د هرات یوه سوداګره وايي د راتلونکې په اړه اندېښنې او د طالبانو د حکومت له خوا د محدودیتونو دوام د هغې پر کاري ژوند او رواني حالت اغېز کړی دی.
د خپل راتلونکې په اړه هر ډول پلان له دې امله هم نه شم عملی کولای چې دا اندېښنه راسره وي چې ښايي له یو بل محدودیت سره مخ شم، له همدې امله نه شم کولای د خپل پلان له مخې مخکې لاړه شم.د هرات یوه سوداګره
هغې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وویل سره له دې چې لسګونه ښځې د هغې تر څارنې لاندې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او تل یې هڅه کړې چې د هغوی ستونزې حل کړي او مشورې ورکړي، خو اوس خپله له رواني فشارونو سره مخ ده.
هغې زیاته کړه چې ښځې ارام ژوند او روښانه راتلونکې ته اړتیا لري.
«ما به تل له هغو میرمنو سره د یوې رواني مشاروې په توګه خبرې کولې چې هغوی به ستونزو سره مخ وې، د هغوی ستونزې مې اورېدلې او حل لارې مې ورته لټولې، خو اوس شرمیږم چې ولې زه خپله څلور منطقي خبرې نه شم کولی، ځکه رواني وضعیت مې ښه نه دی، له خدایه یو ارام هېواد او داسې برخلیک غواړو چې زموږ لپاره روښانه شي.»
په هرات کې ځینې نورې ښځې هم ورته تجربې بیانوي.
یوه بله ښځه چې هغې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې یې نوم خپور شي وویل دوامدارو اندېښنو د هغې پر رواني حالت اغېز کړی دی.
له ډېرو ستونزو سره مخ یم، زړه مې له وینو او اندېښنو ډک دی، ډېر سپکاوی او کړاوو مو ولیدهد هرات یوه اوسیدونکې
هغې زیاته کړه: «د ژوند په یو تیاره حالت کې رایسار یو، له خدایه غواړم چې د شپې ویده شم او سهار هیڅ مې سترګې خلاصې نه شي، مخکې به مې نورو ته هیله ورکوله او نصیحتونه به مې ورته کول خو اوس خپله د خفګان ضد درملو ته اړتیا لرم.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له هراته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري د حجاب د نه مراعت کولو په تور د یو شمېر میرمنو د نیولو راپورونه خپاره شول، داسې مهال چې په دې ولایت کې یو شمېر میرمنو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د بشپړ حجاب او د ماسک له استعمال سره هم نیول شوي او بد چلند ورسره شوی دی.
خو طالب چارواکو دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د حجاب اړوند قوانین د دوی د اصولو له مخې عملي کېږي، خو دغه نیونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د جون په ۱۰مه وویل چې د جون په ۶مه او ۷مه په هرات کې ۳۰ ښځې د طالبانو له خوا د مناسب حجاب نه مراعتولو په تور نیول شوې وې.
یوناما ویلي و که څه هم دغه ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دا ډول خپلسري نیونې پر ښځو او د هغوی پر کورنیو ژورې اغېزې لري.
په همدې حال کې یو شمېر روان پوهان وايي د اوږدې مودې لپاره له سختو او له فشار ډکو شرایطو سره مخ کېدل، په ځانګړي ډول د رواني ملاتړ د نشتوالي په صورت کې، د انسان پر رواني روغتیا اغېز کولی شي.
له ډلې یې ډاکتر بتول حیدري ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د اوسني وضعیت له امله اړتیا ده چې ښځې پر هغو فعالیتونو تمرکز وکړي چې لږ تر لږه د لنډ وخت لپاره ورته د ارامۍ، هیلې او زغم احساس ورکړي.
«په دغه ډول حالاتو کې باید میرمنې د هر هغه څه هڅه وکړي چې خوښي پیدا کوي، هیله رامنځته کوي، دوی باید له یو بل سره کیني، کیسې وکړي، یو بل سره مرسته وکړي، ځانونه وزګار پرېنږدي، لږ ترلږه، خطاطي، شعر لوستل، شعر ویل، کیسې لیکل، خاطرات لیکل او یا هم کتاب لوستل یې تر ټولو غوره لاره ده.»
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کړې چې په افغانستان کې د شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو وروسته پر ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي.
له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز او دغه راز د ښځو په کار، سفر او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه هغه څه دي چې ښځې یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.