د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو ته خپلې مرستې زیاتې کړي او دغه ناورین ته پام واړوي. په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې تازه له پاکستانه ایستل شوي وايي، بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله ښايي د روان کال تر پایه د افغانستان له لس سلنې زیات اوسېدونکې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
د نجونو او ښځو د حقونو ملاتړه د بهر میشتو افغانو جرګه وايي، تمه لري چې دا ځلي د طالبانو حکومت سره خبرې یې یوه ملموسه پایله ولري.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې په چټکېدو سره یو شمېر افغانان چې په وروستیو کې دې هیوادونو افغانستان ته ستانه شوي وايي دوی سرپناه نه لري او دا چې د کرایې کورونو بیې هم خورا لوړې شوي دي.
د جرمني بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په شپاړس الوتکو کې به ۲۶۰۰ افغان کډوال له اسلام اباد نه جرمني ته انتقال کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د انفلاسیون کچه مخ په لوړېدو ده او ډیری هغه افغانان چې له پاکستانه ستانه شوي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. ډبلیو ایف پي په خپل میاشتني راپور کې ویلي د متحده ایالاتو د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی.
د کرېکټ نړیواله شورا وايي د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبغاړو د ملاتړ لپاره ځانګړې کاري ډله او مالي صندوق رامنځته کوي.
یو شمېر زده کوونکي او کورنۍ یې وایي، د طالبانو حکومت یې یونیفورم بدل او جبري کړی دی.
په واشنګټن کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پر هغه اقدام کلکې نیوکې کړي چې له مخې یې د افغانستان او کامرون د زرګونو اتباعو لپاره د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" یا "ټيپياېس پروګرام لغوه کړی دی.
نور راوښيه