روغتیايي متخصصان دغه ستونزه له زېږون وروسته خپګان بولي او د درملنې لپاره یې د کورنۍ پر ملاتړ او طبي پاملرنې ټینګار کوي.
د کندز دا اوسېدونکې سمیه چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي د خپلو څلورو واړو ماشومانو له زېږېدو وروسته یې خپګان او زړه تنګوالی تجربه کړی داسې چې د خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو د پالنې توان یې نه درلود او غوښتل یې له خپلو خپلوانو او شاوخوا خلکو لرې واوسي.
د بلخ ولایت اوسېدونکې مژګان، چې د درېیو کوچنیو ماشومانو مور ده، هم ورته تجربه لري. هغې ازادي راډیو ته ویلي چې د خپل درېیم ماشوم له زېږېدو وروسته یې رواني حالت دومره خراب شو چې روغتون ته ولېږدول شوه. «لور مې نهه ورځنۍ وه چې عصبي حمله راباندې راغله او روغتون ته یې یووړم. د ماشومانو له زېږېدو وروسته به ورو ورو داسې خپه کېدم چې ان پر خپلې مور کېدو به پښېمانه وم.»
روغتیايي متخصصان وايي، دا ډول حالتونه یوازې عادي خپګان یا رواني کمزوري نه ده، بلکې کېدای شي له زېږون وروسته د خپګان په نوم د یوې رواني ناروغۍ نښې وي.
خو له زېږون وروسته خپګان څه شی دی؟ د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره سونیتا بهرام وايي، دا یوه رواني ناروغي ده چې د مور پر احساساتو، فکرونو، چلند، خوب او فزیکي توان اغېز کولی شي.
د نوموړې په وینا، له زېږون وروسته د ښځې په بدن کې هورموني بدلونونه، په ځانګړي ډول د استروجن او پروجسترون هورمونونو د کچې ناڅاپي ټیټېدل، د دې ستونزې له مهمو لاملونو څخه دي.
د ماشومانو له زېږېدو وروسته به ورو ورو داسې خپه کېدم چې ان پر خپلې مور کېدو به پښېمانه وم.مژګان، د بلخ ولایت اوسېدونکې او د درېیو ماشومانو مور
هغه زیاتوي چې بېخوبي، نامناسبه تغذیه، د وینې کمښت، ټولنیز فشارونه، کورنۍ ستونزې او تاوتریخوالی هم د مور پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کولی شي.
ډاکټره سونیتا بهرام د دې ناروغۍ د نښو په اړه وايي:
«له خلکو ځان ګوښه کول، پرلهپسې ژړا، د خوب او اشتها ګډوډي له زېږون وروسته د خپګان احتمالي نښې دي، په سختو حالتونو کې کېدای شي مور له خپل نوي زېږېدلي ماشوم په وړاندې د کرکې احساس وکړي او یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه ورسره پیدا شي، که میندې دا ډول نښې ولري، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي، څو ناروغي یې په سمه توګه تشخیص او مناسبه درملنه یې وشي.»
خو په دې منځ کې د تازه زېږون کړې مور د رواني حالت په ښه کېدو کې کورنۍ څومره مهم رول لري؟ ارواپوهان وايي، د ناروغۍ د سم تشخیص او درملنې ترڅنګ، له مور سره د کورنۍ د غړو او شاوخوا خلکو چلند هم د هغې د رواني روغتیا په ښه کېدو کې مهم دی.
ارواپوهې ساینا حمیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: «په ځینو کورنیو کې د دې پر ځای چې د مور اړتیاوو ته پام وشي، ډېره پاملرنه نوي زېږېدلي ماشوم ته کېږي، کله ناکله پر مور نیوکې هم کېږي او تمه ترې کېږي چې ژر خپل پخواني حالت ته راوګرځي، خو موږ باید هڅه وکړو چې مور درک کړو، ملاتړ یې وکړو، خبرو او دردونو ته یې غوږ ونیسو او پوه شو چې له څه شي وېره لري او ولې له داسې حالت سره مخ شوې ده، د ماشوم په ساتنه کې ورسره مرسته وکړو او مور ته د استراحت لپاره کافي وخت ورکړو.»
که څه هم په افغانستان کې له زېږون وروسته په خپګان د اخته میندو د شمېر په اړه تازه او کره شمېرې نشته، خو په کندز ولایت کې یوې ترسره شوې څېړنې د دې ستونزې د پراخوالي په اړه ځینې معلومات وړاندې کړي دي.
دغه څېړنه چې «د افغانستان په کندز کې د میندو ترمنځ له زېږون وروسته د خپګان کچه او ورسره تړلي عوامل» نومېږي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ میاشت کې د Heliyon په نوم په یوه نړیواله علمي مجله کې خپره شوې ده.
څېړونکو د کندز ولایت په ۱۷ روغتیايي مرکزونو کې د ۵۵۶ میندو وضعیت ارزولی دی. د دې څېړنې موندنې ښيي چې ۴۹ اعشاریه ۳ سلنه میندو له زېږون وروسته د خپګان احتمالي نښې لرلې.
په څېړنیزه مقاله کې ویل شوي چې د دې څېړنې معلومات د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې راټول شوي وو. بلخوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څوګونو شاخصونو د سروې په راپور کې راغلي چې یوازې ۳۶ اعشاریه ۳ سلنه میندو د ماشوم له زېږېدو وروسته په لومړیو دوو ورځو کې روغتیايي پاملرنه ترلاسه کړې وه.
د نسايي او ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره سونیتا بهرام ټینګار کوي چې له زېږون وروسته خپګان د هورموني بدلونونو ترڅنګ د رواني او ټولنیزو فشارونو له امله هم رامنځته کېدای شي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې ځینې کورنۍ د دې پر ځای چې د تازه زېږون کړې مور رواني حالت درک کړي، پر هغې نیوکې کوي او ناسمې خبرې ورته کوي. «ځینې ورته وايي چې ګواکې ښه مور نه ده یا مغروره شوې ده، دا هغه خبرې دي چې موږ له خپلو ناروغانو اورېدلې دي او د هغوی د کورنیو غړو ورته کړې دي، په داسې حال کې چې هېڅ مور بده مور نه ده، له زېږون وروسته خپګان د هورموني بدلونونو له امله رامنځته کېږي، له ولادت وروسته د ځینو هورمونونو کچه په چټکۍ او ډېر شدت راټیټېږي او دغه بدلون د مور په بدن او روان کې د ګډوډیو لامل ګرځي.»
له زېږون وروسته خپګان داسې روغتیايي ستونزه ده چې پر وخت تشخیص، مناسبه درملنه او د کورنۍ ملاتړ یې په ښه کېدو کې مهم رول لري. متخصصان ټینګار کوي چې د نوي زېږېدلي ماشوم ترڅنګ باید د مور فزیکي او رواني روغتیا ته هم جدي پاملرنه وشي.