د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

ايران د ازادې اروپا/ ازادي راډيو پخوانی خبريال رضا ولي‌زاده نيولی


رضا ولي‌زاده
رضا ولي‌زاده

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو یو پخوانی خبریال رضا ولي‌زاده چې د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت لري، د ایران په پلازمېنه تهران کې نیول شوی دی.

یوې سرچینې پرون سه‌شنبې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې ته وویل چې د دې راډیو پخوانی خبریال رضا ولي‌زاده چې له ډېرو کلونو وروسته ایران ته تللی و، په تهران کې نیول شوی دی.

د نوموړي یوه نژدې خپلوان چې نوم یې په راپور کې نه‌دی اخیستل شوی، ویلي چې، ښاغلی ولي‌زاده چې د ایران او امریکا دوه ګونی تابعیت لري، شاوخوا درې اوونۍ مخکې نیول شوی او له ایرانه بهر له فارسي ژبو رسنیو سره د همکارۍ په ګډون پر ځینو مواردو تورن شوی دی.

ولي‌‌زاده چې څو کاله یې د ازادي راډیو له فردا څانګې سره کار کړی، خپله دنده د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې پرېښوده او یوه موده له هېواده بهر اوسېده.

نوموړي د اګسټ په ۱۳مه په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په وروستي پوسټ کې ویلي و، دی د مارچ میاشتې په ۱۶مه تهران ته تللی دی.

رضا ولي‌زاده
رضا ولي‌زاده

په‌دې پوسټ کې لیکل شوي چې هغه د سپاه پاسداران د اطلاعاتو له سازمان سره نیمګړي مذاکرات درلودل، خو بالاخره په خپل مسوولیت او له باورلیک پرته چې ان شفاهي یې هم نه و ترلاسه کړی، له ۱۴ کلونو وروسته بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

دا څرګنده نه‌ده چې هغه ترڅه ډول شرایطو لاندې دغه پوسټ کړی دی.

د راپور له‌مخې د ایران یو زیات شمېر دوه تابعیت لرونکي وګړي ایران ته د سفر په مهال د دې هېواد د امنیتي ادارو له‌‌خوا نیول شوي او پر مختلفو مواردو تورن شوي دي.

د ډېرو یې شتمني کنګل شوې یا بنده شوې او ان په ځینو مواردو کې په ایران کې دننه د کورنۍ غړي یې تر فشار لاندې نیول شوي، چې هغوی بېرته هېواد ته ستنېدو ته اړ کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت تورن دی چې د دوه ګوني تابعیت لرونکو په ګډون د بهرنیو هېوادونو د اتباعو په غیرقانوني نیولو یا "یرغمل کولو" سره د بهرنیو هېوادونو پر حکومتونو د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره فشار راوړي.

ایراني چارواکو تر اوسه پورې د ښاغلي ولي‌زاده د نیولو په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

XS
SM
MD
LG