په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري دې هیواد ته د پاکستاني درملو د وارداتو د بندیز له اعلان سره سره د پلازمینې کابل په درملتونونو کې لا هم د پاکستان جوړ درمل په پراخه کچه موندل کېږي.
دا وضعیت پوښتنه راپورته کوي چې که له پاکستانه د درملو واردات بند شوي، نو دغه درمل له کومو لارو د افغانستان بازارونو ته رسیږي؟
د درملتونونو مسولان ادعا کوي چې دغه درمل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بیلابیلو لارو په غیر قانوني ډول افغانستان ته راوړل کیږي او اوس مهال د کابل بازارونه پرې ډک دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ ټولې دروازې د تېر کال له اکتوبر راهیسې تړلي دي، او د راپورونو له مخې آن د طالبانو سرحدي پولیس افغانستان ته د تلونکو افغان کډوالو کډې د پاکستاني محصولاتو د مخنیوي په نوم سختې پلټي.
په بازار کې په پراخه کچه پاکستاني درمل شته، موږ یې هم لرو، نه پوهیږو په کومو لارو راځي
په کابل کې د یو درملتون مسول چې ازادي راډيو سره یې د نوم د نه خپرېدو په شرط خبرې کولې په بازار کې په پراخه کچه د پاکستاني درملو موجودیت تایید کړو خو په دې اړه یې نور جزیات ورنکړل: "په بازار کې په پراخه کچه پاکستاني درمل شته، موږ یې هم لرو، نه پوهیږو په کومو لارو راځي خو موږ ته یې بیلابیل شرکتونه راوړي، سره له دې چې ټولې لارې بندې دي خو پاکستاني درمل بیا هم راوړل کیږي."
خو په کابل کې د درملو یو بل پلورونکي بیا د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې تر ډېره دا درمل د کندهار د سپین بولدک – چمن له لارې افغانستان ته راوړل کیږي او دوی یې ترلاسه کوي.
نوموړي وویل: "په کندهار دومره مال را اوړي چې شمېر یې نه دی معلوم، د دواړو لوریو سیمه ییز قاچاقبر یې راوړي، سرحديان په کې مستقیم لاس لري، دوی پیسې اخلي دا ټول په کې شریک دي."
نوموړي ادعا وکړه چې د درملو په قاچاق کې د بیلابیلو شبکو په ګډون ځیني دولتي کړۍ هم لاس لري خو ازادي راډيو په خپلواک ډول دغه ادعا نه شي تاییدولی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې تر دې د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې له قاچاقي لارو څخه د درملو د وارداتو مخه نیول کیږي او له عاملینو سره به هم قانوني چلند وشي خو د پلازمینې په درملتونونو کې د پاکستاني درملو موجودیت ته په پام ویل کیدای شي چې د قاچاق مخه لا هم نه ده نیول شوې.
په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسولین هم مني چې افغانستان ته د درملو قاچاق روان دی خو د دې خونې د مدیره پلاوي یوه غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې ښايي هغه په ډېره کمه اندازه وي.
درمل داسې یو څه دي چې ان په جیبونو کې هم راوړل کېدای شي
هغه وویل د بندیز له اعلان وړاندې په پراخه کچه د پاکستاني درملو موجودیت لامل شوې چې لا هم په بازار کې پیدا کیږي. ښاغلي الکوزي زیاته کړه : "دې کې شک نشته چې یو څه به له نورو لارو نه هم راځي، ځکه درمل داسې یو څه دي چې ان په جیبونو کې هم راوړل کېدای شي، خو د بندیز نه وروسته زموږ د سوداګرو ډېر شمېر کانتینرونه چې بند وو وروسته هغه راواوښتل، نو ښايي هغه سټاک هم وي خو په ټوله کې د قاچاق راپورونه هم نه شي رد کېدلای."
افغانستان چې په بیلابیلو برخو کې تر ډېره واردونکی هیواد بلل کیږي د درملو په برخه کې هم په کور دننه په ځان بسیا نه دی او تر ډېره په پاکستان تکیه لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ تر وروستیو ترینګتیاوو وروسته په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د ریاست لوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه غونډه کې اعلان وکړو چې د همدې کال د سلواغې یا دلوي له شلمې وروسته افغانستان ته د پاکستاني درملو واردات د ټولو ګمرکونو له لارې بند دي.
هغه اعلان چې د خلکو په خبره له مخې یې د درملو قاچاق کوونکو ته د قاچاق زمینه برابره شوه او د یو پاکټ پاکستاني پیناډول ټابیلټو بیه له ۱۰ تر ۵۰ افغانیو پورې ورسېده.
د کابل اوسېدونکي محمد الله ازادي راډيو ته وویل: " له پاکستان سره ټولې لارې بندي دي، خو د کابل په ګډون د ټولو ولایتونو په درملتونونو کې پاکستاني درمل په اسانه ترلاسه کېدلای شي که دا بندیز رښتیا وي، نو دا درمل له کومه راځي؟"
د راپورونو له مخې که څه هم د طالبانو حکومت او د درملو واردونکو شرکتونو له هندې، ایراني، ترکیې، بنګلدیشي او جرمني شرکتونو سره د درملو د وارداتو هوکړې کړي، یو شمېر روغتیا پالان وايي که څه هم د پاکستاني درملو بدیل شته خو پر کیفیت یې د خلکو باور، د بیو توپیر او د پخواني استعمال عادتونه د دې لامل شوي چې خلک د پاکستاني درملو غوښتنه وکړي.
دوی وايي تر هغه چې د کیفیت کنترول او پوهاوی زیات نه شي نو د درملو بازار به همداسې د غیر رسمي لارو تر اغېز لاندې پاتې شي.