اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.
ملګري ملتونه وايي چې د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې او پالیسۍ د ښځو پر ضد د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیونه سرغړونه ده.
ملګرو ملتونه وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند شرایط په جدي ډول خراب شوي او په دې هیواد کې لا هم د بشري حقونو کړکېچ دوام لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري «یو اېن اېچ سي آر» او د کډوالۍ نړیوال سازمان «آی او اېم» راپور ورکړی چې د روان میلادي کال له پیل څخه د مارچ تر ۲۱ پورې، له ۱۸ زرو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل د پاکستان د هوايي ځواکونو د حوت د ۲۵ مې د ماخسوتن په دې حمله کې په نشه يی توکو روږدي ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ نښتې لا هم روانې دي. د طالبانو حکومت وايي، تېره شپه بیا هم د ننګرهار په ګډون په خوست او کندهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سختې نښتې شوي او ملکیانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې د روانې فبرورۍ له ۲۱ مې تر ۲۸ مې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې لسګونه ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وه. دې شورا د خپلې ۶۱مې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ او د افغانستان وضعیت یې کړکېچن یاد کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما تازه راپور ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستانه د نژدې پنځه میلیون ستنو شویو کډوالو له دریو یوه برخه ښځې او نجونې دي.
نور راوښيه