د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

پاکستان ته تللي افغان خبريالان: د ويزو موده مو پوره شوې، سرنوشت مو نه‌دی مالوم


پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي چې خبريالان هم په‌کې شامل دي - ارشيف
پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي چې خبريالان هم په‌کې شامل دي - ارشيف

هغه افغان خبریالان چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي وايي، په دې هېواد کې له ګڼو سره ستونزو سره مخ دي.

دا خبریالان چې ډېرو یې د امریکا د P2 ویزو لپاره غوښتنه کړې او ځینې نور یې اروپايي هېوادونو ته د تګ نیت لري وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ یې د ویزو موده پوره شوې او اوس یې د پاکستان د حکومت لخوا د ویزو موده نه غځول کېږي.

د دوی په خبره، د یادې ستونزې له امله دوی نه‌شي کولای کور کرایه کړي او یا هم بهر په ډاډه زړه وګرځي.

دا خبریالان له نړۍوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي، چې دوی دې له دې بې برخلیکه حالته را وباسي.

په افغانستان کې له ۲۲ کاله رسنیز کار وروسته خالدې تحسین د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې په کلید راډيو کې له خپل کاره استعفا وکړه او پاکستان ته ولاړه.

نوموړی وايي، محدوديتونو مجبوره کړه چې کار او وطن پرېږدي خو اوس چې په پاکستان کې ده، هم له ډېرو ستونزو سره مخ ده.

افغانستان کې خبريالان د کاري محدوديت ترڅنګ له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي، چې له دې امله ډېری خبريالان ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.
افغانستان کې خبريالان د کاري محدوديت ترڅنګ له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي، چې له دې امله ډېری خبريالان ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

اغلې تحسین ازادي راډيو ته وویل، په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ویزو له ستونزو سره مخ دي چې، د پاکستاني حکومت لخوا یې د ویزو موده نه غځول کېږي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري لخوا هم مرسته نه ورسره کېږي.

"دلته خبریالان د ویزو ستونزې لري، ډېر یې په روغتیايي ویزو راغلي دي چې موده یې نه غځول کېږي. UNHCR بیخي په دې برخه کې مرسته نه‌کوي"

نوموړې وايي: "زه چې شاوخوا ۶ میاشتې کېږي دلته یم، له اول ځل ورتګ وروسته له ما سره بیخي اړیکه نه‌ده نیول شوې، که چېرې UNHCR خبریالانو ته یو سند ورکړی وای چې د پولیسو له مزاحمته خلاص شوي وای، کله یې چې کور کرایه کولای، په اسانه یې دا کار کړی وای او خپلې نورې ستونزې یې حل کولای شوای، دا به له خبریالانو سره لویه مرسته وای."

اغلې تحسین یوازې له UNHCR شکایت نه‌کوي چې له دوی سره مرسته نه‌کوي، بلکې د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو هم ګیله‌منه ده چې په پاکستان کې له افغان خبریالانو سره مرسته نه‌کوي.

عبدالاحد ځیرک بل افغان خبریال چې په پاکستان کې مېشت دی وايي، د ده په ګډون ټول هغه افغان خبریالان چې اوس په پاکستان کې دي، په یوه بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

نوموړی له نړۍوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې له دې حالته د راوتلو په خاطر دې مرسته ورسره وکړي.

ښاغلی ځيرک وايي: "په پاکستان کې افغان خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د مالي امکاناتو نشتوالی، د ویزو د مودې پوره کېدل، امنیتي ګواښونه او تر ټولو لویه ستونزه په یوه ګونګ او بې برخلیکه حالت کې ژوند کول دي. موږ له نړۍوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو هیله کوو چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو غږ واوري او ستونزو ته یې د حل لاره پیدا کړي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د بې پولې خبریالانو د ټولنې سره خبرې وکړو خو د یادې ټولنې ویاندې پاولین ادېس مېول مو پیغام ځواب نه‌کړ.

په پاکستان کې مېشت دغه افغان خبریالان وايي، دندې نه‌لري او د دوی لپاره سخته ده چې په داسې حالت کې د کور کرایه او خپلې او د کورنۍ نورې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي، ځکه غوښتنه کوي، هر څومره ژر چې امکان لري، د دوی د کډوالۍ قضيې دې وڅېړل شي او د دوی برخلیک دې معلوم شي.

دوی داسې مهال د خپلو ستونزو په اړه غږېږي چې د بې سرحده خبریالانو ټولنې د وروستي راپور پر بنسټ د طالبانو په یو کلنه واکمنۍ کې په افغانستان کې له ۵۴۷ رسنیو څخه ۲۱۹ تړل شوي او ۶۰ سلنه افغان خبریالان بې دندو شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG