د پنځه ماشومانو پلار سید رحمان له کلونو راهیسي د پخته ټکولو له دې ماشین او یو لاوډسپیکر سره خپل کار پیل کړی.
هغه به هره ورځ په د کابل په کوڅو کې ګرځېده او د لاوډسپیکر له لارې به یې خلک له خپلو خدماتو خبرول.
خو اوس هغه په کوڅو کې د لاوډسپیکر له لارې خلک نه خبروي بلکې ډیری پیرېدونکی یې د ټلیفون له لارې راغواړي، د خپل کور پته ورکوي او دی هم ورزي او پخته ورته ټکوي.
سید رحمان ازادي راډيو ته وویل: «زه د پختې ټکولو ګرځنده دستګاه لرم، شاوخوا اته کاله کېږي چې دا کسب کوم، په لومړیو کلونو کې به کوڅه په کوڅه ګرځېدم او په لاوډسپیکر کې به مې خلک خبرول، ځکه هغه مهال دا دستګاه خلکو ته نوې وه، خو وروسته مې کارتونه چاپ کړل، خپل ټلیفون شمېره مې په کې ولیکله، اوس ډېر مشتریان لرم، خلک ټلیفون راکوي، خپل ادرس راکوي او زه ورځم او کار ورته کوم.»
خو سید رحمان وايي د دې بدلون ترڅنګ یوه بله لویه ستونزه رامنځته شوې، د کار د کمښت ستونزه،د هغه په خبره په تېرو کلونو کې به نږدې هره ورځ په کار بوخت وو خو د بې کارۍ او د اقتصادي ستونزو له امله د غوښتنې کچه کمه شوې ده.
هغه وویل:
مخکې به هره ورځ کار ته تلم، خو اوس په افغانستان کې د کار وضعیت ډېر خراب دی، کاروبار نشته، خلک پیسې نه لري چې دا کار وکړي، نو زموږ کار هم ډېر اغیزمن شوی دیسیدرحمان یو افغان نداف
دا په داسې حال کې ده چې د کار د نړیوال سازمان (ILO) د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه شاوخوا ۱۳عشاریه ۴ سلنې ته رسېدلې دې، داسې مهال چې د طالبانو حکومت ویلي چې د بې روزګارۍ د ختمولو لپاره هڅې کوي.
سید رحمان وايي د پختې ټکولو بیې په ټولو سیمو کې یو شان نه دي، د هغه د واټن او د کار د اندازې له مخې، د هر من مالوچو د ټکولو بیه له شپیته تر سل افغانیو پورې رسیږي.
پخته ټکول په افغانستان کې له کلونو راهیسي دود دی.
د توشکونو او بالښتونو مالوچ عموما په کال یا شپږ میاشتو کې یو ځل راویستل کیږي او ټکول کیږي تر څو مالوچ نرم شي.
دا کار له ډېر پخوا څخه په دودیز ډول د ځینو ماهرو کسانو له لوري ترسره کیده او تر ډېره به کاریګر کورونو ته تلل، خو اوس د پختې ټکولو ځانګړي دوکانونه هم فعالیت کوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی محبوب چې وخت ناوخت د خپل کور مالوچ د پختې ټکولو دستګاوو ته انتقالوي وايي: «پخوا به موږ بازار ته د پختې ټکولو دوکانونو ته مالوچ وړل، اوس دا ګرځنده دستګاګانو والا تر کورونو راځي، دا ډېره اسانتیاه ده، دوی کار هم ښه کوي او بېې یې هم ښه دي، موږ خپله په کال کې یو ځل د کور د توشکونو او بالښتونو مالوچ ټکوو.»
د پختې ټکول له دوړو او خاورو سره مل وي.
سید رحمان وايي د خپلې روغتیا د ساتنې لپاره تل له ماسک ګټه اخلي.
«موږ ماسک کاروو، ځکه دوړې او خاوره ډېرې وي، او دا دوړې او خاورې د انسان سږي خرابوي، او صحت ته یې ډېر زیان رسوي، باید پوزه او خوله په بشپړه توګه ښه او کلکه پټه شي، تر څو له ناورغیو بچ پاتې شو.»
داسې مهال چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د پراخه بې وزلۍ او بې کارۍ راپورونه ورکول شوي دي، سیدرحمان د دې سخت او له دوړو ډک کار په منځ کې یوازې د خپل ژوند د څرخ د تاوېدو او د خپلو پنځو وړو ماشومانو لپاره د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره فکر او هڅه کوي.