د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۱

دوه کاله بند، ۱۰ کاله سزا؛ د فردا راډیو مخکېنی خبریال لاهم په ایران کې زنداني دی

دوه ګونی امریکايي او ایراني تابعیت لرونکی او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پخوانی خبریال، رضا ولي‌زاده
دوه ګونی امریکايي او ایراني تابعیت لرونکی او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پخوانی خبریال، رضا ولي‌زاده

دوه ګونی امریکايي او ایراني تابعیت لرونکی او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پخوانی خبریال، رضا ولي‌زاده له دوو کلونو راهیسې په ایران کې زنداني دی.

ولي‌زاده د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له "د یوه دښمن دولت سره د همکارۍ" په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شو چې وروسته‌یې د استېناف غوښتنه هم رد شوه.

د هغه ملاتړي او د رسنیو د ازادۍ مدافع ټولنې د نوموړي پر وړاندې صادر شوی حکم ردوي.

رضا ولي‌زاده د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې له ۱۰ کلونو کار وروسته، له راډیو فردا استعفا وکړه او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته ستون شو، خو د همدې کال د سپټمبر په ۲۲مه ونیول شو او تر محاکمې مخکې په توقیف کې وساتل شو.

په ایران کې د مهسا امیني له مړینې وروسته چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې رامنځته شوه، ایراني چارواکو د هر ډول مخالفت پر وړاندې سخت او کله ناکله مرګونی ځپونکی چلند پیل کړ.

مهسا امیني د ایران د پولیسو ځانګړو ځواکونو په توقیف کې وروسته له هغې مړه شوه چې د دغه هېواد د حجاب قانون د سرغړونې په تور نیول شوې وه.

د مهسا امیني یادغونډه
د مهسا امیني یادغونډه

د هغې قضیې د "ښځه، ژوند، ازادي" غورځنګ ته لمن ووهله او د ایران سختدریځه چارواکي یې له جدي ننګونې سره مخ کړل.

رضا ولي‌زاده ایراني چارواکي تورن کړي چې په داسې هېواد کې چې شاوخوا ۹۰ میلیونه نفوس لري، د لانجمن اټمي پروګرام او د بشري حقونو د سرغړونو په سابقې سره، جګړې ته لمن وهي.

د روان کال د فبرورۍ په وروستیو کې امریکا او اسرائیل پر ایران د بمبارۍ کمپاین پیل کړ.

په دې جګړه کې سلګونه ایرانیان ووژل شول، د دغه هېواد له وړاندې سخت اقتصادي بحران نور هم ژور او د حکومت پر مخالفانو د ځپونکو اقداماتو د زیاتېدو لامل شو.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د معلوماتو له مخې، ولي‌زاده ته نږدې سرچینو ادعا کړې چې نوموړی، سره له دې چې له ایراني امنیتي چارواکو څخه‌یې په غیر رسمي ډول ډاډ ترلاسه کړی و چې هېواد ته له ستنېدو وروسته به له قانوني ستونزو سره مخ نه‌شي، په یوه "امنیتي لومه" کې وغورځول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ولي‌زاده نیول کېدل غندلي او هغه‌یې "ناعادلانه" او له نړیوالو حقوقي معیارونو سره په ټکر کې بللي دي.

د رسنیو د ازادۍ مدافع، د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډون یو شمېر ټولنو له ایراني چارواکو غوښتي چې رضا ولي‌زاده سمدستي خوشې کړي.

ایران اکثره وختونه تورن شوی چې دوه‌ تابعیته کسان او بهرني اتباع پر ناسمو تورونو زنداني کوي، څو د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه ترې کار واخلي.

په ۲۰۲۳ کال کې د ایران حکومت له لوري خوشې شوي پنځه امریکايي وګړي
په ۲۰۲۳ کال کې د ایران حکومت له لوري خوشې شوي پنځه امریکايي وګړي

د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې ایران پنځه امریکايي اتباع چې په دغه هېواد کې بندیان وو، د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې کړل.

د سپټمبر په لومړیو کې ۷۱ کلن کامران حکمتي چې د ایران او امریکا دوه ګونی تابعیت لري د تهران له بدنامه اوین زندان څخه خوشې شو، خو کورنۍ یې ویلي چې هغه د سفر د بندیز له امله له ایران څخه د وتلو اجازه نه‌لري.

ایران د رسنیو د ازادۍ له پلوه هم د نړۍ له تر ټولو ځپونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

د "بې‌پولې خبریالانو ټولنې" د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې ایران د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۷م ځای کې راوستی.

یوازې چین، شمالي کوریا او اریتریا تر ایران ټیټه درجه لري.

په پاریس کې مېشت د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي چې ایران د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له تر ټولو لوی زندان دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG