د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۴

د کورنیو سرپرستې ښځې له دوامدارې بې کارۍ او بیوزلۍ ځوریږي

مرستو ته ناستې ښځې
مرستو ته ناستې ښځې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو پر کار لګول شویو محدودیتونو د هغو ګڼو کورنیو ژوند له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړی چې د کورنۍ سرپرستانې یې ښځې دي. یو شمېر دغه میرمنې وایي، له دندو تر شړلو وروسته د عاید کومه بله ثابته سرچینه نه لري او د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه له سختو ستونزو سره مخ دي.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې چې له اتلس کلونو کم عمره څلور ماشومان لري وايي د طالبانو له لوري د ښځو پر کار تر محدودیت وروسته یې په یوه دولتي اداره کې خپله دنده له لاسه ورکړه.
هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي وویل له هغې وروسته بیا تر دې دمه د ژوند لپاره د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ ده."

موږ ولې محتاج واوسو؟ پخوا داسې نه وو، عزت مو درلود، کار مو کاوه او ستونزې مو هوارېدې، خو نن حالت بدل شوی، خدای شاهد دی، همدا اوس لس افغانۍ هم نه لرم، په ډېر سخت اقتصادي وضعیت کې یو او نه پوهېږم څنګه خپل ژوند پر مخ یوسم
د هرات یوه اوسیدونکې

د دې میرمنې کیسه یوازې د یوې ښځې د ژوند انځور نه دی بلکې د افغانستان د هغو زرګونه میرمنو د وضعیت یوه بېلګه ده چې د خپلو اولادونو ته د نفقې د برابرولو دروند پېټې یې پر اوږو دی.

یو شمېر نورې میرمنې هم چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک مخکې یې دندې درلودې وايي د کار د فرصتونو نشتوالي هغوی له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخ کړي دي.

د کابل یوې اوسېدونکې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال هغې او خاوند یې په یوه ناودولتي اداره کې کار کاوه خو اوس د دغه ادارې د فعالیتونو د بندیدو له امله دواړو خپلې دندې له لاسه ورکړي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

«کاشکې دوی "طالبانو" درک او زړه سوی درلودای، کاش دوی پوهېدلی چې زموږ ماشومان وږي دي، د اغوستلو لپاره جامې نه لري، کاش پوهېدلی چې موږ له څومره ستونزو سره مخ یو، کله چې په کور کې کچالو پخوم، پوستکي یې لمدوم او په یخچال کې یې ساتم، د دې لپاره چې بل ځل هغه پاخه کړم، زه هغه څوک وم چې شاوخوا پنځو نورو کورنیو سره مې مرسته کوله، هر څه مو لرل، خو داسې وضعیت سره مخ یو چې د پنځه زره افغانیو د پور لپاره هرې خواته منډې وهم.»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په دې هیواد کې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي دي داسې مهال چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په زده او د ښځو په کار پرخه محدودیتونه لګولي دي.
د هرات یوه اوسیدونکې وايي:

موږ خپل ژوند څنګه پر مخ یوسو؟ خدای شاهد دی، دومره بې وسه یم چې په اونیو اونیو د پخلنځي لپاره د سون توکي نه لرو، دومره پیسې نه وي چې ګاز راوړو، کله چې خپل تش یخچال وینم، اوښکې مې بهېږي،له سهاره مې تراوسه ژړلي دي
د هرات یوه اوسیدونکې

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره او د «بشري مرستو کې د جنسیت کاري ډله» وایي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو د بحران او خراب بشري وضعیت له امله نږدې یوولس میلیونه ښځې او نجونې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغو دواړو ادارو دوه میاشتې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو ،د هغو کورنیو ۸۳ سلنه چې مشري یې ښځې کوي، بې کاري یا بې وزلي خپله تر ټولو ستره ستونزه بولي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۳ سلنه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستې دي، د معیشت له بیړني بحران سره مخ وې او د ژوندي پاتې کېدو او د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې خطرناکو او کله ناکله نه جبرانېدونکو لارو ته مخه کړې وه.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG