راسره ملګري شئ
اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
د طالبانو حکومت له لوري په افغانستان کې د ښځو پر کار د محدودیت تر لګولو وروسته د کورنیو عواید کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هغو کورنيو عواید، چې سرپرستي یې ښځې کوي او پخوا یې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار کاوه. یو شمېر اقتصادپوهان وايي، له کار څخه د ښځو بېبرخې کول اقتصادي فعالیتونه زیانمنوي.
هنرمندان وايي، د موسیقۍ له بندېدو وروسته یې د عاید سرچینې له لاسه تللې او ځینې یې اوس د خپلو کورنیو د ورځني لګښت لپاره پور او قرض ته اړ شوي دي. دوی له طالبانو غواړي چې کوچنیو او ساده موسیقیزو پروګرامونو ته اجازه ورکړي.
د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د انګورباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو سیمهییزو چارواکو له خپلو کورونو ایستلي او اوس له خپلو ماشومانو سره د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
په کندهار کې د وچو اینځرو د یو شمېر عمده پلورونکو په خبره، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه محصول بیې تر نیمايي راټیټې شوې دي. دوی د بازار د خرابېدو اصلي لاملونه له پاکستان سره د سوداګریزو لار تړل، د لېږد لګښتونو زیاتوالی او د راکړې ورکړې کمښت ښيي.
په کابل کې ځینې ښځې وايي، ډېری موټرچلونکي یې په موټر کې سپرېدو ته نه پرېږدي، که یې پرېهمږدي، بیا نو باید د دوو کسو کرایه ورکړي، ځکه چې دوی باید په ګوښي ځان یو سیټ وکاروي. دوی وايي، بېوزلۍ او بېکارۍ ورته دا چاره بوج کړې ده. طالبانو موټرچلونکو ته ویلي، له محرم پرته ښځینه دې موټر ته نه پورته کوي.
د تېر ۲۰۲۵ز کال د اکټوبر له ۱۲مې راهیسې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګر اغېزمن کړي دي. یو شمېر افغان سوداګر وايي، بدیلو لارو ته یې مخه کړې، خو د دې لارو اوږدوالي او ټرانسپورټي ستونزو یې د مالونو د لېږد رالېږد لګښتونه او سوداګریز زیانونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې د پټرولو، ډیزلو او مایع ګازو د بیو لوړېدو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې دغه هېواد له خپلو کورنیو نفتي او ګازي زېرمو څومره ګټه اخیستلی شي؟
د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په وروستیو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې وسلهوالې غلاوې زیاتې شوې او ځینې کورنۍ د شپې له خوا د خپلو کورونو امنیت ته اندېښمنې دي.
د کار او ثابت عاید نشتون په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ له سختو انتخابونو سره مخ کړې دي. یو شمېر کسان د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دي چې له خپلو کورنیو لرې شي او د کار په لټه کې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
تر هغې وروسته چې له پاکستان سره د تورخم له لارې د افغانستان راکړه ورکړه بنده شوه، د ننگرهار ولایت د اوسېدونکو او ماهيپلورونکو په خبره، د ماهیانو بیې خورا لوړې شوې. د دوی په خبره، پخوا به د تورخم له لارې دغه ولایت ته په پراخه کچه ماهیان راواردېدل، خو اوس یې عرضه کمه شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د امنیتي اندېښنو له امله ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان ته ولاړل او هلته یې درېیمو هېوادونو ته د انتقال انتظار پیل کړ. خو د ډېرو لپاره دا انتظار له میاشتو کلونو ته اوږد شوی.
په افغانستان کې د کار او عاید د کموالي له امله یو شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ځینې کورنۍ وايي، د ورځني خوراک د برابرولو لپاره اوړه، وریجې او نور خوراکي توکي له پلورونکو په پور اخلي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ښار کې د رېکشاوو زیاتوالي او ډېرې ګڼېګوڼې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. په جلالاباد ښار کې له ۳۰ زرو ډېرې رېکشې شته چې په دې ښار کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي.
د نصرت ارمان په نوم د افغانستان یو ځوان کیسه لیکوال په دې وروستیو کې په کابل کې د پیسو په بدل کې د خلکو کورونو او کارځایونو ته کتابونه رسوي. هغه وايي، د بې کارۍ په اوج کې یې مېرمنې خپله طلا ورکړه، څو ویې پلوري، یو موټرسایکل پرې واخلي او د کتابونو د رسولو کار پیل کړي.
د کابل هوايي ډګر له مرګوني حملې پنځه کاله وروسته، د پېښې یو شمېر ژوندي پاتې شوي کسان او د قربانیانو کورنۍ وايي، لا هم له سختو اقتصادي ستونزو او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د سړک جوړولو د ځینو پروژو له ځنډ او ورو پرمختګ شکایت کوي او وايي، دغو چارو په ښار کې ترافیکي ګڼهګوڼه زیاته کړې او د خلکو ورځنی تګراتګ یې ستونزمن کړی دی.
نور راوښيه