې، عراقچي ویلي دي، چې د تهران په غوښتنو کې «د امریکا د سمندري محاصرې سمدستي پای ته رسول، د ایران د ټولو کنګل شویو شتمنیو ژر تر ژره ورکړه او د مقاومت په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول» شامل دي.

کله چې امریکا او اسراییل د فېبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران هوايي بریدونه پیل کړل، ټرمپ ژمنه کړې وه چې دا جګړه به په څلورو یا پینځو اوونیو کې پای ته ورسېږي؛ خو له شپږو میاشتو څخه ډېر وخت وروسته، جګړه لا هم روانه ده.

په اپرېل میاشت کې اوربند په چټکۍ سره مات شو او له هغه راهیسې خبرې درېدلې دي. ایران هم د هرمز تنګي د کنټرول له سپارلو ډډه کړې ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG