د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۲

په کابل کې ځینې خلک د کوڅه ډبه او لېوني سپو له ډېرېدو شکایت کوي

د پلازمینې کابل یو شمېراوسېدونکي وايي د دې ښار په بیلابیلو سیمو کې د تګ راتګ پر مهال د کوڅه ډبو سپیو زیاتوالي ورته سختې ستونزې پېښې کړي دي.

دا د کابل ښار د قلاچې سیمه ده چې د اوسېدونکو په خبره یې له ماښام ورورسته په کوڅو کې ډله، ډله کوڅه ډب سپي ګرځي او له ویرې یې دوی په دې لارو تګ راتګ نه شي کولای.


د کابل د قلاچې یوه اوسېدونکي انعام الله ساپي ازادي راډيو ته وویل: « په لارو او کوڅو کې کوڅه ډب سپي ډېر زیات شوي دي، ان د ورځې ترې څوک په لاره تېر شي، د شپې له لوري که یو څوک د سودا د اخیستلو لپاره راوځي له ډېرو ستونزو سره مخ کیږي، ځکه دا سپي په انسان حمله کوي او زیان ورته رسوي.»


د دې ښار د ۱۶ ناحیې یو اوسېدونکي خان محمد ازادي راډيو ته وویل کوڅه ډبو سپیو د خلکو ژوند ور تریخ کړی او په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته تر نورو ډېر خطر پېښوي.


هغه وویل: « د ورځې له لوري ماشومان چې ښوونځیو ته ځي، میرمنې چې کلینکونو ته ځي، یا نورو کارونو ته نو د سپیو له لاسه له ستونزو سره مخ کیږي، ماشومان په وخت نه رسیږي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې باید په دې برخه کې جدي هڅې وشي.»


د کابل ښار یو بل اوسېدونکي عزیز الله هاشمي ازادي راډيو ته وویل داسې مهال چې د اوړي موسم دی تر ډېره په کوڅه ډبو سپیو کې بیلابیلې ناروغۍ پیدا کیږي.


نوموړي وویل چې په کابل ښار کې کوڅه ډب سپي تر بل هر وخت زیات شوي او د هغوی له امله رامنځته شوي ګواښونه د عامې روغتیا او ښاري مدیربت لپاره له لویو ننګونو ګڼل کیږي.


نوموړي وویل: «په دې کوڅه ډبو سپیو کې داسې هم وي چې بیلابیلې ویروسي ناروغۍ انتقالوي موږ غوښتنه کوو چې د مخنیوي لپاره یې هڅې لا زیاتې شي.»


په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي د کوڅه ډبو سپیو د نسل د زیاتېدو مخه نیسي او د دې ترڅنګ یې د ښار په ډیری سیمو کې کوڅه ډبو سپیو ته د لیونتوب د مخنیوي واکسین تطبیق کړي دي.


د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالي ویاند نعمت الله بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل:« د کابل ښاروالي په ځانګړي ډول په کابل کې کوڅه ډب سپي راټولوي او ان شنډوي یې، دغه راز ډیری سپي واکسین شوي دي، که تاسو په کابل ښار کې وګورئ ډیر شمېر سپيو باندې به رنګ وهل شوی وي او دا رنګ دا ښيي چې دا سپی واکسین شوی دی.»


نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې که په کومو سیمو کې له سپیو تنګ وي له ښاروالۍ سره دې اړیکه ونیسي چې دوی یې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.


که څه هم نوموړي په کابل ښار کې د کوڅه ډبو سپیو د شمېر په اړه تازه څه ونه ویل خو په ۲۰۲۱۴ میلادي کال کې د میهو انټرنیشنل « Mayhew International» په نوم د حیواناتو د هوساینې د ملاتړ نړیوال بنسټ او کابل ښاروالۍ په ګډ راپور کې ویلي وو چې په کابل ښار کې د ۳۰ زره په شاوخوا کې کوڅه ډب سپي شتون لري.


په دې راپور کې راغلي وو چې د دغو سپیو له ډلې یې تر ۲۵ زره شنډ او واکسین شوي او دا لړۍ روانه ده.
د راپوار له مخې په دې کې نږدې زر هغه سپي هم شامل دي چې خاوندان لري خو بیا هم په کوڅو کې ګرځي.


په دې راپور کې له خلکو غوښتنه شوې وه چې د خپل کور کثافات په عامه ځایونو کې ونه غورځوی، ځکه د راپور پر اساس تر ډېره کوڅه ډب سپي د خوراک په موندلو پسې دغو سیمو ته ورځي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ کیږي.


روغتیا پالان سپارښتنه کوي، که څوک د کوم سپی له خوا داړل کېږي، له دې ویرې چې لیوني سپي نه وي داړلي باید نږدې روغتیايي کلنیک ته مراجعه او ځان واکسین کړي ځکه د دوی په خبره هغه د مرګ لامل هم کیدای شي.


د داخله ناروغیو یو متخصص ډاکتر صدیق شاه نیازي ازادي راډيو ته وویل چې په پاکو او تړمو اوبو د ټپ مینځل، د وینې د زیات جریان په صورت کې په ټپ کې د پاکې ټوټې یا هم ګاز کېښودل او دغه راز د ټپ تړل هغه لومړنۍ مرستي دي چې د کوڅه ډبو یا لیونیو سپيو له داړلو وروسته له قربانیانو سره باید وشي.
په پلازمینه کابل کې د کوڅه ډبو سپیو د شتون یو له ډېرو پخوانیو ستونزو بلل کیږي چې په وار وار یې د هواري ژمنه شوې او تر یوه بریده یې د راټولولو چارې هم ترسره شوي خو د وخت په تېرېدو سره دغه ستونزه بېرته خپل پخواني حالت ته ستنه شوې ده.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG