اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د ننګرهار یو شمېر کورنۍ وايي، زیکپ او پرېګابالین په ګډون نشه راوړونکو ګولیو ته د ځوانانو اسانه لاسرسي د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
دغه راستانه شوي یو شمېر افغانان وايي، له راستنېدو یې میاشتې او ان کلونه تېر شوي خو لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي او یو شمېر یې له خپلو کورنیو سره په خیمو او لنډمهالو سرپناوو کې ژوند کوي. دوی د ژمي لپاره هېڅ چمتووالی نه لري.
د هېنګ یا « انغوزې» کښت په وروستیو کلونو کې د افغانستان د یو شمېر کروندګرو لپاره د کوکنارو په بدیل بدل شو، خو ځینې کروندګر او د «هېنګ» سوداګر وايي د دغه محصول د بیو د ټېټېدو، د تولید زیاتوالي او د صادراتو د لګښتونو زیاتېدو د دوی کار او روزګار اغیزمن کړی دی.
په ننګرهار کې یوشمېر ځوانان وایي، د طالبانو له لوري په تلاشیو یا چیک پاینټونو کې د شخصي موبایلونو پلټنه لا هم دوام لري. دوی وایي چې دې کار یې شخصي حریم زیانمن کړی او مخه یې باید ونیول شي.
د افغانستان او پاکستان د لارو له بندوالي او د پاکستاني درملو پر وارداتو له بندیز سره سره، پاکستاني درمل د افغانستان په بازارونو کې موندل کېږي. په ننګرهار کې د یو شمېر درملتونونو خاوندان ادعا کوي چې دغه درمل په قاچاقي ډول پر پوله را اوړي، وروسته یې طالب چارواکي له درملتونونو ټولوي.
له پاکستان څخه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي، د اقتصادي ستونزو او د کار د فرصتونو له کمښت سره سره یې په افغانستان کې کوچني کاروبارونه پیل کړي او هڅه کوي د خپلو کورنیو لګښتونه ترې پوره کړي.
د طالبانو حکومت له لوري په افغانستان کې د ښځو پر کار د محدودیت تر لګولو وروسته د کورنیو عواید کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هغو کورنيو عواید، چې سرپرستي یې ښځې کوي او پخوا یې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار کاوه. یو شمېر اقتصادپوهان وايي، له کار څخه د ښځو بېبرخې کول اقتصادي فعالیتونه زیانمنوي.
هنرمندان وايي، د موسیقۍ له بندېدو وروسته یې د عاید سرچینې له لاسه تللې او ځینې یې اوس د خپلو کورنیو د ورځني لګښت لپاره پور او قرض ته اړ شوي دي. دوی له طالبانو غواړي چې کوچنیو او ساده موسیقیزو پروګرامونو ته اجازه ورکړي.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د انګورباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو سیمهییزو چارواکو له خپلو کورونو ایستلي او اوس له خپلو ماشومانو سره د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
په کندهار کې د وچو اینځرو د یو شمېر عمده پلورونکو په خبره، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه محصول بیې تر نیمايي راټیټې شوې دي. دوی د بازار د خرابېدو اصلي لاملونه له پاکستان سره د سوداګریزو لار تړل، د لېږد لګښتونو زیاتوالی او د راکړې ورکړې کمښت ښيي.
په کابل کې ځینې ښځې وايي، ډېری موټرچلونکي یې په موټر کې سپرېدو ته نه پرېږدي، که یې پرېهمږدي، بیا نو باید د دوو کسو کرایه ورکړي، ځکه چې دوی باید په ګوښي ځان یو سیټ وکاروي. دوی وايي، بېوزلۍ او بېکارۍ ورته دا چاره بوج کړې ده. طالبانو موټرچلونکو ته ویلي، له محرم پرته ښځینه دې موټر ته نه پورته کوي.
د تېر ۲۰۲۵ز کال د اکټوبر له ۱۲مې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګر اغېزمن کړي دي. یو شمېر افغان سوداګر وايي، بدیلو لارو ته یې مخه کړې، خو د دې لارو اوږدوالي او ټرانسپورټي ستونزو یې د مالونو د لېږد رالېږد لګښتونه او سوداګریز زیانونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د بیو لوړېدو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې دغه هېواد له خپلو کورنیو نفتي او ګازي زېرمو څومره ګټه اخیستلی شي؟
د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې وسلهوالې غلاوې زیاتې شوې او ځینې کورنۍ د شپې له خوا د خپلو کورونو امنیت ته اندېښمنې دي.
د کار او ثابت عاید نشتون په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ له سختو انتخابونو سره مخ کړې دي. یو شمېر کسان د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دي چې له خپلو کورنیو لرې شي او د کار په لټه کې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
تر هغې وروسته چې له پاکستان سره د تورخم له لارې د افغانستان راکړه ورکړه بنده شوه، د ننگرهار ولایت د اوسېدونکو او ماهيپلورونکو په خبره، د ماهیانو بیې خورا لوړې شوې. د دوی په خبره، پخوا به د تورخم له لارې دغه ولایت ته په پراخه کچه ماهیان راواردېدل، خو اوس یې عرضه کمه شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو له امله ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان ته ولاړل او هلته یې درېیمو هېوادونو ته د انتقال انتظار پیل کړ. خو د ډېرو لپاره دا انتظار له میاشتو کلونو ته اوږد شوی.
نور راوښيه