د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۵

د بانکي خدمتونو ستونزې؛ حواله او صرافي لا هم د ډېرو افغانانو لومړی انتخاب دی

په افغانستان کې یو شمېر عام خلک او سوداګر وایي، د بانکي خدمتونو د محدودیتونو، د پیسو د ترلاسه کولو د ځنډ، د اسعارو د ستونزو او اداري خنډونو له امله د پیسو د لېږد او راکړې ورکړې لپاره تر ډېره حواله او صرافي کاروي.

حواله له یوه ځایه بل ځای ته د پیسو د لېږد یوه دودیزه لاره ده، او صرافي بیا هغه مالي کاروبار دی چې د اسعارو تبادله، د پیسو لېږد او ځینې نور مالي خدمتونه ترسره کوي.

یو شمېر کسان ادعا کوي چې په نږدې بانکونو کې د پیسو پر وخت نه ترلاسه کول، د اسعارو ستونزې او اداري بې‌نظمي د دې لامل شوې چې حوالې او صرافیو ته مخه کړي. د لغمان ولایت اوسېدونکي رومان ازادي راډیو ته وویل چې مخکې یې د یوه خصوصي بانک کارت او بانکي حساب کاراوه، خو اوس د پیسو د لېږد لپاره حوالې او د اسعارو د بدلون لپاره صرافۍ ته مراجعه کوي.

هغې وویل: «ډېری وخت د پیسو راکړه ورکړه (حواله) او صرافۍ کې کوو، بانکونو کې

بانکونو کې وړې او زړې پیسې ډېرې او غټې کمې دي، بل مثلا که له بهره درته ډالر حواله شي، صرافیو کې هماغسې ډالر درکوي خو بانک بیا که هر ډول پیسې درته استول شوي وي، افغانۍ درکوي
رومان د لغمان ولایت اوسېدونکي

وړې او زړې پیسې ډېرې او غټې کمې دي، بل مثلا که له بهره درته ډالر حواله شي، صرافیو کې هماغسې ډالر درکوي خو بانک بیا که هر ډول پیسې درته استول شوي وي، افغانۍ درکوي.»

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی الفت‌الله هم وایي، د دوی په سیمه کې د هېڅ بانک استازولي نشته او په جلال‌اباد ښار کې هم په ځینو خصوصي بانکونو کې د پیسو د ایستلو محدودیتونه شته.

هغه وویل: «موږ ډېری وخت د پیسو راکړه ورکړه د حوالې له لارې کوو، ځکه دا چټکه لاره ده،بل چې نن درته حواله وشي سبا یې ژر اخیستلی شې، خو بانک کې بیا محدودیت دی، له دوه زره ډالرو ډېرې پیسې نه شې اخیستلی.»

یوازې عام خلک نه، بلکې ځینې سوداګر هم وایي چې د لویو مالي معاملو لپاره د حوالې سیسټم کاروي. سوداګر او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي دوکتور مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل: «اوس ډېری سوداګر هم د بانکي سیسټم پر ځای ډېر د حوالې سیسټم له لارې د پیسو راکړه ورکړه کوي،دا په دې معنا نه ده چې سوداګر بانکي سیسټم نه غواړي، بلکې دلیل یې دا دی چې بانکونو کې د پیسو د انتقال، تصفیې او تر لاسه کولو کې ګڼې ستونزې او محدودیتونه شته،دلته د پیسو انتقال حتی څو ورځې نیسي، د معاملې لګښت هم بانکونو کې لوړ دی او ځینو مسایلو کې نړیوال بانکونه د افغانستان د بانکونو معاملات نه مني او حتی اضافي تظمینونه او اسناد غواړي، چې دا د سوداګرو د ستونزو او اندېښنو سبب کېږي.»

دغه کسان د بانکي خدمتونو د چټکتیا، اسانتیا او کیفیت د ښه کېدو غوښتنه کوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په راپور کې د مطرح شویو ادعاوو په اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نظر هم واخلي، خو د دې بانک ویاند حسیب‌الله نوري په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه. د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د نومبر د راپور له مخې، د هماغه کال تر جون میاشتې پورې په افغانستان کې د فعالو بانکي څانګو شمېر له ۴۵۰ ډېر ته رسېدلی و، چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ATM یا د پیسو د ایستلو ماشینونو شمېر هم له ۳۰۰ ډېر ته رسېدلی و، چې د ۲۰۲۲ کال له کچې سره په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي. خو د نړیوال بانک په وینا، بیا هم ډېری افغانان او سوداګر له افغانستانه بهر د پیسو د لېږد لپاره د حوالې له سیستم څخه استفاده کوي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې په راپور کې هم راغلي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر پایه د پراخو پیسو یا Broad Money کچه ۵۷۰ میلیارد افغانۍ ته رسېدلې وه، چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله یوازې ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د Broad Money هغو نغدو پیسو، بانکي زېرمو او نورو نغد کېدونکو شتمنیو ته ویل کېږي چې خلک او شرکتونه یې په نسبتاً اسانه ډول د راکړې ورکړې او مصرف لپاره کارولی شي. د همدې راپور له مخې، په دې موده کې په بازار کې د خلکو په لاس کې د نغدو پیسو اندازه د تېر کال په پرتله ۶.۹ سلنه زیاته شوې وه.

د نړیوال بانک په وینا، دا زیاتوالی ښيي چې د پیسو یوه لویه برخه لا هم له رسمي بانکي نظامه بهر، د نغدو معاملو په بڼه په اقتصاد کې ګرځي. خو د بانکدارۍ په پرتله د حوالې او صرافیو پراخ استعمال د افغانستان پر اقتصاد او بانکي نظام څه اغېز لرلای شي؟

د اقتصادي چارو پوه محمد بشیر دودیال وایي، حواله د افغانستان د سوداګرۍ او ورځنیو مالي معاملو مهمه برخه ده، خو که د بانکي نظام پر ځای په پراخه کچه وکارول شي، د بانکونو د فعالیت ساحه او له نړیوالو بانکونو سره یې اړیکې محدودولای شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «په معاصر اقتصاد کې دا (حواله) اوس له منځه تللې،د دې پر ځای موثر او اقتصادي سیسټم بانک دی،بهتره دا ده چې افغانستان هم باید داسې یوه لاره ومومي چې له دې انزوا ووځي،ځکه دا یوازې په اقتصاد او بانکي سیسټم نه بلکې په سیاست هم انزوا ده،باید نړیوالو سره انتقالات او تعامل وي،باید بانکي سیسټم راژوندي کړو چې اقتصاد مو ښه شي، پانګوال اسانه پانګونه وکړي.»

حواله په افغانستان کې اوږده تاریخي سابقه لري او په هغو سیمو کې هم مالي خدمتونه وړاندې کوي چې بانکي څانګې پکې محدودې دي.

خو د اقتصادي چارو بل پوه اذرخش حافظي وایي، په داسې حال کې چې د افغانستان بانکي زېرمې کنګل شوې او له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان پر بانکي اړیکو محدودیتونه موجود دي، حوالې او صرافیو د خلکو او سوداګرو په مالي اړتیاوو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه وویل: «حواله د (پولي خدمتونو) یوه وسیله ده، خو مهمه دا ده چې دا څنګه کنټرول او تر قانوني نظارت لاندې ونیول شي،له نېکه مرغه حواله افغانستان کې تر ډېره په مثبته توګه کارول کېږي، زه نه نه ردوم چې ممکن تورې پیسې هم په کې انتقال شي، خو په دې تېرو ۵ کلونو کې چې افغانستان بانکي بندیز سره مخ و، همدا خدمات پولي وو چې د افغانستان سوداګري لپاره یې پرې پیسې استولې،خو خطر یې دا دی چې د قاچاق یا تروریزم د تمویل لپاره پرې پیسې انتقالېدای شي، خو افغانستان کې د خلکو او سوداګرۍ په برخه کې یې مثبت رول لوبولی.»

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو یوه لویه برخه له لاسرسي ووتله او د افغانستان بانکي نظام له نړیوالو مالي اړیکو سره له محدودیتونو سره مخ شو.

له هغه وروسته، بانکي سکتور د نقدینګې، نړیوالو انتقالاتو او بهرنیو اسعارو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ شوی دی. اقتصادي کارپوهان وایي، حواله او صرافي په اوسنیو شرایطو کې د مالي راکړې ورکړې یوه مهمه وسیله ده، خو د اوږدمهال لپاره د افغانستان د اقتصاد د ثبات او له نړیوال مالي نظام سره د اړیکو د پراختیا لپاره د بانکي خدماتو پیاوړتیا، چټکتیا او د خلکو د باور زیاتول مهم دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG