د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د پاکستاني خبريالانو ملي ټولنې دغه هېواد کې د مېشت افغان خبريالانو د ويزو د تمديد هڅې پيل کړي


اسلام اباد کې يو شمېر افغان ژورنالېستان، انځور - ارشيف
اسلام اباد کې يو شمېر افغان ژورنالېستان، انځور - ارشيف

د پاکستاني خبریالانو ملي ټولنې هڅې پیل کړي، چې پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو ویزې بیا تمدید شي.

د دې ټولنې چارواکو په دې اړه د پاکستان د اطلاعاتو له وزیرې مریم اورنګزیب سره هم کتلي او په دې برخه کې یې ترې د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې.

"امید دی چې ان شاالله تعالی حکومت به زموږ دا خبره تر څه حده ومني

د پاکستاني خبریالانو د ملي ټولنې له‌خوا د افغان خبریالانو لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر قمر یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته ډاډ ورکړل شوی او هیله شته چې ډېر ژر به د افغان خبریالانو د ویزو د تمدید په برخه کې یو رسمي اقدام وشي.

نوموړی وايي: "امید دی چې ان شاالله تعالی حکومت به زموږ دا خبره تر څه حده ومني او دوی ته به مشکل پیدا نه‌شي، دا زموږ کوښښ دی. خو دوی لا اعلامیه‌ نه‌ده خپره کړې، کله چې دوی اعلامیه خپره کړه، زموږ او زموږ د کمېټې به تسلي وشي چې واقعا دا کار وشو. زموږ مرسته او جد و جهد روان دی."

په پاکستان کې همدا اوس سلګونه افغان خبریالان شته چې د ویزو نېټه یې پای ته رسېدلې، خو سره له دې چې دوی د ویزو د تمدید هڅه کړې، د پاکستان حکومت یې ویزې نه‌دي تمدید کړي.

په پاکستان کې مېشت افغان خبریال میرولي رحماني یو له همدې کسانو دی، چې لا یې د ویزې د تمدید هڅو پایله نه‌ده ورکړې.

نوموړی وايي: "له تېرو لس میاشتو مې د پاکستان د ویزې د تمدید لپاره هڅه کړې، خو له بده مرغه تر اوسه پورې زموږ کوښښونو او څو وارې اپلای کولو سره سره، په دې و نه توانېدم."

ښاغلی رحماني وايي، دې ته هم اندېښمن دی چې د پاکستان حکومت د دوی د نوې پرېکړې پر بنسټ غیرقانوني کډوال له خپل هېواد وباسي.

موږ له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومت هیله لرو چې په پاکستان د مېشتو افغان کډوالو ستونزې درک او د حل لار ورته پیدا کړي."

یو بل افغان خبریال عبدالله ځیرک بیا د نړیوالې ټولنې له‌خوا دې ستونزو ته د یوې معقولې حل لارې غوښتونکی دی.

ښاغلی ځيرک وايي: "هغه افغانان چې د جمهوریت تر سقوط وروسته، بهرنیو هېوادونو ته د تلو او یا هم د خپلو اولادونو د تعلیم په نیت پاکستان ته راغلي او دلته یې د ویزو نېټه پای ته رسېدلې، د پاکستان د حکومت وروستیو پرېکړو سخت اندېښمن کړي دي. موږ له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومت هیله لرو چې په پاکستان د مېشتو افغان کډوالو ستونزې درک او د حل لار ورته پیدا کړي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ډسمبر په ۳۰مه خبردرای ورکړی و، چې د همدې میاشتې په ۳۱مه نېټه په پاکستان کې د مېشتو غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه پای ته رسېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله

رانا ثناالله ویلي و، له دې نېټې وروسته به هغه کډوال چې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد و نه‌لري، جریمه کېږي او که چېرې یې په پاکستان په غیرقانوني توګه له اوسېدو له کال زیات وخت تېر شوی وي، نوم به یې تور لېسټ ته اچول کېږي.

لا معلومه نه‌ده چې د جمهوریت له سقوط وروسته، څومره افغان کډوال پاکستان ته تللي او په دوی کې یې هلته د اوسېدو لپاره څومره قانوني اسناد لري.

د پاکستان د خبریالانو ملي ټولنه وايي، له دوی سره ۱۸۲خبریالانو ځانونه ثبت کړي، چې ځني یوازې او ځني هم له خپلو کورنیو سره په اسلام اباد کې اوسېږي.

په دوی کې ډېری یې، نورو هېوادونو د تلو په نیت هلته شپې ورځې تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG