د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۴

د غازي امان الله خان ښارګوټی چې کارونه یې نږدې شل کاله مخکې پیل شوي و لا هم نه دی بشپړ

د غازي امان الله ښارګوټي دروازه
د غازي امان الله ښارګوټي دروازه

د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د تورخم - جلال اباد په لویه لار د پیل شوي دې ښارګوټي د جوړولو چارې تراوسه نه دي بشپړي شوي.
یو شمېر کسان چې په دې ښارګوټي کې یې په لکونو افغانیو ځمکي اخیستي وايي ځمکې یې بېرته څوک په نیمايي بیه هم نه اخلي.

دوی وايي تمه یې لرله چې دا ښارګوټی به په عصري بڼه جوړ شي او دوی به په کې په ارامه ژوند وکړي خو دا ارمان ترې نیمګړی پاتې دی.

د ننګرهار اوسېدونکی علي محمد چې په ۲۰۰۹ کال کې یې په دې ښارګوټي کې څو نومرې اخیستي ازادي راډيو ته وویل:

نه بریښنا شته، نه اوبه لري، یوازې د کرکټ یو لوبغالی په کې جوړ شوی دی، نور هسې دښته پرته ده
د ننګرهار اوسېدونکی علي محمد

هغه زیاته کړه:«موږ هغه مهال یوه یوه نومره تر ۲۵ زره ډالره واخیسته خو اوس هیڅ اسانتیاوې نشته او نه حکومت ورته پاملرنه کوي، دا باید جوړ شي، تر څو خلک ورته راشي خپل کورونه په کې جوړ کړي او ښارګوټي جوړ شي.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکي یاسر هم ورته خبره وکړه:

« موږ د حامد کرزي د په دوهمه دوره کې دلته نومرې واخیستې، خو اوس یې په نیمه بیه بیرته څوک نه اخلي، ستونزې عموماً د بریښنا او اوبو دی، یو ښارګوټی چې اوبه او برېښنا ونه لري، نو معنا دا چې هیڅ نه لري، نو موږ اوس له سخت زیان سره مخ یو.»

د ننګرهار اوسېدونکي وايي که دغه ښارګوټي جوړ شي نه یوازې د سیمې خلک به د یو منظم او عصري ښارګوټي څښتنان شي بلکې د کورونو د کرایو لوړې بیې به هم ورسره کنترول او دغه راز به د خلکو د سرپنا ستونزه هم حل شي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغه ښارګوټي د رغونې کارونه دې ژر ترژره پیل کړي، خو د طالبانو د حکومت د کور او ښارجوړولو وزارت وايي خصوصي ښارګوټي په حکومت پورې اړه نه لري یوازې دوی یې نقشه او پلان تطبیقوي.

د دغه وزارت ویاند کمال افغان ازادي راډيو ته وویل:

په دې ځای کې د ښار جوړولو وزارت مسولیت یوازې دادی چې د دوی نقشه کتل کیږي چې معیاري ده او کنه، دا چې اوس یې کارونه نیمګړي دي یا بیخي پیل شوي نه دي، دا په وزارت پورې اړه نه لري، دا د خصوصي سکتور کار دی او هر څوک په خپل خپله ګټه او تاوان ښه پوهیږي چې کله یې کارونه پیلوي او څنګه یې پیلوي
د طالبانو د ښار جوړونې وزارت ویاند

د غازي امان الله خان ښارګوټی له جلال اباد ښاره نږدې ۱۵ کیلومتره لیرې پروت دی.

د رغولو د چارو د پیل په مراسمو کې یې ژمنه شوې وه چې دا ښارګوټی به پراخه پاخه سړکونه، مجهز روغتونونه، ښوونځي، جوماتونه، برښنا، منظم کانالیزاسیون، او سوداګریز مرکزونه ولري.

دا ښارګوټی په شپږ زره او پینځه سوه جریبه ځمکه کې په پنځو فیزونو کې جوړیږي، خو خلک وايي چې لا یې د لومړي فیز کارونه هم نه دي بشپړ شوي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته د طالبانو د حکومت د ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د دغه ښارګوټي د دولتي ثابت کولو هڅې وکړې خو له نږدې درې کلونو څېړونو وروسته تازه د طالبانو حکومت اعلان وکړو چې دغه ښارګوټی د رسمي اسنادو پر بنسټ شخصي ملکیت تثبیت شوی دی.

خو لا هم معلومه نه ده چې څومره نور وخت به د دې ښارګوټي په جوړولو لګول کیږي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG