تازه خبر
شنبه ۳۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۰

م. م: روغتیايي خدمتونو ته د ۲۲ میلیونو افغان ښځو او نجونو لاسرسی خطر سره مخامخ دی

ارشیف، د افغانستان د خوست ولایت په یوه روغتیايي مرکز کې دوه بستر شوې ښځې
ارشیف، د افغانستان د خوست ولایت په یوه روغتیايي مرکز کې دوه بستر شوې ښځې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې د نجونو او ښځو په روغتیايي زده‌‌کړو د محدودیتونو دوام ښايي د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغان ښځو او نجونو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له خطر سره مخ کړي.

د دې ادارې د بشري مرستو د برخې مشرې، سوفیا کالتورپ چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی، خبرداری ورکړی چې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه د ښځو د تدریجي ګوښه کولو او پر هغوی د لګول شویو محدودیتونو له امله، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی.

هغې زیاته کړه، د نجونو د زده‌کړو د بندیز دوام ښايي ډېرې نجونې په کم‌عمرۍ کې واده کولو ته اړې کړي او د میندو د مړینې کچه لوړه شي.

په افغانستان کې یو شمېر ښځې هم وايي چې په دې وروستیو کې روغتیايي خدمتونو ته د دوی لاسرسی ستونزمن شوی او روغتیايي مرکزونو، په ځانګړي ډول ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته په اسانۍ لاسرسی نه‌لري.

۳۴ کلنه زرمینه چې د افغانستان په یوه کلي کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وايي، په سیمه کې یې هېڅ ښځینه ډاکټره او قابله نه‌شته: "زموږ په شاوخوا کې نه ښځینه ډاکتره شته او نه قابله. معاینه‌خانې هم تړل شوې دي. موږ نږدې ښارونو یا کابل ته د تګ توان نه‌لرو."

د تخار ولایت یوه ښځینه اوسېدونکې هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ورته ستونزې بیانوي.

هغې چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې نه‌غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل روغتیايي خدمتونو ته د رسېدو لپاره اړ ده چې اوږده لار ووهي.

ارشیف، د کابل یوه روغتايي مرکز ته د ښځو او ماشومانو مراجعه. یو شمېر افغان ښځې ازادي راډیو ته وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د رسېدو لپاره اړ دي چې اوږده لار ووهي.
ارشیف، د کابل یوه روغتايي مرکز ته د ښځو او ماشومانو مراجعه. یو شمېر افغان ښځې ازادي راډیو ته وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د رسېدو لپاره اړ دي چې اوږده لار ووهي.

دا زیاتوي: "زموږ په سیمه کې هېڅ روغتیايي کلینیک نه‌شته او نه هم له موږ سره مرسته کېږي او روغتیايي خدمتونه راته وړاندې کېږي. نږدې مو روغتیايي مرکز نه‌شته. اړ یو چې د لارې یوه برخه پلې او بله برخه په موټر ووهو، څو ډاکتر یا روغتیايي مرکز ته ورسېږو."

د غزني ولایت اوسېدونکی الهام هم وايي، په سیمه کې یې روغتیايي مرکز، په ځانګړي ډول ښځینه ډاکترانې او روغتیاپالانې نه‌شته: "د ګیرو ولسوالۍ نه روغتیايي کلینیک لري، نه قابله، نه نرسه او نه هم ډاکتر. ډېری د نسایي او ولادي ناروغیو ښځینه ناروغانې په کورونو کې زېږون کوي. کله مو چې شخصي موټر په کرایه نیولی، ناروغه د لارې په نیمایي کې مړه شوې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن هم ویلي چې یوازې د روان کال په ترڅ کې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د نوموړې په وینا، دې وضعیت تر یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

له بلې خوا، مېرمن کالتورپ وايي چې په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر شوي چې له مخې یې ښځې او نجونې له خپلو حقونو محرومې شوې دي.

د طالبانو حکومت چې تل‌یې ویلي د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تأمین شوي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ، هغوی له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او عالي تحصیلاتو څخه منع کړې او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

اړوند مطالب

​
XS
SM
MD
LG