د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۲

کابل کې د اوبو په لټه د ژورو څاګانو زیاتوالی، ډیری خلک د اړتیا وړ اوبه په پیسو اخلي

کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه
کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه

 د افغانستان پلازمېنه کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ ده، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، په ځینو سیمو کې د څاه‌ګانو وچېدل او د څښاک اوبو د اړتیا زیاتوالي د دې ښار اوسېدونکي له نویو ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د څښاک د اوبو مخ پر زیاتېدونکي کمښت د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي اړ کړي چې په د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژورې څاه ګانې وکني.

دوی وايي، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو له امله اوس ان ځینې ژورې څاه‌ګانې هم کافي اوبه نه لري.

زموږ د کور څاه، سره له دې چې ۱۲۰ متره ژوره ده، اوبه یې ډېرې کمې دي
د کابل اوسیدونکی

د کابل یوه اوسېدونکې نوریه وايي چې د کور څاه یې له ۱۲۰ مترو ژوروالي سره سره، د اوړي په موسم کې ډېرې لږې اوبه لري:"زموږ د کور څاه، سره له دې چې ۱۲۰ متره ژوره ده، اوبه یې ډېرې کمې دي، په ځانګړي ډول د اوړي په درېیو میاشتو کې د اوبو کچه یې ډېره راټیټېږي، یوازې په ورځ کې دوه یا درې سطلونه اوبه ورکوي هغه هم ډېرې پاکې نه وي."

د کابل بل اوسېدونکې پرویز وايي د کور د څاه وچېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي وویل:"زموږ د کور څاه ۱۱۰ متره ژوره وه، خو اوس وچه شوې ده، موږ شاوخوا ۱۵ متره نوره هم ژوره کړه، خو بیا هم د اوبو ستونزه لرو، د اوبو نشتوالي زموږ لګښتونه زیات کړي، ځکه اړ یو اوبه په بیه واخلو، د اوبو د کمښت له امله زموږ ورځني کارونه سخت شوي او د کورنۍ د روغتیا په اړه یې اندېښنې راپیدا کړي دي."

د پلازمینې اوسېدونکي داسې مهال د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي چې ځینې خلک وايي، د ځمکې د لاندې اوبو په سرچینو د ژورو څاه ګانو د اغیز په اړه له څېړنو پرته د ژورو څاه ګانو کېندل ښايي د اوبو بحران نور هم زیات کړي.

د کابل یو بل اوسېدونکي کمیل وویل:"په افغانستان کې د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو پر مهال دې ته هیڅ پاملرنه نه کیږي چې دغه کار په ګاونډیانو او د ځمکې د لاندې اوبو په سرچینو کومه اغیزه لري، هر څوک هڅه کوي یوازې خپله ستونزه حل کړي، په داسې حال کې چې د واورې او باران د اوبو ذخیره کول او کارول کولای شي د وچکالۍ په کمولو او د اوبو د ضایع کېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي."

خو د اوبو او چاپېریال برخې کارپوهان وايي، په کابل کې د اوبو بحران یوازې د څاه‌ګانو تر کیندلو محدود نه دی، بلکې ګڼ نور عوامل هم د دې ښار د اوبو د سرچینو په کمېدو کې رول لري.

له ډلې یې احمد جاوېد نور ازادي راډیو ته وویل:

"د ښار غیرمعیاري پراختیا، په هغو سیمو کې ودانیز کارونه چې باید د اوبو د جذب ځایونه وای، د کانالیزاسیون د منظم سیستم نشتوالی، د اوبو رسونې د شبکې کمزورتیا، د ژورو څاه‌ګانو بې ځایه کیندل او د نفوس زیاتوالی، د کابل د اوبو بحران د زیاتېدو اصلي عوامل دي."

دی وايي د اوبو د سرچینو سم مدیریت او د اوبو رسونې د سیستم اصلاح کول، د دې بحران د کمولو له مهمو لارو بلل کیږي.

د طالبانو د حکومت د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب ادارې ویاند رحمت‌الله صارم، په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل د نفوسو د زیاتوالي ترڅنګ، د ژورو څاه ګانو زیاته کېندنه، وچکالي او اقلیمي بدلونونو پایله ده.

هغه لیکلي: دوی هڅه کوي چې د دې بحران د حل لپاره د پنجشېر، شاه‌عروس او شاه‌توت بندونو څخه د اوبو د انتقال، د اوبو رسونې شبکو د پراختیا او د ځمکې لاندې اوبو د بېرته تغذیې پر پروژو کار کوي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اوبو له مخ پر زیاتېدونکي بحران سره مخ دی. اقلیمي بدلونونه، د بارانونو کمښت، د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت او څو لسیزې جګړې هغه مهم عوامل بلل کېږي چې د دې هېواد د اوبو سرچینې یې د وچېدو له خطر سره مخ کړې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ۲۰۲۵ کال کې په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د اوبو له بحران سره مخ دی او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان په دغه هېواد کې د اړتیا وړ اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه یوازې دوه کسان خوندي د څښاک اوبو ته لاسرسی لري، او په کابل کې د څښاک اوبو وضعیت په دوامداره توګه خرابېږي.

د مرسي کورپس ادارې هم په یوه راپور کې ویلي چې د کابل د ځمکې لاندې اوبو یوه لویه برخه ککړه شوې او له فاضلابو او غیر صحي موادو سره ګډه ده؛ هغه موضوع چې د دې ښار د اوسېدونکو لپاره جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کوي.

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG