د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۳

یو په اور سوی ماشوم د افغان جراح حبیب الرحمان قاسم په هڅو ژغورل شوی

د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکتر حبیب الرحمان قاسم
د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکتر حبیب الرحمان قاسم

داسې مهال چې د افغانستان روغتیايي سیستم د امکاناتو، تجهیزاتو او د تخصص لرونکي بشري ځواک له کمښت سره مخ دی یوه افغان جراح توانېدلی چې د یوې نوې درملیزې طریقې په کارولو سره په اور سوی یو ماشوم وژغوري او د دې کار له امله یو نړیوال معتبر سند ترلاسه کړي.

په هغه هیواد کې چې د کلونو جګړو، اقتصادي بحران او د روغتیايي سیستم کمزورۍ یې، ان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن کړی، یو افغان جراح ډاکتر حبیب الرحمان قاسم د یو پنځه کلن افغان ماشوم په ژغورلو سره د روغتیا د نړیوالې ټولنې پام ځانته اړولی دی.

د هغه د بدن نږدې نیمايي برخه سوځېدلې وه، او ژوره سوځېدنه یې لرله، زخمونه هم مکروبي شوي وو، له پېښې ۱۶ ورځې وروسته کابل ته راوړل شوی و، دلته مو اول د هغه زخمونه پاک او عمومي وضعیت کنترول کړو، وروسته ورته د کب پوستکی پیوند کړو.
د ماشومانو د جراحی متخصص ډاکتر حبیب الرحمان قاسم

د ماشومانو دغه افغان جراح په کابل کې وروسته له هغې چې د سختې سوځېدنې یو قرباني ماشوم یې "د کب د پوستکي پیوند" په نوې طریقې په بریالیتوب سره تداوي کړ، وتوانید چې د (Aurora Clinical Excellence) په نوم نړیوال سند ترلاسه کړي، د کب د پوستکې پیوند هغه عملیه ده چې لا په افغانستان کې په ډېر محدود ډول کارول کیږي.

د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکتر حبیب الرحمان قاسم چې د کابل د اندراګاندي په روغتون کې د سوځېدو د پېښو د درملنې د څانګې آمر دی ازادي راډيو ته یې وویل:
«د "Midnight Sun" یا "د نیمې شپې لمر" ورکشاپ ته، چې هر کال د جون په میاشت کې د ایسلنډ د پرکاویک ښار کې جوړېږي، هغه متخصصان وربلل کېږي چې د سوځېدنې ناروغانو په درملنه کې یې د کب له پوستکي کار اخیستی وي او ښې پایلې یې ترلاسه کړې وي، ما هم د خپلو ناروغانو څو قضیې د دې ورکشاپ له تنظیموونکو سره شریکې کړې وې، د همدې پر بنسټ زه هم دې پروګرام ته دعوت شوم، سربېره پر دې، په بلنلیک کې راته لیکل شوي وو چې د اورورا د کلینیکي غوره والي نړیوال سند به هم راکول کېږي.»

"د نیمې شپې لمر" نړیوال جراحي ورکشاپ د زخمونو او سوځېدنې د درملنې له تخصصي پروګرامونو څخه دی، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو متخصصان په کې د سوځېدنې او پېچلو زخمونو په درملنه کې د کب د پوستکي د پیوند ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وړاندې کوي.

د سږ کال په پروګرام کې هم د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۳۰۰ متخصصانو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام د تنظیموونکې ادارې کریسیس مرستیال، ډاکټر ګونار یوهانسون، په یو ویډیو بیان کې چې ازادي راډيو ته یې راستولې د ډاکتر قاسم د لاس ته راوړنې په اړه وايي:

«هغه څه چې موږ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتونکې د ډاکټر قاسم په کار کې ولیدل، رښتیا هم د پام وړ او الهام بښونکي وو،د هغه په وړاندېزونو کې مو نه یوازې د خپلو ناروغانو په وړاندې ژوره مینه او ژمنتیا ولیده، بلکې دا مو هم ولیدل چې د هغه جراحي خدمات څنګه په نړیواله کچه په یوه پروګرام بدل شوي دي، هغه د کب د پوستکي د پیوند په کارولو سره داسې ناروغان تداوي کړي چې مخکې یې د رغېدو هیله ډېره کمه وه، د ډاکټر قاسم کار او تجربه موږ ته ارزښتناک فرصت برابروي، څو د هغه له نوښتګرو طریقو زده کړه وکړو، چې څنګه یې دا طریقه له لومړنیو پړاوونو څخه پراخه کړه او په نړیواله کچه یې په یوه پېژندل شوې درملیزه طریقه بدله کړه.»

دا بریا داسې مهال ده چې اوس مهال د افغانستان روغتیايي سیستم له پراخه ستونزو سره مخ دی.

د هېواد د درملو، پرمختللو تجهیزاتو، تخصصي امکاناتو او ماهرو روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي، او د نړیوالو مرستو کمېدو هم پر روغتیايي خدمتونو لا ډېر فشار راوستی دی.

سره له دې ننګونو، افغان ډاکټران لا هم هڅه کوي چې د محدودو امکاناتو، خپلې پوهې، تجربې او نوښت په مټ د خپلو ناروغانو ژوند وژغوري.

د کب د پوستکي د پیوند طریقه، چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د سختو سوځېدنو د درملنې لپاره کارول کېږي، د داسې کب د پوستکي کارول دي چې په ځانګړي ډول پروسس او له میکروبونو پاک شوی وي .

متخصصان وایي، دا طریقه له زخم څخه ساتنه کوي، د انتان خطر او د ناروغ درد راکموي او د پوستکي د بیا رغېدو او نوې ودې بهیر چټکوي.

دغه طریقه د حکیم الله په نوم د دې پنځه کلن ماشوم لپاره هم اغېزناکه ثابته شوه.

هغه په تېر ژمي کې سخت سوځېدلی وو.

د حکیم الله پلار، آقا محمد، ازادي راډیو ته وویل:

«ډاکټر صاحب حبیب الرحمن ډېر زحمت وویست، الله پاک حکیم الله ته شفا ورکړه، اوس بشپړ ښه شوی او کور ته مو راوستی دی، له اختر مخکې کابل ته لاړو او یو بل عملیات یې هم وکړ، ځکه لاس یې نه پورته کېده او خراب شوی و،هغه یې هم عملیات کړ، اوس په بشپړه توګه ښه شوی او هېڅ ستونزه نه لري.»

ډاکټر حبیب الرحمان قاسم وایي، حکیم الله له سختې سوځېدنې وروسته روغتون ته ور وړل شوی داسې وضعیت چې معمولا د مړینې ، سخت انتان او دایمي معلولیت له لوړ خطر سره مل وي، خو له څو پړاوونو تخصصي درملنې وروسته یې زخمونه د پام وړ ښه شول .

دغه افغان جراح وایي، دا جایزه یوازې د ده نه ده، بلکې د افغانستان د ټولو هغو روغتیايي کارکوونکو ده چې په تر ټولو سختو شرایطو کې هم خپلو ناروغانو ته خدمت کوي.

هغه باور لري چې د سوځېدنې د نوې درملنې د طریقو پراختیا او پر تخصصي مرکزونو پانګونه کولای شي هر کال د سلګونو ماشومانو ژوند وژغوري او د دایمي معلولیتونو مخه ونیسي.

دا بریا د افغان ډاکټرانو وړتیا هم په ډاګه کوي؛ هغو ډاکټرانو چې د امکاناتو له کمښت، د ناروغانو د شمېر له زیاتوالي او د ګڼو متخصصو روغتیايي کادرونو له کډوالۍ سره سره، لا هم خپلو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG