د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۶

یو شمېر ښځینه سوداګرې وايي، د پانګې او امکاناتو کمښت یې کارونه له خنډ سره مخ کړي

انځور له ارشیف څخه ـ په کابل کې د افغان سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون
انځور له ارشیف څخه ـ په کابل کې د افغان سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون

د یو شمېر ښځینه سوداګرو او متشبثو په خبره، مهارتونه او تجربې لري، خو د پانګې او امکاناتو کمښت یې د فعالیتونو د دوام او پراختیا مخه نیولې ده. دوی زیاتوي، چې د خپلو محصولاتو د پلورلو لپاره د مناسب بازار نه‌شتوالی او مشتریانو ته محدود لاس‌رسی یې نورې ستونزې دي.

په افغانستان کې د ځینو ښځو لپاره د کاروبار پیلول د عاید ترلاسه کولو او د خپلو کورنیو د ملاتړ یوه لاره ده؛ خو دوی وايي، له پانګې پرته د دغو فعالیتونو دوام او پراختیا ورته ستونزمنه شوې ده.

په کابل کې د غالۍ اوبدلو د یوې کارخونې مسووله، فاطمه جعفري وايي، د دودیزو لارو چارو کارولو او د امکاناتو کمښت د کار بهیر ستونزمن کړی او د وضعیت د ښه کېدو لپاره عصري تجهیزاتو او مالي ملاتړ ته اړتیا ده.

دا، چې پینځه کاله کېږي په دې برخه کې کار کوي، ازادۍ راډیو ته وايي: «که موږ لا عصري او نوې طریقې ولرو، زموږ کار به آسانه او چټک شي. اوس مهال په کابل کې هم د برېښنا له سخت کمښت سره مخ یو او آن د یخچالي وسایلو لپاره هم ورځنۍ برېښنا نه‌لرو. که وکولای شو زیاته پانګه تر لاسه او د لمریزې برېښنا سېسټم فعال کړو او په دې سره کارخونې په عصري او نوو تجهیزاتو سمبالې کړو، نو د کار سرعت به زیات او د اوبدونکو لپاره به آسانتیاوې برابرې شي؛ خو دغه هر څه هغه وخت شوني دي، چې یو مالي ملاتړی پیدا کړو چې د دې برخې ملاتړ وکړي، چې اوس [دغه ملاتړی] نه‌لرو.»

دا ښځینه سوداګرې وايي، سره له دې چې مهارت او تجربه لري، خو بیا هم ترې د سرمایې او امکاناتو کمښت د اقتصادي فعالیت د پیل فرصت اخیستی دی. د هرات یوه اوسېدونکې، چې د سینګار او ښکلا په برخه کې تجربه لري، وايي د پانګې نه‌شتوالي، د خپلې خوښې وړ فعالیت له پیلولو راګرځولی ده.

دې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «که ما سره پینځه لکه افغانۍ وای، د پوستکي او ښکلا یو کلینیک به مې جوړ کړی وای. د لېزر، د مخ پاکولو او لایه‌بردارۍ وسایل به مې له ایران څخه راوړي وو، اعلانونه او بینرونه به مې چاپ کړي وو؛ خو په تش جېب کاروبار نه کېږي. هر چا ته وایم چې پانګه ستا وي او هنر او کار زما، خو پانګه نه‌شته. زه لږ تر لږه پینځه‌سوه افغانۍ نغدې پیسې هم نه‌لرم، څه وکړم؟»

دا ستونزه یواځې په دې ښځو پورې محدوده نه‌ده. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر پر ۲۴مه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې افغان ښځینه سوداګرې له سترې مالي ستونزې سره مخ دي.

د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې له ۷ سلنې څخه کمې ښځې بانکي حساب لري، یا د موبایلي پیسو له خدمتونو ګټه اخلي او ډېری هغه کاروبارونه چې د ښځو په مشرۍ دي، د خپل فعالیت د دوام او پراختیا لپاره پر شخصي سپماوو، له کورنۍ او دوستانو په پور یا د شخصي شتمنیو پر پلور تکیه کوي.

په ورته وخت کې، د هغو ښځو لپاره، چې خپل کاروبار یې پیل کړی، د محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار موندل، یوه بله ستره ننګونه ده.

زه خپله د ښاروالۍ له خوا د پخلي رسمي جواز لرم؛ خو تصور وکړئ، که څوک پینځه ماشومان ولري او د لس افغانۍ ډوډۍ د اخیستلو وس ونه‌لري، آیا په ۲۰۰ افغانۍ به سیمیاني کېک وپېرلای شي؟
په بلخ ولایت کې یوه ښځینه متشبثه

په بلخ ولایت کې یوه ښځینه متشبثه، چې د غوړو ډوډیو، کېکونو او کلچو په پخولو بوخته ده او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي: «زه خپله د ښاروالۍ له خوا د پخلي رسمي جواز لرم؛ خو تصور وکړئ، که څوک پینځه ماشومان ولري او د لس افغانۍ ډوډۍ د اخیستلو وس ونه‌لري، آیا په ۲۰۰ افغانۍ به سیمیاني کېک وپېرلای شي؟ موږ تولید لرو، خو د پلور ځای نه‌لرو؛ آیا د دې ستونزې د هواري کومه لاره شته؟»

ازادۍ راډیو د دې ستونزو او غوښتنو په اړه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولینو د پوښتلو هڅه وکړه، خو اړیکې یې ځواب نه‌شوې.

تر دې وړاندې، د دې خونې د مدیره پلاوي مشرې فرېبا نوري د ۲۰۲۶ز کال په اګست کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو، چې ښځینه سوداګرې د مالي سرچینو له کمښت، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته له محدود لاس‌رسي او د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره د اړینو امکاناتو له نه‌شتوالي سره مخ دي.

آغلې نوري زیاته کړې وه، چې یو شمېر ښځې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره له ډیجیټلي بازارموندنې او انلاین بازارونو څخه کار اخلي؛ خو پراخو بازارونو، په ځانګړي ډول نړیوالو بازارونو ته لاس‌رسی لا هم د دوی له مهمو ننګونو څخه دی.

د دې په وینا، ډېری ښځې د دغو کاروبارونو له لارې یواځې خپل او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه پوره کولای شي، له همدغه امله د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره مالي ملاتړ، روزنې او د محصولاتو د پلور لا ډېرو فرصتونو ته اړتیا لري.

دا ستونزې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې UNDP او UN Women په خپلې نوې ګډې اعلامیې کې د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره د یوه ګډ پروګرام د پیل اعلان کړی دی. یادو ادارو ویلي دي، چې دغه پروګرام به په لومړي پړاو کې د ۱.۷ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره، د افغانستان د ښځو د دوامدارو کاروبارونو صندوق (AWFRE) له لارې، د یوه کال په موده کې د شاوخوا ۱۵۰۰ ښځینه سوداګرو ملاتړ وکړي.

د ګډې اعلامیې له مخې، دغه پروګرام به د اسلامي شریعت له اصولو سره سم مالي ملاتړ، د مالي او ډیجیټلي سواد روزنه، مشورې، سوداګریزه پلان‌جوړونه او بازارونو ته د لاس‌رسي مرستې هم برابرې کړي، چې ښځې وکولای شي خپل کاروبارونه پیاوړي او پراخ کړي او د ځان او خپلو کورنیو لپاره دوامدار عاید برابر کړي.

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په تېرو پینځو کلونو کې په افغانستان کې د هغو ښځو شمېر، چې د سوداګریز فعالیت رسمي جواز لري، څلور برابره زیات شوی دی او اوس شاوخوا ۱۰ زرو تنو ته رسېږي. پر دې سربېره، نږدې یو لک نورې ښځې په دودیزو اقتصادي فعالیتونو بوختې دي، چې ډېری دغو فعالیتونو لپاره رسمي جواز ته اړتیا نه‌شته.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG