د افغانستان پر لویو لارو، په ځانګړي ډول کابل – کندهار، کابل – مزارشریف، کابل – هرات او کابل – جلال اباد لارو، ځمکنی سفر د سړکونو د خرابوالي او د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له امله له ستړیا خالي نه وي، خو د معیاري تشنابونو او مناسبو دمه ځایونو نشتوالی د مسافرو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
په ټولو لویو لارو کې یوه عامه او لویه ستونزه چې باید حل شي، د سمو او معیاري تشنابونو نه موجودیت دي، موږ سره ماشومان هم وو، چې ډېر په تکلیف وو، زموږ غوښتنه داده چې باید په لویو لارو معیاري تشنابونه جوړ شيکلثوم
د مسافرو په خبره، دا ستونزه تر ټولو ډېرې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان ځوروي، ځکه د ټولنیزو محدودیتونو له امله نه شي کولای د اړتیا پر مهال په ازاده فضا کې خپل حاجت پوره کړي.
د کابل اوسېدونکې کلثوم وايي، څه موده وړاندې یې له خپلې کورنۍ سره کندهار ته سفر کړی و، خو د لارې په اوږدو کې د معیاري تشنابونو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ شوه.
کلثوم ازادي راډیو ته وویل، د خرابو سړکونو له امله سفر په خپله ستړی کوونکی وي، خو کله چې د تشناب اړتیا پیدا شي او مناسب ځای ونه موندل شي، ستونزه لا پسې زیاتیږي.
«په ټولو لویو لارو کې یوه عامه او لویه ستونزه چې باید حل شي، د سمو او معیاري تشنابونو نه موجودیت دي، موږ سره ماشومان هم وو، چې ډېر په تکلیف وو، زموږ غوښتنه داده چې باید په لویو لارو معیاري تشنابونه جوړ شي.»
د غزني اوسېدونکی محمدالله ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په ځینو لویو لارو د هوټلونو ترڅنګ تشنابونه شته، خو د پاکوالي او روغتیايي معیارونو له پلوه د استفادې وړ نه دي.
«په لویو لارو کې چې د هوټلو ترڅنګ کوم تشنابونه جوړ شوي هم دي، هغه معیاري نه دي او نه په کې حفظ الصحه مراعتیږي، چې یو څوک حاجت ولري تشناب ته په ورتګ پښېمانه کیږي، ځکه دومره ګنده ګي په کې جمعه شوي وي.»
د کابل یو اوسېدونکی مصور چې په وروستیو کې یې هرات ته سفر کړی ازادي راډيو ته وویل:
«د کابل- هرات په لویه لار ستونزې ډېرې دي، نه روغتیايي مرکزونه شته، نه منظم هوټلونه او د تشنابونو نه موجودیت بیا تر ټولو لویه ستونزه ده په ځانګړي ډول د میرمنو لپاره، هغوی تر ټولو ډېرې په تکلیف وي.»
د ادرارو له لارې انتاني ناروغۍ انتقالوي، دغه راز معقدي ناروغۍ چې ډېرې جدي دي رامنځته کولای شي، قبضیت او د بواسیرو ناورغۍ پیدا کولای شي، د مثانې فعالیتونه کمزوري کولای شي او تر ټولو مهمه دا چې په مسافرو کې یو ډول روحي ناروغۍ رامنځته کولای شيداکټر اسدالله
د یو شمېر مسافرو په وینا، د تشنابونو د نشتوالي له امله ځینې کسان د سفر له پیل مخکې د اوبو او نورو مایعاتو له څښلو هم ډډه کوي، څو د لارې په اوږدو کې له ستونزې سره مخ نه شي.
دوی وايي، د هېواد پر لویو لارو د معیاري تشنابونو او مناسبو تمځایونو جوړول یوازې د سفر اسانتیا نه ده، بلکې د عامې روغتیا او انساني کرامت له مهمو اړتیاوو څخه هم ګڼل کېږي.
د مسافرو په خبره، د دې ترڅنګ پر لویو لارو د بېړنیو روغتیايي مرکزونو، منظمو هوټلونو او باکیفیته خوړو کمښت هم هغه ستونزې دي چې د خلکو سفرونه له ستونزو سره مخ کوي.
ازادي راډیو د دې موضوع په اړه د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نظر وغوښت، خو د راپور تر چمتو کېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.
روغتیاپوهان وايي، د غیر صحي تشنابونو کارول نه یوازې ټولنیزې ستونزې پیدا کوي باکې د بېلابېلو ساري ناروغیو د انتقال خطر زیاتوي.
د ننګرهار د طب پوهنځي استاد، ډاکټر اسدالله حسینزی، ازادي راډیو ته وویل:
«د ادرارو له لارې انتاني ناروغۍ انتقالوي، دغه راز معقدي ناروغۍ چې ډېرې جدي دي رامنځته کولای شي، قبضیت او د بواسیرو ناورغۍ پیدا کولای شي، د مثانې فعالیتونه کمزوري کولای شي او تر ټولو مهمه دا چې په مسافرو کې یو ډول روحي ناروغۍ رامنځته کولای شي.»
نوموړی وايي، د اړتیا پر مهال د ادرار یا حاجت ځنډول هم روغتیا ته زیان رسوي او په ځانګړي ډول ښځې د ادراري لارو د انتان، د مثانې او پښتورګو د ناروغیو له لوړ خطر سره مخ کوي.
هغه غوښتنه کوي چې د کابل او بیلابیلو ولایتونو ترمنځ د غځېدلو لویو لارو په هرو پنځوسو کیلومترو کې د یو دمه ځای جوړول اړین کار دی چې ټولې اسانتیاوې ولري.
که څه هم د افغانستان پر لویو لارو د معیاري تشنابونو کمښت د ډېرو مسافرو له جدي ستونزو څخه ګڼل کېږي، خو دا ستونزه یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۹مه د تشناب نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره شوي، په نړۍ کې لا هم شاوخوا ۳ اعشاریه ۶ میلیارده انسانان خوندي او معیاري تشنابونو ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان په وینا، د حفظ الصحې د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی د انساني فاضله موادو د خپرېدو، د سیندونو، جهیلونو او د ځمکې لاندې د اوبو د ککړېدو او د بېلابېلو ناروغیو د زیاتېدو لامل کېږي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې خوندي او معیاري تشنابونو ته لاسرسی د عامې روغتیا، چاپېریال ساتنې او د خلکو د هوساینې لپاره یوه اساسي اړتیا ده.