په افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې دي، خو د پاکستان په پښتني سیمو کې ځینې پلرونه او مدني فعالان د نجونو د تعلیم لپاره هڅې کوي. دوی وايي، بېوزلي، دودونه او د ښوونځیو او لوړو زده کړو د اسانتیاوو کمښت لا هم د نجونو پر وړاندې خنډونه دي.
په بېلابېلو کورنیو کې د ماشوم زېږېدل معمولاً له خوښیو او خوشحالیو سره مل وي، خو په افغانستان کې ځینې میندې وايي چې د ماشوم له زېږېدو وروسته یې ورځې له خپګان، اندېښنو، بېخوبۍ او رواني فشارونو سره تېریږي یا هم تېرې شوي دي.
د سمنګان ولایت یوه کونډه ښځه وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په خپل کور کې د کالیو مینځلو صابون تولیدوي او له دې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، کوم هېوادونه چې افغان ښځو ته د پناه ورکولو اعلان کوي، باید داسې شرایط برابر کړي، چې دوی د هېواد له دننه خپل کېسونه ثبت کړی شي.
په افغانستان کې له زدهکړو بېبرخې شوې یو شمېر نجونې وایي، د ځان د سالمې بوختیا لپاره د کتاب پېرلو وس نهلري. دوی وایي، پخوا به کلهناکله د کتاب پېرلو لپاره کتابپلورنځیو ته تلې، خو اوس د مالي ستونزو له امله دغه کار نهشي کولای. یو شمېر کتابپلورونکي هم مني، چې ښځینه پېرودونکې یې کمې شوې دي.
له زده کړو یو شمېر راګرځول شوې افغان نجونې وایي، د دې لپاره چې له زده کړو سره خپله اړیکه وساتي او بوختې پاتې شي، د غیررسمي ښوونکو په توګه یې نورو ماشومانو ته د درس ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د طالبانو په دوهیمه واکمنۍ کې له شپږم ټولگي پورته پر نجونو باندې د زدهکړو د بندیزو پینځه کلونه پوره شول؛ په دې پینځو کلونو کې میلیونونه افغانې نجونې ښوونځي ته نه ولاړې او پر کور پاتې شوې. له ښوونځیو راگرځول شوې نجونې لا هم د ښوونځیو پرانیستو ته په تمه دي، خو طالبان یې په اړه غلي دي.
نور راوښيه