د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه د ۲۰۲۶ کال په راپور کې چې تازهیې خپور کړی، ویلي چې د ایران حکومت ماشومان جذبوي او په پوځي فعالیتونو کې ترې کار اخلي.
دا راپور د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۱۶مه» خپور شوی او د ۱۴۰۴ کال له وري/ حمل څخه د ۱۴۰۵ کال د وري تر ۱۱مې پورې موده رانغاړي.
په دې موده کې په ایران کې د تېر کال د لاریونونو ځپل هم شامل دي.
د راپور له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) ایراني ماشومان او همداراز افغان، پاکستاني او سوري کډوال ماشومان جذب کړي او د هغو وسلهوالو ډلو ملاتړ یې کړی چې ماشومان په زور په خپلو لیکو کې شاملوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ایراني چارواکي، په ځانګړي ډول سپاه پاسداران او بسیج، لا هم افغان کډوال، ځیني پاکستاني کډوال، سوري وګړي او ایراني ماشومان په زور په سیمه کې فعالو وسلهوالو ډلو ته جذبوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا، تر دې مخکې په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې داسې انځورونه خپاره کړي وو چې په بېلابېلو ایراني ښارونو کې د لاریونونو د ځپلو پر مهال د بسیج ځواکونو په لیکو کې ماشومان هم ښيي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې د روان کال د وري په میاشت کې د سپاه پاسداران هغې هڅې ته هم اشاره شوې چې له ۱۲ کلنۍ څخهیې د ماشومانو د جذب لپاره پیل کړې وه.
په دې کمپاین کې له ماشومانو څخه د «وطن د مدافعو جنګیالیو» په توګه یادونه شوې وه.
د دغو ځواکونو چارواکو ویلي و چې د کمپاین هدف د پخلنځي او روغتیايي خدمتونو، د توکو د وېش، زیانمنو کورونو ته د مرستې رسولو او امنیتي فعالیتونو لپاره د رضاکارانو جذبول دي.
په امنیتي فعالیتونو کې د تلاشۍ په پوستو کې دنده، ګزمې او استخباراتي چارې هم شاملې وې.
د ماشومانو جذبول او په پوځي فعالیتونو کې ترې کار اخیستل د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ګڼل کېږي.
له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو جذبول د جنګي جرم په توګه هم پېژندل کېدای شي.
د بشري حقونو څار سازمان د دغه کمپاین له پیل وروسته ویلي و چې د ایران حکومت د خپلو ځواکونو د شمېر د زیاتولو لپاره د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې په تېرو کلونو کې څارونکو د سوریې په جګړو کې د هغو وسلهوالو ډلو د ایراني ماشومانو، کډوالو او پناهغوښتونکو د جذب او کارولو راپورونه ورکړي و چې د سپاه پاسدارانو تر قوماندې لاندې فعالیت کوي.
د راپور له مخې، د ایران حکومت د یمن له حوثي وسلهوالې ډلې سره هم مالي او مادي مرستې کوي.
دغه ډله ماشومان جذبوي او د جنګیالیو په توګه ترې کار اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د انسانانو د قاچاق اړوند جرمونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او لویانو په زور جذبولو او په وسلهوالو نښتو کې د کارولو پر دوام نیوکه کړې ده.
وزارت ویلي چې د دغو جرمونو عاملانو ته سزا نهورکول کېږي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ایران د حکومت ځینو چارواکو د ماشومو سرتېرو په توګه د کارولو او په زندانونو کې د جبري کار امرونه صادر کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پای کې ویلي چې د ایران حکومت د انسانانو د قاچاق پر ضد د مبارزې لږ تر لږه معیارونه په بشپړ ډول نهپوره کوي او د دغو معیارونو د پوره کولو لپاره هم د پام وړ هڅې نهکوي.
له همدې امله، ایران د ۲۰۲۶ کال په راپور کې د درېیمې درجې په ډله کې شامل شوی چې د دې درجهبندۍ تر ټولو ټیټه درجه ده.