د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

پاکستان کې افغان خبريالان له کومو ستونزو سره مخ دي؟


پاکستان کې افغان خبريالان چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.
پاکستان کې افغان خبريالان چې درېيم هېواد ته د تګ په موخه دغلته ته مېشت دي.

يو خبریال چې عبدالله ولي زاده نومېږي، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله پاکستان ته کډوال شوی.

ولي زاده وايي، دی او په پاکستان کې نور افغان خبریالان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د قانوني اسنادو او دندې نشتوالي او بې‌برخلیکه حالت یې اندېښنې ډېرې کړي دي.

نوموړی وايي: "هغه افغان خبریالان چې پاکستان ته راغلي، بې دندې شوي دي او په ډېر بد حالت کې ژوند کوي. بله خبره روحي او رواني ستونزې دي چې بې‌برخلیک ژوند راته پېښې کړي او بله مسله دا ده چې ماشومان مو درس نه‌شي ویلای."

"زما ویزه د ختمېدو په حال کې ده، زما د مېرمنې او د دوه ماشومانو مې هم ویزه ختمه شوې.

په پاکستان کې یو بل افغان خبریال رضا پارسا وايي، د ویزې موده یې په پوره کېدو ده او اندېښنه لري چې د پاکستاني پولیسو له لوري و نه نیول شي او بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.

نوموړی دغه شان وايي، د خپل ماشومانو راتلونکي او له زده کړو لرې بې‌برخلیک ژوند ته هم اندېښمن دی.

ښاغلی پارسا وايي: "زما ویزه د ختمېدو په حال کې ده، زما د مېرمنې او د دوه ماشومانو مې هم ویزه ختمه شوې. اندېښنه لرو چې که د بل هېواد ویزه واخلو، څنګه له پاکستان څخه ووځو. په اسانۍ یوه او بله خوا نه‌شو تللی او هره شېبه دا وېره لرو چې له پاکستاني پولیسو سره مخ نه‌شو چې له موږ به پیسې واخلي یا به مو هم زنداني کړي."

په ورته وخت کې د خبریالانو د خوندي کمېټي (CPJ) هم په خپل وروستي راپور کې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د بد حالت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا کمېټه وايي، په پاکستان کې افغان تبعید شوي خبریالان له ډېرو ستونزو لکه د کار، معاش او قانوني اسنادو نه درلودلو، لوږې، د پولیسو له‌خوا د نیولو له اندېښنې او له نورو روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.

په پاکستان کې ځینو افغان خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ته ویلي دي چې، اړ دي د خپلو ویزو د تمدید لپاره ډېرې پیسې ورکړي چې دوی یې د ورکولو توان نه‌لري او د ویزې د تمدید غوښتنه یې هم میاشتې وخت نیسي.

د دې کمېټې په راپور کې راغلي دي، ځینې هغه خبریالان چې معتبرې ویزې نه‌لري، له دې وېرې چې پولیس یې و نه نیسي، په پټه ژوند کوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته لسګونه خبریالان په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله پاکستان او ایران ته ولاړل.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال ۱۵۰ افغان خبریالان په پاکستان کې دي.

دې کمېټې د هېوادونو له سفارتونو غوښتي چې د دې خبریالانو د بیا مېشتېدنې غوښتن‌لیکونو ته لومړیتوب ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG