د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۴

د نیول کېدو وېره؛ وروستیو محدودیتونو د هرات د ښځو ژوند کې څه بدلون راوستی؟

ارشیف، هرات کې یو شمېر ښځې
ارشیف، هرات کې یو شمېر ښځې

په هرات کې د ښځو د نیول کېدو له پېښو وروسته د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو د ګزمو زیاتېدو د یو شمېر ښځو او کورنیو اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

ځینې ښځې وايي، دې اندېښنو اوس د دوی په ورځني ژوند هم سیوری غوړولی او ان د اړینو کارونو لپاره له محرم پرته له کوره د وتلو جرئت نه‌شي کولای.

د هرات یوې اوسېدونکې چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې پخوا به بې له وېرې بازار ته تله، خو اوس له کوره د وتلو لپاره د خپل خاوند راتګ ته انتظار باسي: "له بده مرغه دا وېره اوس د هرات د هرې ښځې په زړه کې شته او تر ډېره بریده‌یې په کورنیو هم اغېز کړی دی، مخکې به په اسانۍ بازار ته تلم، خو اوس نه‌شم تللی، خپل خاوند ته انتظار کوم چې هغه راشي بیا ورسره لاړه شم، نجونې هم یوازې له کوره نه‌شي وتلی، باید پلار، مېړه، ورور یا بل محرم ورسره وي، کورنۍ وېره لري هسې نه ونیول شي، دلته هره ورځ د امر بالمعروف د کسانو موټرې راځي او اوس‌یې ګزمې هم ډېرې شوې دي."

خو دا اندېښنې یوازې تر تګ راتګ پورې نه‌دي محدودې، یو شمېر مېرمنې وايي د نیول کېدو وېرې روغتیايي خدمتونو، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته د دوی لاسرسی هم ستونزمن کړی، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورترغاړې ده.

ارشیف، هرات کې د طالبانو له لوري د معترضو ښځو وهل ډبول
ارشیف، هرات کې د طالبانو له لوري د معترضو ښځو وهل ډبول

د هرات یوې بلې اوسېدونکې، ازادي راډیو ته وویل ډېری کورنیو د نیول کېدو له وېرې مېرمنې له کوره له وتلو منع کړي دي: "ښځې د تګ راتګ، شخصي اړتیاوو او درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، ډېرې ښځې نارینه سرپرست نه‌لري او خپله د خپلو کورنیو سرپرستې دي، خو بیا هم له محدودیتونو سره مخ دي، له بلې خوا د خپلو کورنیو ملاتړ هم نه‌لري، کورنۍ ورته وايي که له کوره ووځئ او ونیول شئ، موږ به مو ملاتړ ونه‌کړو، نو له یوې خوا محدودیتونه او له بلې خوا د کورنیو د ملاتړ نشتوالی، ښځې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي."

د یو شمېر کورنیو غړي وايي روان وضعیت سخت اندېښمن کړي او ان د ژبو د زده‌کړو کورسونو ته هم خپلې لوڼې نه‌پرېږدي.

د دې ولایت یو اوسېدونکي چې ده هم نه‌غوښتل د امنیتي اندېښنو له امله‌یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته‌یې خپله لور د انګلیسي ژبې د زده‌کړو یوه کورس ته لېږله، خو د نیول کېدو له وېرې یې اوس کورس ته له تلو هم منع کړې ده: "کله چې ښوونځي وتړل شول، خپله لور مې د ژبې کورس ته ولېږله، څو انګلیسي زده کړي او لږ تر لږه په راتلونکي کې ورته ګټه وکړي، خو د دغو نیونو له امله او دا چې د امر بالمعروف کسان نجونې له ښاره راټولوي، نور مو اجازه ورنه‌کړه چې کورس ته لاړه شي، ویل مو که خدای مه‌کړه د امر بالمعروف کسان‌یې یوسي، د دې نجلۍ راتلونکی به خراب شي. اوس بیا په کور ناسته ده او موږ یې راتلونکي ته اندېښمن یو، خو څه وکړو؟"

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي، د دغه وضعیت دوام په هرات کې د ښځو او نجونو لپاره ټولنیزه فضا تر پخوا لا محدوده کړې ده.

ارشیف، هرات کې د طالبانو د محدودیتونو ضد د ښځو د حق غوښتنې اعتراض
ارشیف، هرات کې د طالبانو د محدودیتونو ضد د ښځو د حق غوښتنې اعتراض

دوی خبرداری ورکوي چې د نیول کېدو وېره او د محدودیتونو زیاتېدل ښايي په اوږدمهال کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور ناوړه اغېزې وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سیدي وايي: "په هرات کې نجونو او ښځو د زده‌کړو، پوهنتون، هنر، تحصیل، رسنیو، فرهنګ او ادبیاتو په برخو کې پیاوړې مخینه درلوده، وینو چې اوسنیو بدلونونو د هرات د ښځو او خلکو پر ژوند اغېز کړی دی. په هرات کې وروستیو نیونو اندېښنې زیاتې کړي او فضا یې لا تنګه کړې ده. دې وضعیت د ښځو او نجونو ترمنځ وېره او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنې پیدا کړې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري د ښځو د نیولو وروستۍ لړۍ د روان میلادي کال د جون په میاشت کې راپور شوه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي د جون په ۶مه او ۷مه طالبانو ۳۰ ښځې د مناسب حجاب د نه‌مراعتولو په تور نیول شوې مېرمنې د جون په اتمه‌یې بېرته خوشې کړې، خو طالبانو په هرات کې د ښځو نیول رد کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر، په هرات کې د ښځو د نیولو راپورونه «بې‌بنسټه اوازې» بللې دي.

خو یوناما د ۳۰ ښځو نیول کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي چې دا ډول نیونې پر ښځو او د هغوی پر کورنیو ژورې اغېزې لرلای شي.

ارشیف، هرات کې د طالبانو د محدودیتونو ضد د ښځو د حق غوښتنې اعتراض
ارشیف، هرات کې د طالبانو د محدودیتونو ضد د ښځو د حق غوښتنې اعتراض

له دې پېښې وروسته د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې د یو شمېر اوسېدونکو د اعتراضونو راپورونه هم خپاره شول.

تر دې وړاندې هم یو شمېر ښځو په هرات کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بشپړ حجاب او لرلو سره سره نیول شوې او له ناوړه چلند سره مخ شوې دي.

طالبان وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده‌کړو او دغه‌راز د ښځو په کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    اکرام‌الله اکرام

    اکرام الله اکرام (Ikramullah Ikram) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی، چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي. 

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG