د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان له پاکستانه جرمني ته لیږدي


له ازبکستانه جرمني ته لیږدیدونکي افغان کډوال ۲۰۲۱- د اګست ۱۹، تاشکند هوایي ډګر-ارشیف
له ازبکستانه جرمني ته لیږدیدونکي افغان کډوال ۲۰۲۱- د اګست ۱۹، تاشکند هوایي ډګر-ارشیف

د جرمني بیلډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په شپاړس الوتکو کې به ۲۶۰۰ افغان کډوال له اسلام اباد نه جرمني ته انتقال کړي.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې ډېری افغانان په سختو شرایطو کې ژوندکوي او غربي هېوادونو ته د لېږدېدو په تمه دي، د جرمني د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په سلګونو هغه افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري له پاکستانه جرمني ته ولیږدوي.

د جرمني د بيلډ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۴مه) د دغه هیواد د بهرنيو چارو د وزيرې انالينا بيربوک د دفتر په حواله راپور ورکړچې لا هم شاوخوا ۲۶۰۰ کسان د قطعي منلو وړ ژمنو سره په پاکستان کې دي.

دغې ورځپاڼې په دې اړه د جرمني د کورنیو چارو د وزیرې نانسي فایزر په وینا ویلي دي چې د پناه غوښتونکو د منلو لپاره ځانګړې مکلفیتونه موجود دي چې د هغو له م خې به په ۱۶ الوتکو کې یوشمیر افغانان له پاکستانه جرمني ته ورسیږي.

وړاندې راغلي، چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به له دې ډلې ۱۶۲ کسان د یوې الوتکې په واسطه د جرمني د لایپزګ ښار هوایي ډګر ته ولیږدي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ دوسیې لري د دغه اقدام هرکلی کوي او دا د افغان کډوالو د ملاتړ او د ښه ژوند لپاره د یوه نوي پړاو د پیلېدو په برخه کې د دغه هیواد د ژمنتیا نښه بولي.

له دې ډلې د بشري حقونو مدافع او مدنې فعالې یاسمین نبي زاده ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د جرمني د دولت د دې پرېکړې هرکلی کوو،دا یو ډېر ښه اقدام دی چې دوی د ټولو هغو کډوالو لپاره چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي ترسره کړی دی، دا هغه خلک دي چې له ډېر بد وضعیت سره مخ دي د دوی لپاره ضرب الاجل هم ټاکل شوی چې د اپریل تر ۳۰ باید له پاکستان نه ووځي، که داسې ونه شي، نو ډیپورت کېږي."

په پاکستان کې یوې مېشتې افغانې چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه هم ډیره خوشحاله یم ځکه چې په پاکستان کې وضعیت ډیر خراب دی. ټول هره شیبه له ډیپورټ سره مخامخ دي دا یو ډیر ښه او خوندور خبر دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت مرستیال طلال چودري د اپريل په ۱۰ د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې په زرګونو هغه افغانان چې په لویدیځو هیوادونو کې یې د پناه غوښټنه کړې، که د اپریل تر اخره له پاکستانه ونه لیږدول شي ښایي له دغه هیواده وایستل شي.

له دې سره شپږ اونۍ وړاندې محافظه کار مسیحي سوسیال او مسیحي دیموکرات ګوندونو چې د جرمني په پارلماني ټاکنو کې یې ډیرې رایې ګټلې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي و چې د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د افغانانو د بیا میشتیدو پروګرام ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسیحي دیموکراتیکې ټولنې (CDU) مشر او د جرمني احتمالي راتلونکي صدراعظم فریدریښ مرتس کابو یوه میاشت وړاندې په یوه خبرې غونډه کې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د داوطلبانه منلو پروګرام به ودروي او هېڅ نوی پروګرام به نه پلانوي.

وړاندې د جرمني «ولت ام زونټاک» ورځپاڼې راپور ورکړی و چي دغه هیواد له ۲۰۲۱ کال راهیسي په پاکستان کي ۳۵ زره او ۵۰۰ له ګواښونو سره مخ افغان کډوال دغه هېواد کې مېشت کړي دي.

د جرمني د احصایې فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال تر پایه په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر لږ تر لږه ۴۴۲ زرو ته رسیدلی دی.

جرمني له پاکستانه د یو شمېر افغان کډوالو د ایستلو خبره په داسې وخت کې کړې چې له هغه هیواده د افغان کډ،الو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

د جرمني «ډي پي اې» ورځپاڼې د اپرېل په ۱۴مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په حواله راپور ورکړ چې په تیرو دوو اونیو کې له پاکستانه ۱۲۷ زره افغانان خپل هیواد ته ستنیدلې دي.

XS
SM
MD
LG