د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۷

له ساز او سندرو تر مزدورۍ او پورونو؛ د افغان هنرمندانو له اقتصادي ستونزو ډک ژوند

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

هنرمندان وايي، د موسیقۍ له بندېدو وروسته یې د عاید سرچینې له لاسه تللې او ځینې یې اوس د خپلو کورنیو د ورځني لګښت لپاره پور او قرض ته اړ شوي دي. دوی له طالبانو غواړي چې کوچنیو او ساده موسیقیزو پروګرامونو ته اجازه ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر موسیقۍ لګول شوی بندیز ګڼ سندرغاړي او سازغږوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. یو شمېر دغه هنرمندان وايي، له کلونو هنري فعالیت وروسته اوس د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو لپاره په ورځنۍ مزدورۍ او وړو کاروبارونو پسې ګرځي، خو بیا هم د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

له دوی یو سندرغاړی، چې درې ماشومان یې په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي، وايي بې‌روزګارۍ یې ژوند تر پورونو رسولی دی. ۳۵ کلن ضیا سحر له کلونو راهیسې سندرې وايي، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او پر موسیقۍ د محدودیتونو له لګېدو وروسته یې د ژوند اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی.

نوموړی وايي، د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره یې بېلابېلو کارونو ته مخه کړې، خو دا چې د ژوند ډېره برخه یې له سندرو او موسیقۍ سره تېره کړې، په نورو کسبونو کې نه دی بریالی شوی.

هغه ازادي راډیو ته وویل:«ډېرو کارونو ته مې لاس واچوو، ډېرو روزګارونو ته مې مخه وکړه، خو هیڅ لاس ته راوړنه نه وه، ځکه چې زه لسیزې له هنر سره تړلی پاتې شوی یم، په بل هیڅ کار نه پوهیږم، هر ځل مې په کې تاوان کړی دی، خو اوس له ډېرو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، ژوند په قرض او پور روان دی، کله یو ملګری زر دوه زره راکړي او کله هغه هم نه وي.»

ډېرو کارونو ته مې لاس واچوو، ډېرو روزګارونو ته مې مخه وکړه، خو هیڅ لاس ته راوړنه نه وه، ځکه چې زه لسیزې له هنر سره تړلی پاتې شوی یم
ضیا سحر، سندرغاړی

دغه افغان سندرغاړی وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې له سندرو او هنري فعالیتونو د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول، خو له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د هغه په خبره، دا ستونزه یوازې د ده نه، بلکې د ګڼو نورو افغان هنرمندانو هم ده، چې د موسیقۍ له بندېدو وروسته یې د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د موسیقۍ پر غږولو او خپرولو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ سندرغاړي او سازغږوونکي بې‌روزګاره شوي دي.

په ننګرهار کې یو بل سندرغاړی، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي د بې‌روزګارۍ له امله اوس په یوه سلماني کې کار کوي، خو له ډېرو هڅو سره سره د ورځې له سلو افغانیو زیاتې نه شي ګټلای.

هغه ازادي راډیو ته وویل:«زه خپله په یوه سقاوه کې کار کوم، که څه هم دا مې کسب نه دی خو مجبوریت ډېر بد دی، چاته یو ډول ویښته جوړ کم چاته بل ډول، خو دلته د ویښتو په سټایل هم بندیز دی، د ږیرې په کمولو هم بندیز دی، په ډېرې خوارۍ ایله سل یا اتیا افغانۍ پیدا کړو چې د کور هیڅ ډول چاره نه پرې کیږي.»

د بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ ورته کیسه یو بل افغان رباب غږوونکی هم لري، چې په وینا یې په وروستیو کې له خیبر پښتونخوا څخه افغانستان ته ستون شوی دی. هغه وايي، نه یوازې خپله د کار او عاید سرچینه نه لري، بلکې مشر زوی یې هم، چې په یوه پېښه کې سخت ټپي شوی، په کور کې ناروغ پروت دی.

نوموړی وايي، د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د جلال‌اباد ښار په یوه سیمه کې په لاسي کراچۍ د سبزیو پلور پیل کړ، خو د ده په ادعا، د ښاروالۍ کارکوونکو یې دوه ځله کراچۍ ترې وړې او سبزۍ یې پر ځمکه ورغورځولې دي.

هغه وویل:«والله چې داسې ورځ هم راغلې چې ان سپوره ډوډۍ هم نه وي، ناروغ راته په کور پروت دی، او کار نشته، دلته مې کراچې ولږوله د سبزۍ خو دوه ځل رانه ښاروالۍ یوړه او سبزې یې راته چپه کړه، نو که رښتیا دلته ووایم له سختو ستونزو سره مخ یو، بیخي سوال ته جوړ شوی یو، کله یو نیم دوست راشي زړه یې راته بد شي زر دوه زره افغانۍ راکړي نور هیڅ هم نشته.»

دغه هنرمندان د طالبانو له حکومته غواړي چې لږ تر لږه له لاوډسپیکرونو پرته د موسیقۍ کوچنیو او ساده پروګرامونو ته اجازه ورکړي. دوی وايي، په دې سره به له یوې خوا د دوی د کورنیو لپاره د عاید زمینه برابره شي او له بلې خوا به موسیقي او دودیز هنرونه له ورکېدو وژغورل شي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي چې موسیقي د اسلام له نظره حرامه ده او په افغانستان کې هیچا ته د موسیقۍ د غږولو او اورېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې د موسیقۍ زرګونه الې هم ماتې کړې دي. دغه راز، په ځینو ولایتونو کې د هنرمندانو د نیولو او له هغوی سره د تاوتریخوالي راپورونه هم خپاره شوي دي.

خو ځینې دیني علما بیا د طالبانو له دغه تعبیر سره همغږي نه دي او وايي چې موسیقي د مذهبونو ترمنځ یوه اختلافي موضوع ده او د مطلق حراموالي شرعي دلیل یې نشته.

د غیررسمي اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د سندرغاړو او سازغږوونکو شمېر شاوخوا شلو زرو کسانو ته رسېږي، چې ګڼ یې د موسیقۍ د محدودیتونو او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه افغان هنرمندان او سازغږوونکي چې یو وخت یې په خپلو سندرو او سازونو د خلکو محفلونه رنګینول، اوس وايي د خپلو ماشومانو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول یې د ژوند تر ټولو ستره اندېښنه ګرځېدلې ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG