د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۴

د افغان ښځو پر کار بندیز؛ میلیونونه ښځې له بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین سره مخ شوي

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې د کار او زده‌کړو اجازه نه‌لري او د ژوند اتکا یې په بشري مرستو ده.
ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې چې د کار او زده‌کړو اجازه نه‌لري او د ژوند اتکا یې په بشري مرستو ده.

په داسې حال کې چې افغان ښځې له محدودیتونو او بې‌کارۍ سر ټکوي، ملګري ملتونه وايي سږ ۲۰۲۶ کال کې په نړۍ کې سلګونه میلیونه ښځې او نجونې په بې‌وزلۍ کې شپې ورځې تېروي.

افغان ښځې وايي د طالبانو په واکمنۍ کې یې د زده‌کړو او کار فرصتونه له لاسه ورکړي او په ځانګړې توګه هغه کورنۍ ډېرې ګړېږي چې ښځې یې سرپرستې دي.

"د جمهوریت پر مهال مو ژوند ډېر ښه و، د اقتصادي کمزورۍ احساس مو نه‌کاوه. ما په یوه دولتي اداره کې کار کاوه او مېړه مې هم خپل شرکت درلود، خو اوس هېڅ ملاتړ کوونکی نه‌لرو."

دا بامیان ولایت کې د یوې مور خبرې دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار له محدودیت وروسته‌یې خپله دولتي دنده له لاسه ورکړې ده.

هغه یوازې نه‌ده، بلخ ولایت کې یوې بلې ښځې چې د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي، له ورته وضعیت څخه په شکایت ازادي راډیو ته وویل: "یوازې د ښځو ډوډۍ ترې اخیستل شوې نه‌ده، بلکې د ماشومانو ډوډۍ هم ترې اخیستل شوې ده. زما او زما د ماشومانو ازادي اخیستل شوې ده. نه‌پوهېږم چې دا وضعیت به تر کومې مودې دوام وکړي."

یو شمېر افغان ښځینه کارګرانې
یو شمېر افغان ښځینه کارګرانې

دواړو دغو ښځو د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل چې نومونه‌یې په دې راپور کې خپاره شي.

که څه هم د افغانستان اقتصاد د نسکور شوي جمهوریت په دوران کې هم له ستونزو او نابرابریو سره مخ و، خو د طالبانو په حکومت کې د ښځو پر کار محدودیت هماغه لږ اقتصادي فرصتونه هم له‌منځه یوړل.

ګڼ شمېر افغان ښځو ازادي راډیو ته ویلي چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان (ای‌اېل‌او) هم د ۲۰۲۶ کال په اګسټ میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د کار بازار له ژورو تشکیلاتي بدلونونو سره مخ شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړې چې په کاري ځواک کې د ښځو د ګډون د کچې د ټیټوالي له مخې، افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی.

د دغه سازمان په وینا، دا وضعیت له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو د بې‌ساري محرومیت څرګندونه کوي.

د کار نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې د ښځو پر کار محدودیتونه د طالبانو د حکومت له تر ټولو زیانمنو اقتصادي سیاستونو څخه دي چې نه‌یوازې یې د میلیونونو ښځو مستقیم عاید کم کړی، بلکې د دغه هېواد ناخالص کورني تولید ته‌یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

په افغانستان له یو شمېر مرستندویه ښځو سره د یوناما د مشرې، رباب فاطمه لیدنه
په افغانستان له یو شمېر مرستندویه ښځو سره د یوناما د مشرې، رباب فاطمه لیدنه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو اېن ومن) د روان کال په اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ موده کې له اقتصادي فعالیتونو څخه د افغان ښځو د محرومیت له امله مجموعي زیان ۹۲۰ میلیون ډالرو ته رسېږي چې د افغانستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۵،۸ سلنه جوړوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې واک ته له ستنېدو وروسته، لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې.

ورپسې یې د افغان نجونو او ښځو پر عالي زده‌کړو بندیز ولګاوه او وروسته‌یې په ګڼو دولتي ادارو او ټولو نادولتي مؤسسو او بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې په یوه راپور کې اټکل کړی چې که په افغانستان کې له لوړو زده‌کړو څخه د افغان نجونو او ښځو محرومیت دوام وکړي، نو تر ۲۰۶۶ کال پورې به‌یې اقتصادي زیانونه شاوخوا ۹،۶ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په روان ۲۰۲۶ کال کې په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په سختې بې‌وزلۍ کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

​
XS
SM
MD
LG